د خوارجو څلورمه شبهه او د هغې ځواب

لیکوال: قاري سعید خوستی

داعش په عراق کې امریکا ماته کړه امریکايان يې له عراقه وشړل او د دوی د قربانيو برکت ؤ، چې په وړاندې يې د عراق ګوډاګی فوځ ونه شو دريدای، په سوریه کې يې د بشار د رژیم ملا ور ماته کړه او د رقه ښار لومړی ښار ؤ، چې داعش فتحه كر. په فرانسه کې يې بریدونه ترسره کړل او په امریکا کې یې بریدونه ترسره کړل، اسلامي امارت په څوارلس کاله مبارزه کې يو ولايت په بشير ډول ونشو نيولاي، بر عکس داعش په ۶ کاله مبارزه کې نه يواځې دا چې امریکايان يې وشړل بلکې د دوی روزل شوی عراقي فوځ یې هم دړې وړې کړ، نو ځنګه فکر کيدلی شي چې د داسې غښتلې عقيدې او غښتلي عزم او پراخو فتوحاتو واله خلک ديې خوارج وبلل شي؟

ځواب: لومړی خو د جنګ په ډګر کې انتصارات او کامیابي دلیل نه شي جوړیدلی. د ځمکې په مخ ډيرو قومونو په جنګونو کې
فتحې او برلاسي ګټلي دي. دوهم دا چې هغوی چې د عراق حالت له نیږدې څاري ورته واضحه ده، چې هلته رښتيا داعش دا دومره مناطق په زور ونيوې، که د امریکایي پلان لاندې دا سیمې دوی ته تخلیه کړل شوې؟ موږ دا نه وايو چې داعش کټ مټ امریکايي پروژه ده، بلکې امریکايان چې د نری شیطان صفته انسانان دي، کله يې چې د داعش فكري انحراف او د القاعدي سره د دوی ټکر درک کړ، ويې غوښتل چې د داعش د همدې فکري انحراف څخه دوی ګټه پورته کړي او د القاعدې څخه خپل غچ د دوی په واسطه واخلي.

په ۲۰۰۶ م کال کې چې کله زرقاوي شهيد کړل شو، سي آی اې یو پلاوی وګماره تر څو له زرقاوي وروسته د عراق د حالاتو راپور وړاندې كري. سي آى اې داسې شواهد او اسناد ومندل چې هغه ښیي له زرقاوي ورسته ټاکل شوی مشر د بن لادن اوامر نه مني او له زرقاوي وروسته د امير انتخاب هم د بن لادن له خوښې پرته شوی، امریکایانو موقع غنیمت وګټله او په عراق کې د القاعدې څخه د خپلې ماتې د غچ اخيستو په هدف یې د داعش لپاره په زمینه سازي کار پیل کړ، په لومړي قدم کې امریکايان په بشپر ډول له عراقه ووتل، وروسته په عراق کې د هغو قیادتونه په نښه کول شروع شول، چې په القاعدې پورې يې تړاؤ درلود او د بن لادن د افغانستان د محاذونو ملگري وو، تر څنگ یې امريکايانو د هغو بعثي جنرالانو په خوشي کولو هم پیل وکړ، چې باور كيده له خلاصيدو وروسته به له داعش سره یوځای کيږي.

امریکایانو نوري المالكي ته چې د دوی مخلص غلام و امر وکړ، چې په عراق کې داعش ته مناطق تخليه كړي، نوري المالكي په موصل کې د ۳۰ زره کسيزې پلې لوا قومندان ته امر ورکړ، تر څو موصل تخليه كړئ، هماغه و چې له موصل څخه عراقي ځواکونه بغير له مقاومته ووتل، په داسې حال کې چې د موصل په نیونه کې يو عراقي عسکر هم د داعش په لاس نه دی اسیر شوى. کله چې د عراق پارلمان د موصل د ۳۰ زره كسيزي لوا قومندان احضار کړ، هغه په زغرده وویل، چې د لومړي وزیر دفتر ورته په مستقيمه قومانده امر كړى ؤ، چې د داعش سره مقاومت ونکړي او د عراق دوهم لوی ښار موصل پرېږدي، چې له داسې ډېرو اسرارو څخه رابرت کیتس پخپل کتاب کې پرده پورته کړې ده.

که موصل د یوه پلان له مخې داعش ته په لوی لاس نه وي سپارل شوی ولې داعش په عراق کې پرمختګ نه شي کولی؟ او ولې يې د رمادي ښار له لاسه ووتل؟ ولې يې په عراق کې ورځ تر بلې سیمې له لاسه وځي؟ طالبانو له امريکايانو سره څوارلس کاله په جنگ تیر کړل، طالبان او داعش د امریکايي هوایي ځواک په مقابل کې هیڅ دفاعي سيستم نه لري همدا دليل ؤ، چې کندز يې له فتحي وروسته ونه ساتلی شو، نو دوی څنګه په زرګونه کیلو متره ځمکه ساتي؟ آيا په معمایي ډول ومنو، چې بس دا خو د ﷲ تعالیٰ نصرت دی؟ که د ﷲ تعالیٰ نصرت داسې بې اعداده او بې اسبابو مطلق په عبادت او د ایمان په قوت راتلی، نو له رسولﷲ ﷺ، خو لوی عابد او د قوي ايمان او عزم څښتن هیڅوک نه و. ولې ورته الله تعالىٰ د وأعدوا لهم امر کوي؟ که دوی وايي: چې موږ اعداد کړی، نو کوم دی هوائي اعداد؟ که دوی وايي: چې په موږ د ائتلاف طيارې مبارد كوي، خو موږ يې صرف په چوف/دم راغورځوو، نو وښایئ! ستاسو ساحره ميډيا، خو له ژوندیو انسانانو څخه شهیدان جوړوي او د مسلمانانو د تعزیر لپاره يې په ټولنيزو پاڼو نشروي.

د ائتلاف طيارو د ۲۰۱۵م کال تر پایه په عراق او شام کې ۱۲۴۹۹ بریدونه کړي، چې يواځې ۷۲۴ يې په عراق نور ټول په شام کې دي، چې د دې ټولو له جملې يواځې ۴۹۳ يې په عراق کې ۶۷۸ يې په سوریه کې د داعش په هدفونو ترسره شوي، نور ټول یا په ملكي وګړو شوي، يا پكې د جبهة النصرة مركزونه هدف كرځيدلي دي. په عراق او سوریه کې د ائتلاف په سلو کې يواځې ٨ فیصده بريدونو د داعش په ضد دي، نور ټول د القاعدې مجاهدین په نښه کيږي. هغه بریدونه چې په داعش ترسره كيږي هم په دې هدف چې صليبي ائتلاف د داعش دومره پرمختک هم نه غواړي، چې په نوره نړۍ کې د دوی ګټې وګواښي، ولې دومره کمزورې کېدل يې هم نه غواړي، چې القاعده يا د نړۍ په لر او بر کې نور مجاهدين مصروف ونه شي ساتلى.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version