د ایراني ملېشو او داعشیانو ترمنځ د پټ تړون معلومات خپاره شوي

د سوریې د بشر حقونو د څار ادارې په یوه ځانګړي راپور کې د داعشي خوارجو، د بشار الاسد رژیم او په سوریه کې د ایراني ملېشو ترمنځ د پټ تړون په هکله معلومات خپاره کړي دي.

د راپور له مخې، د داعشي خوارجو او په سوریه کې د ایراني ملېشو ترمنځ یوه هوکړه شوې وه چې له مخې به یې داعشیانو د ایراني ملېشو پر پوستو او کاروانونو برید نه کاوه او په بدل کې به یې د ایران له ملاتړه برخمنو ډلو داعش ته وسلې، نورو سیمو ته د تګ لار او استخباراتي معلومات ورکول.

په راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۲ز کال په جنوري میاشت کې د سوریې پر غویران زندان باندې د برید لپاره د زندان کوردینات او نور پټ معلومات هم ایراني استخباراتو داعشیانو ته ورکړي وو.

د یارانې پیل

د ۲۰۲۱ز کال په اپرېل میاشت کې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو مشرتابه په سوریه کې خپلې یوې ملاتړې ډلې ته په فارسي ژبه یو پیغام لېږلی و، چې په هغه کې یې غوښتنه ترې کړې وه چې د قومي مشرانو له لارې دې له داعشي خوارجو سره د مشترکو ګټو په تړاو وویني.

د امر پر ځای کولو لپاره، د دیرالزور د پوځي استخباراتو قومندان جنرال احمد ابراهیم الخلیل د شیخ علي احمد العموري په نوم په حماة ولایت کې له یوه قومي مشره وغوښتل چې دیرالزور ته ورشي او له خپل نفوذه په استفادې سره د ایران د سپاه پاسداران انقلاب او داعش ترمنځ لیدنې ته زمینه برابره کړي. شیخ علي احمد العموري تر دې وړاندې هم د داعشیانو او ایراني ملېشو ترمنځ ناستې تنظیم کړې وې.

لس ورځې وروسته، د ۲۰۲۱ز د مئ میاشتې په درېمه، العموري خپل پوځي ملګري ته وویل چې داعشیانو د مئ په ۲۰مه د کباجب او سخنة سیمې ترمنځ لیدنې سره موافقه کړې ده.

له هوکړې سره سم، په یاده نېټه مجلس ترسره شو، چې مشري یې د دیرالزور د پوځي استخباراتو قومندان کوله؛ د ایران د انقلاب ساتونکو ځواکونو په استازیتوب د الحاج دهقان په نوم کس او د داعشیانو په نمایندګي د ابو البراء په نوم کس ګډون پکې کړی و. په مجلس کې الحاج دهقان له داعشي خوارجو وغوښتل چې په دیرالزور او ورڅېرمه سیمو کې دې پر ایراني ملېشو برید نه کوي، په بدل کې به یې دوی داعشیانو ته وسلې، مرمۍ او د سوریې د ډموکراټیکو ځواکونو سیمې ته د ورتګ مصؤنه لار ورکړي.

درې اوونۍ وروسته، د ۲۰۲۱ز کال د جون په نهمه، یو ځل بیا د ایراني ځواکونو او داعشیانو ترمنځ په مخکني ځای کې غونډه وشوه. په غونډه کې ابو البراء د داعشیانو په استازیتوب یو اساسي شرط وړاندې کړ، هغه دا چې داعشیانو ته به د حسکه ښار د غویران زندان په اړه تفصیلي معلومات ورکول کیږي. ابو البراء د دې ترڅنګ له ایرانیانو ضمانت وغوښت چې غویران زندان ته په تللو لارو کې د ایرانیانو لخوا له ستونزې سره مخ نشي. د ایران استازي یې هره غوښتنه ومنله. د یادونې وړ ده، غویران زندان د سوریې د ډموکراټیکو ځواکونو تر واک لاندې دی او هغه وخت نږدې ۳۵۰۰ داعشیان پکې ساتل کېدل.

لږ موده وروسته ایرانیانو د غویران زندان، ورڅېرمه سیمو، د زندان شاوخوا پوستو او ګزمو په اړه ټول معلومات داعشیانو ته وسپارل. څه وخت وروسته، داعشي خوارج د نهر خابور سیمې له لارې غویران زندان ته ورسېدل او په لاره کې د کردي ځواکونو له پوستو تېر شول. تر عملیاتو یوه شپه مخکې داعشیان په هغه سیمه کې راټول شوي وو چې د ایراني ملېشو تر تسلط لاندې وه او په عملیاتو کې استعمال شوی موټربم هم له همدې ځایه وتلی و.

د ایراني ملېشو له لارې د ترلاسه کړو معلوماتو په رڼا کې داعشیانو د غویران پر زندان د ۲۰۲۲ز د جنوري په شلمه برید پیل کړ او په دېرشمه پای ته ورسېد. د سوریې د بشرحقونو د څار بنسټ وايي، چې له زندانه زیات شمېر داعشیان هم د ایراني ملېشو په همکارۍ تښتېدلي دي.

پر ایراني ملېشو د بریدونو کمېدل

د سوریې د بشر حقونو د څار اداره وايي چې د ۲۰۲۱ز کال له نیمايي راهیسې (یعني له کله چې ایراني ملېشې او داعشیان توافق ته سره ورسېدل) په سوریه کې پر ایراني ملېشو د خوارجو بریدونه تر پام وړ اندازې کم شوي دي. د داعشیانو د رسمي مجلې النبا ارقام، چې مبالغه هم پکې ده، پخپله د پام وړ کموالي ته اشاره کوي.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۲ز کال کې داعشیانو د کردي ځواکونو په سیمو کې تر ۲۰۰ زیات عملیات ترسره کړي وو؛ حال دا چې د سوریې په صحرا کې یې نږدې ۱۰۰ بریدونه کړي وو، خو یوازې په شپږو بریدونو کې ایرانۍ ملېشې د بریدونو مستقیم هدف وې. دا شپږ بریدونه هم ښايي د داعشیانو خپلسرو وسله والو کړي وي او یا هم د دې لپاره ترسره شوي وي چې عام داعشیان بدګوماني او سرکشي ونکړي.

داعشي خوارج خپل هغه ټول مخالفین تکفیروي چې له دښمن سره یې د مصلحت او اړتیا پر بناء یو نه یو ډول مذاکرات کړي وي، خو پخپله نه یوازې له هغو کسانو سره مذاکرات کوي چې د دوی په اند مرتدین دي، بلکې مرسته هم ترې قبلوي او د جګړې نه کولو تعاهد ورسره کوي. تر دې وړاندې هم داعشي خوارجو د سوریې له رژیم سره موافقې کړې دي، چې په تړاو به یې المرصاد په نږدې راتلونکې کې ځانګړي راپورونه خپاره کړي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version