د «انسان» په څېر ژوند که د «مؤمن» په څېر ژوند!؟

دغې پوښتنې ته د علامه اقبال (رحمه الله) ځواب:
مسلمان دوه بُعدونه لري. یو یې انساني وجود دی او بل یې ایماني.
په انساني وجود کې له نورو ټولو انسانانو سره شریک دی؛ لکه:
د نورو انسانانو په څېر دنیا ته راشي،
لوی شي،
ځوان شي،
زوړ شي،
کار پيدا کړي،
وظیفه پيدا کړي،
خپلې بشري اړتیاوې پورې کړي،
زده کړې کوي،
حکومت کوي،
لنډه دا چې په دغه وجود کې، دی د طبیعي سننو او آدابو تابع دی او د دې له پاره چې ځانگړی نوم، ځانگړی لباس او ځانگړی ملیت لري؛ د طبیعت له نظام نه نه مستثنی کېږي؛ بلکې دی هم د بشري ټولنې له امواجو څخه یو موج بلل کېږي.

که چېرته یو مسلمان یوازې په همدغه عمومي وجود باندې بسنه وکړي او یوازې د یوه «انسان» په څېر ژوند وکړي؛ نو دی به یو کمزوری او فاني موجود وي، چې د ستر څښتن په نزد[په بلې دنیا کې] هومره ارزښت نه لري؛ کله چې له دنیا لاړ شي؛ د ده مرگ به د بشري نړۍ له پاره کومه ضایعه نه وي.

گرچه آدم بر دمید از خاک و گل
رنگ و غم چون گل کشید از آب و گل
حیف اگر در آب و گل غلطد مدام
حیف اگر برتر نپرد زین مقام

خو «ایماني» وجود بیا دا مانا، چې مسلمان فرد د یوه ځانگړي رسالت لېږدونکی دی، چې هماغه د انبیاوو رسالت دی؛ دی به په ځانگړو اصولو او عقایدو باندې ایمان لري او د مخصوص هدف له پاره به ژوند کوي. په دغه بُعد کې، دی یو «سِر» دی، د حق له «اسرارو» څخه او یوه پایه ده د نړۍ له پایو څخه. که مسلمان فرد وجود و نه لري؛ هغه د انبیاوو رسالت به څنگه شي؟

د مسلمان شتون د لمر او سپوږمۍ په څېر لازم دی.
نسلونه او ملتونه به متقرض شي، آبادیانې او ودانۍ به له منځه ولاړې شي، خراب ځایونه به آباد شي، دولتونه او حکومتونه به وپاشل شي، تمدنونه به بدلون ومومي؛ خو دی به هماغسې ثابت او استوار پاتې وي.

واقعي مسلمان، مادي مظاهرو ته اصلاً ارزښت نه ورکوي. تل په نړۍ کې خپل رسالت ته متوجه وي، دغه د حق سړی، د ژوند د بدلېدونکو شرایطو او حالاتو پر وړاندې ثابت او کلک ولاړ وي. نور خلک به خپلو گټو پسې او هغه طرف چې مادي باد لگېږي، حرکت وکړي.

مسلمان هغې ونې ته ورته دی، چې ریښه یې په ځمکه او ښاخونه یې آسمان کې وي،
واقعي مسلمان څنگه وپېژنو؟

دا یې نښې دي:
ایمان او یقین لري، شجاعت او روحي قدرت نه برخمن وي، د ډارنو او بزدلو انسانانو ترمنځ پېژندل کېږي، خالص توحید پالي، قناعت او زهد یې ښکاره خویونه دي، په نفس اعتماد او ایثار یې لوړ صفات باله شي، د زور او زر د خاوندانو په کیسه کې نه وي.
د اقبال په وینا، مسلمان د دې له پاره نه دی، چې په ټولنه کې ذوب شي او هر لور ته چې بشري کاروان خوځېږي، دی هم هغه تعقیب کړي؛ بلکې دی باید د تمدن او نړۍ د بدلانه په لاره کې قدم واخلي. هرکله چې ټولنه فاسده شوه، دی یې پر وړاندې مسؤول دی[موږ د اسلام په قاموس کې د غیر مسؤول کلمه نه لرو.]. د ده وظیفه ده چې حق افشا کړي او اصلاح راولي. دی وايي: مؤمن د علم زړه دی او حق خبره یې قانون دی. هر کله چې مسلمان خپل ارزښت وپېژني، اوضاع به یې په خوښه بدله شي.
– استاد سید ابوالحسن علي حسني ندوي(رحمه الله) په خپل کتاب (روائع اسلام، ۵۸ – ۵۹) کې د اقبال پورتني نظریات رانقل کړي دي.

لنډه تبصره:
زموږ علماء کرام وايي، چې الله تعالی د کافرانو د خیریه کارونو عوض هم ورکوي؛ البته په دې دنیا کې، چې هغه به د ژوند د ښه والي او دنیوي برکتونو په څېر وی، خو اصلي خبره دا ده، چې فرضاً موږ ۷۰ یا ۸۰ کاله ژوند کوو، څومره ښه خبره به وي، چې دا او هغه دواړه ترلاسه کړو، داسې ژوند غوره کړو چې هم مو دنیا ښایسته شي او هم مو دین! خپل ارزښت، مسؤولیتونه، مقام او رسالت درک او تشخیص کړو.
پای

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version