د المرصاد ادارې د سمعي او بصري څانګې ځانګړې ویب پاڼه «میقات» پر لیکه شوه.

المرصاد ادارې د «میقات» په نامه د سمعي و بصري موادو لپاره نوې ویب پاڼه خلاصه کړه.

په دې ویب پاڼه کې به د المرصاد سره تړلي ټول سمعي و بصري مواد خپریږي. همدا راز په میقات کې د تېر شل کلن اشغال په وړاندې د جهادي مبارزې پر مهال ترتیب شوي سمعي و بصري ټول مواد موندل کیدای شي.

د اصداراتو په سلسله کې د مشهورو سټوډیو ګانو( الامارة، الهجرة، منبع الجهاد او داسې نورو… ) ټول اصدارات په منظم شکل میقات ویب پاڼې ته اپلوډ کیږي او د لیدونکو لپاره به په اسانۍ د لاس رسي وړ وي.

میقات ویب پاڼه د ترانو لپاره هم هم ځانګړې برخه لري، چې په مختلفو ژبو به پکې ترانې او اناشید موندل کیدلای شي.

د یادونې وړ ده چې میقات به د سمعي و بصري موادو له پلوه نوره هم غني کیږي او له هره اړخه به د مینوالو تنده خړوبوي. ان شاءالله

 

لینک: https://miqath.com/

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version