د بغدادي خلافت او جهادي تنظیمونه

شپږمه برخه
صلاح الدین (ثاني)

د ایمن الظواهري په امر د غونډې جوړیدل او د ابوبکر البغدادي له خوا لغوه کیدل او نه منل د خارجیت یو ښکاره دلیل دی. د ابوبکر له ښکاره خارجیت او بغاوت سره د خیالي او جعلي خلافت ویاند ابو محمد العدناني په یوه غږیز پیغام کې ټول جهادي تنظیمونه، جبهې، امارتونه منحل وبلل او د ابوبکر البغدادي سره یې په ټولو بیعت فرض او لازمي وباله.
د شیطان دې مکار آواز د عراق او سوریې له فتنګرې جګړې څخه د فساد او جهل تورې تیارې د افغانستان او پاکستان تر دروازو راورسولي، چې په پایله کې یې له ننګرهار څخه د عبدالرحیم مسلم دوست په نامه کس له بغدادي سره بیعت وکړ او د اسلامي امارت له صف څخه یې د مجاهدینو د بېل والي هڅې پېل کړې او مسلم دوست ته هغه پخواني مجرمین، چې د اسلام له نامه څخه په استفاده یې د هر قسم رزالت څخه ډډه نه وه کړې راټول شول، ځکه چې د جعلي خلافت بنسټ له داړه مارانو، قاتلینو، غاصبینو، مجرمینو، زورواکانو، کمونستانو، خلقیانو او همداسې له جهادي تنظیمونو څخه شړل شوي غدارانو خیانت کارانو څخه جوړ وو. د پاکستان له تیرا ایجنسۍ څخه، حافظ سعید چې د پاکستان د تحریک طالبان سره وو، له بغدادي سره بیعت وکړ او د بغدادي له لوري د خراسان والي وټاکل شو او عبدالرؤف ابو طلحه چې د ګوانتنامو څخه را خلاص شوی وو، د نایب په توګه وټاکه.
معلومه وه، چې سعید له اول څخه د تحریک سره جوړ نه ؤ او د موقع په انتظار وو، خو جالبه دا ده چې سعید باید د پاکستان په خاوره کې جهاد کړی وی، له هغه ځایه راغی او د جلال اباد په جنوبي سیمو کې یې مرکزونه او کورونه جوړ کړل، چې د وخت په تېرېدو سره یې نفوذ په زیاتېدو شو او بیا یې له سیمې څخه د اسلامي امارت ټول مجاهدین راوشړل، ځکه چې دا مجاهدین ولې ځانونه د بغدادي ملېشې نه جوړ وي او وروسته یې د سیمې د هغو خلکو په وژلو او ترور پېل وکړ، چې د اسلامي امارت سره یې مرستې او یا هم نظره ول.
دلته که فکر وکړو؛ کله چې د علي رضی الله عنه په دور کې خوارجو خپلو هم نظرو ته د نهروان ځمکې ته د هجرت امر وکړ او هلته ورسېدل نو هلته د نبي علیه السلام یو صحابي اوسېده چې نوم یې عبدالله بن خباب بن الارت وو، هغه ګیر او ورته یې وویل: چې ته د الله له دین څخه مرتد شوی یې او د علي رضی الله عنه په تحکیم رضا یې.
نو سعید خوارجي هم د جلال آباد د جنوبي سیمو هغه عام وګړي چې له اسلامي امارت سره هم نظره ول ووژل.
چې تاسې ولې د اسلامي امارت په تحکیم رضا یئ او ولې له بغدادي سره بیعت نه کوئ.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version