د بغدادي خلافت او جهادي تنظیمونه

څلورمه برخه

صلاح الدین (ثاني)

 

د ابوبکر له خوا جولاني ته د بیعت مر او د جولاني انکار بغدادي ډېر اندېښمن کړی وو، خو بیا هم بغدادي جولاني ته یو فرمان ور ولېږه، چې د بشارالاسد د پوځ په شمول د سوریې د آزادۍ پوځ (جیش الحر) سره هم جګړه وکړي.

جیش الحر په سوریه کې د اسد د رژیم سره جنګیږي، د سوریې د آزادي لپاره خو د جولاني له خوا شرعي دلیل وغوښتل شو، چې دې کار بغدادي نور هم په غوسه کړ.

وروسته بغدادي د جولاني لپاره دې د دوو خبرو اختیار ورکړ.

١- چې یا به جبهة النصرة منحلوي او له منځه به یې وړي.

٢- او یا به زما ټول امرونه مني او اطاعت به کوي.

خو جولاني انکار وکړ او دواړه شرطونه یې رد کړل.

دا داسې حَساس وخت وو؛ چې امریکا د جولاني په سر لوی نعامونه ایښي وو.

خو د جعلي دولت ماشوم خلیفه (ابوبکر البغدادي) خپل ضد ته دوام ورکړ او سوریې ته یې یو استازی ولېږه، چې جولاني ته قناعت ورکړي خو جولاني انکار وکړ.

ورپسې سمدستي بغدادي بل استازی سوریې ته ولېږه او دنده یې ورته وسپارله چې د جبهة النصرة ډلې مهم غړی د جولاني څخه بغاوت ته وهڅوي او سوریې ته د تش په نوم اسلامي دولت د سرایت لپاره لاره هواره کړي.

د بغدادي استازي په سوریه کې د لیدنو او کتنو څخه وروسته، ځیني خیالي او کم فکره مشران او غړي د جبهي څخه جلا او د بغاوت په مرض یې اخته کړل.

١۔ ابو ریتاج التونسي.

۲- ابو عمر العبادي التونسي.

٣۔ ابو ضمضم الحسني المغربي.

٤۔ ابو الحجاج النواري المغربي.

٥۔ ابوبکر القحطاني.

دا پنځه واړه له جبهې څخه جلا او په خیالي دولت پسې ودرېدل.

د بغدادي د دولت مجلس شوری، چې ١١ غړي یې درلودل، ټول د بعث کمونیستي جنرالان ول.

١۔ حجي بکر د هوایي ځواک جنرال او وروسته استخباراتي افسر شو.

٢۔ ابو احمد العلواني د عراقي فوځ ضابط ؤ.

٣- ابو علي الانباري د عراقي حکومت د فرقي مسؤل ؤ.

٤۔ ابو مسلم الترکماني د عراقي حکومت ضابط ؤ.

٥۔ ابو عبدالرحمن البیلاوي د نظامي کمیسیون عضو ؤ.

٦۔ ابو مهند السویداوي د عراقي حکومت جنرال ؤ.

٧- عاصي العبیدي د عراقي حکومت د لواء مشر ؤ.

٨۔ ابو عمر قرداش په عراقي حکومت کې دنده ترسره کړي وه.

٩- ابو ایمن العراقي د عراقي حکومت ضابط ؤ.

١٠- ابو لقمان د عراقي حکومت جنرال ؤ.

١١- ابو عمر الشیشاني چیچنایي اصله د ګورجستان د استخباراتو ضابط ؤ.

دې کمونستانو مشوره وکړه، چې بغدادي باید خپله سوریې ته سفر وکړي او جولاني منزوي یعني لري کړي او ملګري یې دولت پسې ودروي.

بغدادي سوریي ته لاړ، ترڅو له جولاني سره وویني، خو جولاني له لیدنې انکار وکړ او بغدادي یې بیخي له ژوند څخه زړه توری کړ.

وروسته بغدادي د یوه فرمان له مخې جبهة النصرة منحل کړه او خِلافت یې رسمي اعلان کړ او خپلې خونړي داړې ښکاره کړې او د کمونستانو له ډلې څخه حجي بکر کمونیست یې سوریې ته ولېږه او امر یي ورته وکړ، چې د سوریي په خاوره کې له هغو جهادي ډلو سره وجنګیږي؛ چې یهودي خلافت څخه اطاعت او بیعت نه کوي.

نور بیا …

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version