خوارجو د مسلمانانو په وړاندې همېشه له افراطیت او سخت دریځۍ څخه کار اخیستی، دوی په هره زمانه کې د مسلمانانو د حکومتونو په وړاندې مزاحم واقع شوي او د خپل باطل فکر د ترویج لپاره یې له هېڅ ډول ویجاړۍ او بې ثباتۍ مخ نه دی ګرځولی.
د دوی لاسونه د عثمان رضی الله عنه، علي رضی الله عنه او د زیاتو نورو صحابه و، تابعینو، تبع تابعینو، علماوو او مجاهدینو په وینو سره دي او لاهم د أمت د یوځای والي په مخ کې خنډ واقع شوي دي.
که تاریخ وګورو کوم زیانونه چې أمت ته خوارجو رسولي دي، صلیبیانو او عیسویانو ممکن نه وي رسولي. د اموي، عباسي خلافتونو او بېلابېلو اسلامي دورو پر مهال د خوارجو تورې پر ځای د دې چې د اسلام د دښمنانو څټونه ووهي د مسلمانانو په وینو رنګ شوې دي.
د اندلس له فتحه کولو وروسته تقریبا تر (١٣٨ هـ ق) کال پورې هلته مسلمانانو په عادي حالت کې قرار درلود، هېڅ ډول بې ثباتي او بې امني نه وه موجوده او خلکو د خپل ژوند چارې په نورمال شکل مخکې وړلې.
په اندلس کې د اسلام د عظمت مراندې دومره مظبوطې وې چې د هېڅ دوښمن تورو اثر نشوای ورباندې کولی؛ خو په (١٣٨ هـ ق) کال کې د مسلمانانو د خپلمنځي اختلافاتو له کبله هغه خوارج چې له شام څخه اندلس ته په پټه راغلي وو په دې فکر کې شول، تر څو بربریان چې د یوسف بن عبدالرحمن فهري له ظلم څخه په تنګ شوي و ورخپل کړي او هغوی د اسلام له صحیح ډلې څخه افراطیت او سخت دریځۍ ته سوق کړي.
مؤرخین لیکي؛ د خوارجو د افراطیت او سخت دریځۍ هڅې دومره ګړندۍ وې چې په دې وخت کې نږدې و، په اندلس کې اسلام په کُلي ډول له منځه ولاړ شي.
خوارجو د اندلس مخور او لایق علماء کرام له صحنې وویستل او د خلکو د را خپلولو لپاره یې په ډول ډول فتنو لاس پورې کړ، لیکن د څه وخت په تېریدو سره د ستر غازي د عبدالرحمن ابن معاویه بن هشام الداخل رحمه الله “چې په اندلس کې د اموي کورنۍ وروستی واکمن وو” په ورتګ سره د خوارجو او ورته نورو فتنو مخه ونیول شوه او اسلامي ټولنه او اندلس د خوارجو له فتنې نجات وموند.