د خوارجو دوهمه ډله اتلسمه برخه!

الأَزَارِقَة

لیکوال: مفتي حماس
دا ډله خپل مشر ابو راشد نافع بن الازرق ته منسوبه ده، دا هغه ډله او خوارج دې کومو چې د عبدالله بن زبير رضي الله عنه د خلافت په وخت کې له نافع بن الازرق سره له بصري څخه اهواز ته ووتل، هغه علاقه او ورسره شاته يې د فارس او کرمان ملکونه هم ونيول او په دې علاقو کې د ابن الزبير واليان يې ووژل.

د الأَزَارِقَۀو بدعات:
اول:
عثمان ، علي ، طلحة، الزبير، عايشة او عبدالله بن عباس رضي الله عنهم او د دوی ملګري يې کافر او ابدي جهنميان دي.

دوهم:
له جګړې ناست کسان او څوك چې دوی ته يې هجرت نه کوي کافر دي او بي زاري ترينه پکار ده که څه هم له دوی سره په دين کې موافق وو.

دريم:
د مخالفینو د ښځو او ماشومانو وژل روا دي.

څلورم:
په زاني رجم نشته، ځکه قرآن کريم کې نه دی راغلی.
د پاك سړي د زنا په تهمت کې د قذف حد نشته.
او د پاکي ښځې په تهمت ويونکي د قذف حد جاري کيږي.

پنځم:
د کفارو ماشومان به له خپلو پلرونو سره په دوزخ کې وي.

شپږم:
تقيه ( داسې کار يا خبره چې د سړي عقيده نه وي خو دشمن څخه ورباندي ځان ساتي ) نه په قول او نه په عمل کې روا ده.

اووم:
کيدای شي پيغمبر ﷺ له بعثته مخکې او يا وروسته کافر شي.

اتم:
د لويې ګناه کوونکی کافر او پوره له اسلامه وتلی ده او له نورو کفارو سره به هميشه په جهنم کې وي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version