د خليفه واجبات

لیکوال:مفتي حماس
واجبات أولي الامر: يجب عليهم التصرف بما فيه المصلحة العامة للمسلمين.
کل في مجاله و بحسب سلطته. وفي ذالک القاعدة الشرعية: (التصرف علی الرعية منوط بالمصلحة ).
الموسوعة الفقهيه الکويټية ج ۶/ ص ۱۹۱_۱۹۲_۱۹۳
ژباړه: د اميرانو ذمه وارې: په امیرانو د خپل وس او بادشاهي په اندازه هغه څه واجب دي چې د‌ عامو خلکو پکې خير وي، په دې اړه دا شرعي قاعده راغلې:
د رعيت په کارونو کې تصرف تر مصلحت پورې تړلی ده.
کوم کار کې چې د امت خير وي هغه جائز ده او که د امت خير پکې نه وي هغه نا روا ده.

لومړی واجب: حفظ الدين علی اصوله المستقرة وما اجمع عليه سلف الامة ، فان زاغ ذو شبهة عنه اوضح له الحجة ، وبين له الصواب ، و اخذه بما يلزمه من الحقوق والحدود ، ليکون الدين محروسا من الخلل والامة ممنوعة من الزلل.
الموسوعة الفقهيه الکويټية ج ۶/ ص ۱۹۱_۱۹۲_۱۹۳

ژباړه: د‌ دين د ثابتو اصولو ساتنه کوم چې سلفو پرې اجماع کړي ده، که يو شکمن له دينه کوږ شي، دليل دې ورته واضح او حق دې ورته بيان کړي.
او لازم حقوق او حدود دې پرې عملي کړي، تر څو دين له نقصان او امت له غلطۍ څخه وساتل شي.

دوهم واجب: تنفيذ الاحکام بين المتشاجرين و قطع الخصام بينهم، حتی تظهر النصفة، فلا يتعدی ظالم ولا يضعف مظلوم.
الموسوعة الفقهيه الکويټية ج ۶/ ص ۱۹۱_۱۹۲_۱۹۳

ژباړه: د مدعيانو تر منځ فيصلي کول او لانجي ختمول، تر څو انصاف ښکاره ښي، نو ظلم به تيری نکوي او مظلوم به د حق له غوښتلو بي زړه کيږي نه.

دريم واجب: حماية الدولة والذب عن الحوزة، ليتصرف الناس في المعايش ، و ينتشروا في الاسفار آمنين.
الموسوعة الفقهيه الکويټية ج ۶/ ص ۱۹۱_۱۹۲_۱۹۳

ژباړه: دولت به ساتي او له حيثیته به يې دفاع کوي، تر څو خلک د ژوند په چارو کې عمل وکړای شي او په امن سره يو بل لور ته سفرونه وکړي.

څلورم واجب: اقامة الحدود ، لتصان محارم الله تعالی عن الانتهاک ، وتحفظ حقوق عباده من اتلاف و استهلاک.

ژباړه: شرعي حدود جاري کول تر څو هغه شيان چي الله تعالی حرام کړې وساتل شي او د بندګانو حقوق له ضياع او خوړلو محفوظ شي.

پنځم واجب: تحصين الثغور بالعدة المانعة والقوة الدافعة ،حتی لا يظفر الاعداء بثغرة ينتهکون بها محرما ويسفکون فيها دما لمسلم او معاهد.

ژباړه: په پوره اسبابو او لښکرو د ټولو پولو مضبوطول تر څو دښمن په کومه پوله بری ونکړي چې هلته د چا عزت لوټ کړې او يا د مسلمان او يا هغه کس چې مسلمانانو ورته امن ورکړی وي وينه توی کړې.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version