د خپل ماموریت په دوام، داعشیانو غربي افریقا کې پر القاعده برید کړی

داعشي خوارجو ویلي چې د غربي افریقا په بورکینافاسو هیواد کې یې د القاعده پر مرکزونو عملیات کړي او مجاهدینو ته یې مرګ ژوبله وراړولې ده.

د داعشي خوارجو له لوري په رسمي نشر شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا عملیات یې د کایا ښار په کالامپا کلي کې د القاعده پر مرکزونو ترسره کړي دي.

خوارجو د یاد برید ځینې انځورونه هم خپاره کړي او په خبر کې یې القاعده ”مرتده ملېشه“ بللې ده. داعشیان پر هغو جهادي ډلو دا نوم ږدي چې د دوی د منحرف منهج مخالفې وي.

د یادونې وړ ده، په بورکینافاسو او ورڅېرمه هیوادونو کې د القاعده تنظیم څانګه د جماعة نصرة الاسلام والمسملین په نوم فعاله ده، خو داعشي خوارجو د نورو سیمو په څېر په غربي افریقا کې هم ځايي جهادي ډلې تکفیر کړې او پر هغوی په تعرض سره یې پخپله، د داعشیانو په اصطلاح، ”طاغوتي رژیمونو“ ته د ساه اخیستلو فرصت ورکړی دی.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version