د القاعدې جهادي تنظیم په ځوابي برید کې د خوارجو مهم قومندان لقمان وژل شوى

د القاعدې سره تړلې څانګې جماعت نصرت الاسلام والمسلمین د مالي هيواد په بولیکیسي سیمه کې د داعش د ساحل ولایت لپاره یو مهم مشر لقمان وژلی دی.

لقمان د جولای په 26مه د جماعت نصرت الاسلام والمسلمین په مراکزو د ناکام برید رهبري کولو وروسته په ځوابي برید کې وژل شوى دى.

نوموړي د داعشیانو د ساحل ولایت لپاره د مالي مسؤل په توګه کار کاوه

هېره دي نه وي چي په ياد برید کې د ګڼ شمېر نورو داعشیانو د وژل کېدو تر څنګ په لسګونه ميله سپکه او درنه وسله د القاعدې مجاهدينو لاس ته لوېدلې ده.

 

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version