د خلافت مدعیان د اقصی پر قضیه ولې چوپ دي؟

له څه باندې یوې اوونۍ راهیسې د اسراییلو او فلسطیني مسلمانانو ترمنځ جګړه روانه ده. جګړه د حماس د نظامي څانګې کتائب القسام په بېساري عملیاتو سره پیل شوه او دا دی یوه نیمه اوونۍ وروسته لا هم روانه ده. اسراییلي اشغالګرو یې په ځواب کې د غزې پر تړانګه وحشیانه بمبار پیل کړی او زرګونو مسلمانانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د اسراییلو او فلسطیني مسلمانانو جګړې د داعشي خوارجو اصلي څېره نوره هم بربنډه کړه. د نړۍ ټولو جهادي تنظیمونو له فلسطیني مسلمانانو ملاتړ اعلان کړی خو داعشي خوارج، چې ځان د اقصی جومات یوازیني وارثین او د امت صادقین ګڼي، د ملاتړ اعلان څه چې په تېرو لسو ورځو کې حتی په خپلو رسمي اعلامیو کې د فلسطین او اسراییلو د لفظ یادونه هم نه ده کړې.

تمه وه چې داعشي خوارج به خپل رسمي دریځ د خپلې اوونیزې په سرمقاله کې روښانه کړي، خو د النبا د تیرې اوونۍ په سرمقاله کې د فلسطین هیڅ یادونه نه وه او له مسلمانانو سره د مرستې په اړه عمومي خبرې پکې شوې وې. ځینې آنلاین خوارج، چې ځان په دې قضیه کې پړ ورته ښکاري، ډېر کوښښ کوي چې دې یوې پاڼې لیکنې ته د غزې له وضعیت سره تړاو ورکړي او خلکو ته ثابته کړي چې مجهول الهویة رهبري یې رښتیا هم د مسلمه امت د قضایاوو او اعضاوو په غم کې ده.

آیا د فلسطین قضیې عام داعشیان دې ته اړ کړي چې ځان ته په دروغو د تسکین ورکولو پرځای پر خپل منهج عمیق نظر واچوي او د امت د یوې مهمې قضیې (مسجد اقصی) په تړاو د خپلې رهبري د چوپتیا علت ځان ته معلوم کړي؟ د داعشي خوارجو رهبري ځکه د اقصی پر قضیه چوپه ده چې دوی هلته مسلمان او مجاهد نه ویني، ډېر وختي یې لا حماس (چې د فلسطین تر ټولو برجسته مبارزه ډله ده) تکفیر کړې او د کافر په سترګه ورته ګوري. دوی ته د اقصی د ساتنې لپاره د مبارزې کوونکي مجاهد او یوه اسراییلي یهودي ترمنځ هیڅ توپیر نه ښکاري، حتی خوشحالیږي چې یهودیان د فلسطین مجاهدین وځپي ځکه د دوی په نزد د ”مرتد“ وژل تر اصلي کافر څو چنده ثواب لري.

د داعشي خوارجو منهج دومره افراطي او د اسلام له چوکاټه وتلی دی چې په نړۍ کې له خپلې ډلګۍ پرته بل مسلمان نه ویني. دوی په دې ښه پوهیږي که د بیت المقدس د آزادۍ لپاره له روانې مبارزې ملاتړ اعلان کړي، په خپله فتوا له اسلامه ووځي.

د داعشيانو د مجهول الهویة رهبري، چې ټول اصل و نسب یې په ابو او قریشي کې منحصر دی، په مزخرفو شعارونو غولېدلي ځوانان دې د فلسطین قضیې ته وګوري او ځان ته دې معلومه کړي چې ډلګۍ یې اسلام او امت ته څومره ژمنه ده او د خلافت سپېڅلی شعار یې څومره بدنام کړی دی.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version