د خوارجو د جګړې حُکم

اتمه برخه!

لیکوال: مفتي حماس

له خوارجو سره جګړه فرض ده، او د جهاد يو قسم ده، الله تعالی پرې امر کړی.
رسول الله صلی الله عليه وسلم حضرت علي رضي الله عنه ته په همدې جګړې خاص وصیت کړی:

عَن عَلي رضي الله عَنه قَال:
سَمِعْتُ رَسولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عليه وسلَّمَ يقولُ: سَيَخْرُجُ قَوْمٌ في آخِرِ الزَّمانِ، أحْداثُ الأسْنانِ، سُفَهاءُ الأحْلامِ، يقولونَ مِن خَيْرِ قَوْلِ البَرِيَّةِ، لا يُجاوِزُ إيمانُهُمْ حَناجِرَهُمْ، يَمْرُقُونَ مِنَ الدِّينِ، كما يَمْرُقُ السَّهْمُ مِنَ الرَّمِيَّةِ، فأيْنَما لَقِيتُمُوهُمْ فاقْتُلُوهُمْ، فإنَّ في قَتْلِهِمْ أجْرًا لِمَن قَتَلَهُمْ يَومَ القِيامَةِ.
رواه البخاري.
ژباړه:

له علي رضي الله عنه څخه روایت دی فرمايي:
ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اوريدلي، هغه فرمايل:
په آخره زمانه کې به کم عمره، کم عقلان کسان راشي د انسانيت بهترينې خبرې به کوي، له اسلام څخه به داسې وځي لکه غشی له ښکار څخه، ايمان به يې له مريو نه تيريږي، که ورسره مخ شوئ ويې وژنئ، يقيناً د دوی په وژلو کې وژونکي ته د قيامت په ورځ اجر شته.

علقمه رحمه الله وايي:

سَمِعْتُ علي بن ابي طالب يَقول يومَ النَّهروان: أُمرت بِقِتَالِ المَارِقِينَ، وَهَؤُلَاءِ المَارِقُونَ.
(رواه ابوبکر ابن أبي عاصم في مسنده.)

ژباړه:
علقمه رحمه الله وايي:
ما د نهروان په ورځ له علي رضي الله عنه څخه واوريدل هغه فرمايل:
ما ته له اسلام څخه د وتونکو په جګړه حکم شوی او دا خلك مارقين دي.

نور بيا…

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version