د خوارجو لخوا د اعلان شوي (جعلي خلافت) موخه څه، او حکم يې څه دی؟

شپږمه برخه

محب الرحمن مخلص

 

په اسلامي خلافت کې مسلمانان آزاد وي، د أمن او خپلواکي تر سيوري لاندې خپل ژوند تیروي، د مسلمانانو معزز خلک (جهادي مشران، علماء کرام، محدثين، مدرسين، واعظين) او د مسلمانانو مالونه، اولادونه، ښارونه عبادت ګاوې (مساجد، مدارس) يې خوندي وي، يو مسلمان د بل مسلمان نه مال غصب کولای شي او نه ورته ضرر رسولی شي، د اسلامي خلافت هدف دا وي، چې ټولې کړنې به يې د مسلمانانو په ګټه او د کفارو په نقص کې وي؛ مګر دلته د مستعار خلافت دعوه داران (داعشيان) په خپله د دې ذکر شويو کړنو خلاف کارونه کوي.

 

د خليفه واجبات

دا بحث د کويټ له فقه موسوعي څخه اخيستل شوی[الموسوعة الکويتية: جلد۶].

 

واجبات أولي الأمر: يجب عليهم التصرف بما فيه المصلحة العامة للمسلمين، کل في مجاله وبحسب سلطته.

وفي ذلك القاعدة الرشرعية: (التصرف علی الرعية منوط بالمصلحة وبالتفصيل) ما يلی.

 

ژباړه: د اميرانو ذمه وارياني: پر اميرانو د خپل توان او د پاچاهي په اندازه هغه څه واجب دي چې د عامو خلکو پکې خير وي.

په دې اړه دا شرعي قاعده راغلې: (د رعيت په کارونو کې تصرف تر مصلحت پورې تړلی دی) چې تفصيل يې په لاندې ډول دی.

 

مصلحت هر هغه کار ته ويل کيږي چې د امة مسلمة په کې خير وي.

 

۱- لومړی واجب

حفظ الدين علی اصوله المستقرة وما اجمع عليه سلف الأمة، فإن زاغ ذو شبهة عنه اوضح له الحجة، وبين له الصواب وأخذه بما يلزمه من الحقوق والحدود ليکون الدين محروسا من الخلل والأمة ممنوع من الزلل.

ژباړه: د دين د ثابتو اصولو ساتنه، کوم چې سلفو صالحینو پرې اجماع کړې ده، که يو شکمن له دين نه کوږ شي، دليل دې ورته واضح او حق دې ورته بيان کړي، او لازم حدود او حقوق دې پرې عملي کړي، ترڅو دين له نقصان او مسلمة امت له غلطي نه وساتل شي.

 

۲- دوهم واجب

تنفيذ الاحکام بين المتشاجرين وقطع الخصام بينهم، حتی تظهر النصفة، فلا يتعدی ظالم ولايضعف مظلوم.

 

ژباړه: د مدعيانو تر منځ فيصلې کول، او د‌ دوی تر منځ لانجې ختمول، ترڅو انصاف ښکاره شي؛ نو ظالم به ظلم (تيری) نه کوي، او مظلوم به د حق په غوښتلو بې زړه کيږي نه.

 

۳- درېيم واجب

حماية الدولة والذب عن الحوزة، ليتصرف الناس في المعايش، وينتشروا في الأسفار آمنين.

 

ژباړه: حکومت به ساتي او د حيثيت څخه به يې دفاع کوي، تر څو خلك په ژوندانه کې لګيا شي، او په سفرونو کې په أمن سره خواره شي.

 

۴- څلورم واجب

إقامة الحدود لتصان محارم الله تعالى عن الإنتهاك وتحفظ حقوق عباده من إتلاف وإستهلاكِِ

 

ژباړه: شرعي حدود جاري کول، ترڅو د اللّٰه تعالی محرمات وساتل شي، او د بندګانو حقوق له ضياع او هلاکت خوړلو نه محفوظ شي.

 

بحث مو له اول نه بيا تر اوسه د خلافت را شروع کړی وو، په دې کې مو د خلافت لغوي او اصطلاحي تعريف د خلافت شروط او طريقې دا ټول مو ذکر کړل، په دغه بحث کې مو د خليفه واجبات چې ځينې مو ذکر او ځينې به راتلونکې بحث کې ذکر کړو.

که د شرعي اړخونو نه د خوارجو اوسني خلافت ته وکتل شي، پوره نيمګړی خلافت، يعني جعلي خلافت دی، نه د خلافت او خليفه شرطونه په کې شته، نه د خليفه واجبات په کې شته، نه حاکميت او سلطه لري، د دې نيمګړتياوو سره سره موخه يې د مسلمانانو تضعیف او فرقې فرقې کول دی. که نور نه وي په افغانستان کې د اسلامي امارت پر وړاندې او په عربي ممالکو کې د خلافت د دعوه دارانو (خوارجو داعشیانو) کړنلارې مطالعه کړئ، ترڅو دې حقيقت ته ورسيږی چې د دوی د خلافت موخه څه او حکم يې څه دی؟

د خليفه کيدو لپاره نور واجبات راتلونکی برخه کې، إن شاء اللّٰه.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version