د خوارجو په اړه د أئمه کرامو نظرونه!

قیس نعماني

د خوارجو په ضلالت باندې بې شميره علماوو خپل نظرونه وړاندي کړي، دوی يې د دين نه ناخبره او غلو في الدين باندې موصوف کړي دي، هم عصره خوارج خو تر داسي حال رسيدلي، چې د حقاني علماء کرامو او مؤمنو رجالو په شهادت کې د غربي بادارانو د لاس آلې ګرځيدلي، چې څه د هغوی له طريقه ورته انتخاب شي، دوی يې حتماً عملي کوي، که يې ونه کړي، شړي یې او مردود کوي يې.

راځو! د أئمه کرامو نظرونو ته، چې د خوارجو په اړه څه نظر لري، او په کومو اوصافو يې موصوف کړي دي، د خپل عصر مشهور امام، ابو زکريا محيي الدين يحيی بن شرف النووي رحمه الله د خوارجو په اړه داسي نظر وړاندي کوي.

الخوارج صنف من المبتدعة يعتقدون أن مَن فعل کبيرةً کفَر، و خلِّد في النار، و يطعنون لذلك في الأئمة، ولايحضرون معهم الجُمُعات والجُمَاعات.

[روضة الطالبين].

ژباړه: خوارج د مبتدعينو يوه ډله ده، چې د کبيره ګناه مرتکب خلك کافر او ابدي دوزخيان بولي، له همدې کبله پر مسلمان أمراوو او حاکمانو طعن او نيوکې کوي، او د دوی سره په جمعه، اخترونو او نورو اجتماعاتو کې شرکت نه کوي.

إمام محمد بن عبد الکريم شهرستاني رحمه الله په خپل تصنيف الملل والنحل کې بيا د خوارجو په اړه داسې نظر وړاندې کړی دی.

کل من خرج علی الإمام الحق ألذي إتفقت الجماعة عليه يسمی خارجيًّا، سواء کان الخروج في أيام الصحابة علی الأئمة الراشدين، او کان بعدهم علی التابعين باحسانٍ، والأئمة في کل زمان. [الملل والنحل].

ژباړه: هر هغه شخص چې د مسلمانانو د متفق حکومت پر ضد بغاوت وکړي، هغه ته خارجي ويل کيږي، خدای دې وکړي، چې دغه خروج او بغاوت د صحابه کرامو “رضوان الله عليهم اجمعين” په زمانه کې د خلفاء راشدینو پر ضد وي، يا د تابعينو پر ضد وي، او يا له دې وروسته چې د هر عصر مسلمان حکومتونه وي، د هغوی پر ضد وي.

حافظ ابن حجر عسقلاني رحمة الله علیه چې په احاديثو کې د أمير المومنين لقب ورکول شوی، په خپل تصنيف فتح الباري بشرح صحيح البخاري کې فرمايي:

الخوارج فهم جمع خارجةٍ، أي طائفةٍ، وهم قوم مبتدعون، سمّوا بذلك لخروجهم عن الدين، وخروجهم علی خيارِ المسلمين.[فتح الباري بشرح صحيح البخاري].

ژباړه: “الخوارج” دا جمع د خارجة ده، معنا: يوه طائفه “ډله” ده، دوی يوه داسې ډله ده، چې د بدعاتو او خرافاتو ارتکاب کوي، دوى ته دغه نوم له دين اسلام څخه د خروج او د خيار امت پر ضد د بغاوت له کبله ورکړل شوی دی.

د أئمه کرامو له نظرونو ور هاخوا که لږ نور کتابونه مطالعه کړو، چې هغوی د خوارجو د فرقو شمير را اخيستی، نو اندازاً شاوخوا شل ډلې يې په خوارجو کې داخل بللې دي، او دې ټولو ډلو ته يې يو نوم چې هغه عبارت د “الخوارج” څخه دی، ورکړی.

په خوارجو کې ځينې ډلې ډيرې متشددي دي، او ځينې بيا کمې دي؛ خو په ټولو کې ځينې خبرې مشترکې دي، د مثال په ډول: د حکامو پر وړاندي خروج او بغاوت کول، د مسلمانانو پر وړاندې جنګ کول، مسلمانان له إيمان او اسلام څخه خارج کول، پداسې حال کې چې هغوی د هماغه افعالو په کولو سره نه له إيمان او نه هم د اسلام څخه د شرعي فرامينو له طريقه خارج بلل کېږي.

په دين اسلام کې له غلو څخه کار اخیستل، بد افعال په نيك او نيك په بدو بدلول، د ګناه کبیرې مرتکب کافر او ابدي دوزخي بلل، او له دې پرته نور داسي صفات لري، چې اسلام او مسلمانانو ترې برائت اعلان کړی، خو يوه خبره سته، هغه دا چې دوی ټول د مسلمانانو پر ضد او د اسلامي نظامونو پر وړاندې جنګیږي او جنګيدلي دي.

په خوارجو کې يوه ډله د “قعديه” په نامه ده، دوی د همت او غيرت د نشتوالي له امله د جنګ څخه لاس اخيستی؛ خو قلمي او ژبني بغاوت په قعديه ډله کې هم شته، دا ډله د قلم او ژبي په توسط خلک بغاوت ته هڅوي او دا عمل يو مستحسن عمل بولي، ددې ناوړه عمل له کبله اهل علم حضراتو قعديه ډلي ته خبیث ترينه خوارج ويلي دي.

دلته غرض دا دی، چې د اهل حق علماء عظامو، د مؤمنو رجالو او حقاني حکماوو په قتل او شهادت کې دا ډله هم مساوي شريکه ده، که څه هم ميدان ته نه ور وځي.

د خوارجو داعشيانو پر وړاندي د قتال او جهاد کوونکو حکم:

د رب تعالی جل جلاله محبوب پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم د هغه خلکو په حق کې چې، د خوارجو پر وړاندې جهاد کوي، فرمايلي دي:

“طوبی لمن قتلهم وقتلوه”

يعنې خوشحالي د هغه چا لپاره ده چې يا خوارج ووژني او يا يې خوارج شهيد کړي.

په بل حديث مبارك کې فرمايي:

“فإن في قتلهم اجرا، لمن قتلهم عند الله يوم القيامة”

ژباړه: بیشکه د خوارجو په وژلو کې اجر دی، په ورځ د محشر د الله سبحانه وتعالی په نزد د هغه شخص لپاره “اجر سته” چې خوارج يې وژلي وي.

په بل حديث مبارك کې فرمايي:

“خير قتلی من قتلوه”

ژباړه: بهترين مقتول هغه دی، چې خوارج يې قتل “شهيد” کړي.

د مؤمنو پرګنو لپاره دا د نعمت يو فرصت دی، چې د خوارجو داعشيانو پر وړاندي مبارزې وکړي، هو! د دوی په مرګ کې هم زمونږ خير دی، په ورځ د محشر به الله تعالی جل جلاله ددې اجر راکړي، او که مونږ د خوارجو په لاس قتل شو، هم زمونږ خير دی، مرګ به مو د شهادت مرګ شي، او په شهادتونو کې بيا هغه شهادت دی، چې د الله سبحانه وتعالی محبوب پيغمبر صلی الله عليه وسلم ورته غوره او بهترين شهادت ويلی دی.

Exit mobile version