د المرصاد ازاده او خپلواکه ویب پاڼه پر لیکه شوه

د ټیکنالوژۍ په معاصر پیر کې رسنۍ/ میډیا د اولس غږ، حقایق، دریځونه، د روانو جریاناتو اړوند هر اړخیز معلومات، لوړې او ژورې، پټې او ښکاره دسیسې او پوښل شوې پلانونه د هرې لارې په پرتله له خلګو سره په غوره توګه شریک کولای شي، او په ځانګړې توګه د نړۍ نظامونه د خپلو انګیزو، پالیسیو او سیاستونو د مدیریت لپاره له خواله رسنیو، اطلاعاتو او تبلیغاتي جګړې څخه اعظمه استفاده ترسره کوي.

المرصاد په افغانستان کې د اشغالګرو له ماتې او اسلامي نظام له قیام وروسته شرایطو ته په کتو د افغانانو له اسلامي عقیدې، روان او فکر څخه د دفاع په موخه د یوې قوي دستګاه د رامنځته کولو هوډ کړی تر څو د ګران هیواد نوی قشر د اسلام او هیواد د دښمنانو له شومو دسیسو، په مختلفو بڼو کې تراشل شوې مهرې، استخباراتي څیرې او د موسادي پلانونو له واقعیتونو څخه باخبره او مصؤن پاتې شي او په فکري برخه کې یو قوي دفاعي ځواک رامنځته کړي.

د المرصاد تګلاره

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version