د جدی شپږمه او د ميزان پنځلسمه؛ د دوو کبرجنو امپراطوریو د زوال پیل!

سليمان سعید
له نن څخه پوره درې څلوېښت کاله وړاندې پر همدې ورځ (د جدی په شپږمه) شوروي ځواکونو زموږ پر ګران هېواد يرغل وکړ او د خپلو روزل شويو افغاني غلامانو په ملاتړ او مرسته يې دلته تر څوارلس کالو پر افغان ولس د ظلم، وحشت او استبداد سرچپه مېچنې وګرځولې او له هیڅ ناروا یې درېغ ونه کړ.
شورويانو پر ګران هېواد له مستقيم يرغل وړاندې لومړی زموږ يو شمېر هېوادوال د غلامۍ پر زنځيرونو وتړل، هغوی ته يې د دولت او منصب وعدې ورکړې او د داود خان پر خلاف يې وهڅول. هماغه ؤ چې د يوې پلان شوې خونړۍ پوځي کودتا پر مټ يې د سردار داود خان نظام نسکور کړ او د قدرت واګې يې تر لاسه کړې.
افغاني کمونستان د يو ولسي پاڅون پر مټ نه، بلکې د شورویانو په ملاتړ او د يوې خونړۍ کودتا له لارې واک ته ورسېدل، خو متأسفانه دغې کودتا ته يې د خلکو د انقلاب نوم ورکړ او بيا يې سمدستي د پرديو کمونستي افکارو د تنفيذ په موخه ګڼ فرمانونه جاري کړل.
افغاني کمونستانو ونه شول کولی چې په خپلو درواغجنو شعارونو افغان ملت کې دومره ملګري ومومي؛ چې سبا د يو پاڅون له لارې واک ته رسېدلی وای، ځکه خو يې له زوره کار واخيست.
خو حقيقت دا دی چې په زور کلي نه کيږي. افغاني کمونستانو هم د امریکا د مزدورانو په شان د يوې پردۍ او نا اشنا مفکورې له ګودره د خپل ټول هېواد د خړوبولو ارمان درلود. خو هغوی هم ناکام او نا مراده شول او دوی هم.
د کمونستانو فرمانونه او احکام هم د افغان ولس له ديني او ملي ارزښتونو او انګېرنو سره يو مخ په ټکر کې وو.
خو د واکمنۍ په نېشه مستو کمونستانو د ظلم، زور او استبداد له لارې د دغو ارمانونو د بشپړ پلي کولو لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې او په دې اړه يې هيڅ ډول درېغه ونه کړه. آن تر دې چې تش د خولې اعتراضونه يې هم نه شول زغملی، بالآخره خبره تر دې حده ورسېده چې يوازې په شفاهي معترضينو د هېواد ټول زندانونه ډک شول او بيا ډلې ډلې مړه يا ژوندي تر خاورو لاندې شول.
خو څرنګه چې د يو بشپړ او ازاد ملت زندۍ کول او د اختناق تر حده رسول امکان نه لري، هماغه ؤ چې بالآخره افغان ولس هم په ښکاره مقاومت لاس پورې کړ او د چړو او تمانچو نښتې ورو ورو ټوپکو، توپونو او بمونو ته ورسېدې.
د افغاني کمونستانو له وحشي کودتا شاوخوا یو نیم کال وروسته؛ د (۱۳۵۸ ه. ش) کال د جدی په شپږمه نېټه شوروي ځواکونو زموږ پر ګران هېواد مستقيم يرغل وکړ او د وحشت يو نوی داستان يې پرانيست.
پوره څوارلس کاله شورويان او د هغوی داخلي بړيڅي له افغان ولس سره وجنګېدل، يو نيم ميليون هېوادوال مو شهيدان شول، په ميليونو مهاجر شول او ميليونو نور بې کوره!
خو لله الحمد بيا هم ونه توانېدل چې پر افغان مسلمان ولس د مارکس او لېنن نظريې ومني. بلکې د افغانانو د برحقې مبارزې او جهاد له امله بالآخره له لوی شوروي اتحاد څخه کوچنۍ «روسيه» جوړه شوه.
شورويان او د هغوی افغاني نوکران له ډېرې سختې او شرموونکې ماتې سره مخ شول. داسې ماته يې وخوړه چې بيا يې لا تر اوسه د سر اوچتولو ځواک ونه موند.
خو له بده مرغه چې د دوی له ماتې وروسته، زموږ زخمونه لا نه ؤ ټکور شوي چې د (۱۳۸۰ھ.ش) کال د میزان میاشتې په پنځلسمه نېټه؛ ګران هېواد د يو بل وحشي يرغلګر له خوا اشغال شو. دا ځل افغان ولس له ډېرو مکارو او دروغجنو صليبيانو سره مخ شو او د تېر په څېر متأسفانه دا ځل هم زموږ ځینې هېوادوال د يو څو پيسو لپاره د خدای له دښمنانو سره يو ځای شول.
خو د تعجب ځای دا دی چې هماغه پروني برېتور کمونيستان چې پرون يې خپل بې وزله هېوادوال په دې ګناه وژل، چې ولې شوروي اتحاد ته غاړه نه ږدي او د مارکس او لېنن افکار نه مني، اوس هماغه جنابان ږيره برېت خرېيلي، سوټي بوټي د امريکايانو تر څنګ ودرېدل او دا ځل یې پر دې ګناه خپل ولس واژۀ، چې ولې د امريکايانو مخالفت کوي او ديموکراسي ته غاړه نه ږدي!
په هر صورت؛ د عقل او فکر غوښتنه دا ده چې له تېر تاريخه عبرت واخيستل شي او د راتلونکې لپاره له هغو خطراتو ځان وساتل شي چې تېر تاريخ کې بيان شوي.
لکه څرنګه چې د جدې ۶مې پسې د دلوی ۲۶مه راغله او ټول شوروي ځواکونه زموږ له ګران هېواده بېرته منفور او مغلوب ووتل، همدغه شان د میزان ۱۵مې پسې هم د سنبلې ۹مه مو هم په خپلو سترګو ولیدله. خو تفاوت دا ؤ، چې دا ځل د یرغلګرو نوکران تر یرغلګرو مخکې وتښتېدل! دیموکراسي، د بیان ازادي او ټولې شل کلنې لاسته راوړنې یې په خړو اولو لاهو شوې.
خلاصه دا چې د (۱۳۵۸ھ.ش) د جدې شپږمه او د (۱۳۸۰ھ.ش) کال د میزان پنځلسمه په حقیقت کې د دوو لویو کبرجنو زبرځواکونو د زوال د پیل تاریخي ورځې دي.
الله تعالی دغه دواړه مغرور ځواکونه د تش لاسو افغانانو په جهاد داسې شرموونکې ماتې سره مخ کړل، چې نه یوازې په افغانستان کې مات شول، بلکې پښې یې ولړزېدې او په ټوله نړۍ کې یې هیبت ختم او کبر یې زوال شو.
دغو دواړو وحشي یرغلګرو ځواکونو د افغان ملت د نابودۍ فیصله کړې وه او هر یو یې ارمان درلود چې د تل لپاره دا هېواد د دوی مستعمره پاتې شي، خو الله تعالی د دوی د هلاکت فیصله کړې وه او دغه ستر ویاړ یې تش لاسو، خو په دین مینو افغانانو ته ورنصیب کړ. الحمدلله…
نو څرنګه چې تاریخ ثابته کړې، دغه مېړنی ولس هیڅوک نه شي برمته کولی او د نړۍ سترو امپراطوریو دغه ارمان ګور ته یووړ، نو بناءً نور باید د نړۍ هیڅ ځواک پر افغانستان د یرغل اشتباه تکرار نه کړي. د افغانستان اسلامي امارت ټولې نړۍ ته ډاډ ورکړی، چې زموږ.خاوره به د هیچا خلاف نه کارول کیږي، نو بالمقابل نړۍ هم باید موږ سره د تعامل او ډپلوماسي لاره غوره کړي، نو هم به د هغوی عزت خوندي وي او هم زموږ. خو که بیا هم څوک له تاریخ څخه عبرت نه اخلي او پر افغان مؤمن ولس د پردیو نظریو منلو خوبونه ویني، نو د شوروي اتحاد او ناټو خېلو په شان شرمنده شکستونو سره به مخ کیږي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version