د خلافت وهم؛ د امپراتورۍ له خوبه تر سقوط پورې! شپږمه برخه

عزیز جلال

د داعش ایډیالوژي؛ د سلفي‌ګرۍ او مطلق تاوتریخوالي ترکیب

د داعشي ډلې ایډیالوژي باید د سلفیزم د افراطي تفسیرونو او منظم تاوتریخوالي زهرجن ترکیب وګڼل شي، چې په منځني ختیځ کې یې د سیاسي بحرانونو په شرایطو کې وده وکړه. دا فکري سیسټم، چې په ظاهره یې مذهبي بڼه درلوده، په حقیقت کې د واک غوښتنې او منظم تاوتریخوالي د توجیه کولو وسیله وه.

د دې ایډیالوژۍ اساس په درېیو اصولو ولاړ و: د یو ځانګړي تفسیر سره سلف صالحو ته ستنیدل، د مخالفینو پراخه تکفیر او د ایډیالونو د ترلاسه کولو لپاره د یوازینۍ لارې په توګه د تاوتریخوالي کارول. دې ناوړه مثلث د یوې ډلې فکري بنسټونه جوړ کړل، چې د اسلامي خلافت د بیا رغولو ادعا یې کوله، مګر په عمل کې د معاصر تاریخ په یو له خونړیو سازمانونو بدل شو.

د داعش لخوا د سلفیزم تفسیر د دې فکري بهير یو له خطرناکو تحریفونو څخه و، چې د دین په ظاهري بڼه ډېر ټینګار او د اسلامي تعلیماتو له پامه غورځول و. د تاریخي متنونو په غوره کولو او د پیړیو تفسیري دودونو له پامه غورځولو سره، دوی د اسلام یو ظالمانه نسخه وړاندې کړه، چې حتی ډیرو سلفي علماوو هم رد کړه. په دې افراطي نظریه کې، د جهاد، امر بالمعروف او نهی عن المنکر په څیر مفکورې د اصلي معناوو څخه لرې شوې او د جبر او تاوتریخوالي لپاره په وسیلو بدلې شوې.

داعش د ضعیفو روایتونو او خپل سري تفسیرونو په حواله، تاوتریخوالی نه یوازې جائز ګڼله، بلکې په ډیری مواردو کې یې واجب هم باله او د هغې سره هر ډول مخالفت د ایمان د کمزورۍ نښه ګڼله، د تکفیر دې میکانیزم د داعش د ایډیالوژۍ ملا تیر جوړاوه. د تکفیر د حلقې په غځولو سره، دې ډلې تقریبا ټولو اسلامي او غیر اسلامي ډلو ته د خپل لامحدود تاوتریخوالي د توجیه کولو اساس برابر کړ.

شیعه ګان، صوفیان، دروزي، مسیحیان، یزیدیان او حتی سني مسلمانان چې د دوی سره هم عقیده نه و، ټول د کافرانو او مشرکانو په ډله کې شامل شول، دې تکفیري منطق داعش ته اجازه ورکړه چې د کافرانو په وړاندې د جګړې احکامو په حواله کولو سره هر جرم توجیه کړي، په زړه پورې خبره دا ده چې په دې تکفیري چلند کې حتی نورې جهادي ډلې لکه القاعده هم راونغاړل شوه او هغوی یې د ریښتیني جهاد څخه د انحراف په تور ملامتول.

د تکفیر دا پراخه حلقه د داعش د ایډیالوژۍ ځانګړي او انحصارطلبه طبیعت ښکارندویي کوله، کوم چې د هیڅ ډول مخالف غږ زغم نه درلود، د داعش په فکر کې تاوتریخوالی یوه وسیله نه وه، بلکې پخپله یوه موخه وه. د ډیرو یاغي ډلو برخلاف، چې تاوتریخوالی د سیاسي موخو د ترلاسه کولو لپاره وسیله ګڼي، داعش تاوتریخوالی د ځواک او عظمت د نندارې په توګه ګڼله. عامه اعدامونه، سرونه پرې کول، د بندیانو سوځول او نور ظلمونه ټول د ډلې د ځواک د نندارې برخه وه، چې غوښتل یې د ویرې او ترور له لارې خپل حیثیت وساتي.

د تاوتریخوالي دا نندارې دوه اصلي موخې درلودلې: لومړی، د دښمنانو ډارول او دویم، د هغو افراطي عناصرو راجلبول، چې د داسې صحنو سره مینه لري. د داعش اند په داسې ډول جوړ شوی و، چې نه یوازې دا ډول تاوتریخوالی د غندلو وړ نه ګڼي، بلکې د تقوا او مذهبي لیوالتیا نښه هم ګڼله، دا اخلاقي بدلون د داعش د فکري وسایلو یو له خطرناکو اړخونو څخه و، چې غړو ته یې اجازه ورکوله چې پرته له کومې پښېمانۍ څخه خورا ناوړه جرمونه ترسره کړي.

د دې درېیو عناصرو ترکیب؛ سخت دریځه سلفي‌ګرۍ، پراخه تکفیر او مطلق تاوتریخوالی، د وژنو یوه داسې لړۍ پیل کړه، چې له اوږدې مودې راهیسې یې منځني ختیځ نیولی دی. که څه هم په فکري لحاظ کمزوری او له تضادونو ډک و، د داعش ایډیالوژي د ساده والي او پیچلو پوښتنو ته د مستقیم ځوابونو له امله ساده ذهنونو ته جذابه وه.

د مذهبي احساساتو د ناوړه ګټې اخیستنې او د عصري رسنیو هوښیارانه کارونې سره، د ایډیالوژي وکولی شوه زرګونه کسان په ټوله نړۍ کې راجلب کړي، مګر په پای کې، دې محدودې او وچې ایډیالوژۍ داعش د پراخ ټولنیز بنسټ ترلاسه کولو مخه ونیوله او بالاخره په خپل تاوتریخوالي کې ډوب شو، نن ورځ، د داعش د خپل‌سري خلافت له نړېدو وروسته، د دې ایډیالوژۍ میراث له ویجاړۍ، وژنې او کرکې پرته بل څه نه دی.

Exit mobile version