د افغانستان او چین ترمنځ روابط له تعامل څخه د رسمیت لور ته وخوځيدل

رحمت الله فیضاند ۲۰۲۳ کال د سپتمبر ۱۳مه په کابل کې د افغان حکومت د وزیرانو شورای ریس د چین د نوي سفیرجاو شینګ باور لیک د یولړ خاصو مراسمو په ترڅ کې په داسي حال کې ومانه چي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سر پرست وزیر مولوي امیرخان متقي هم حضور در لود .د باور لیک د سپارلو پر مهال د چین نوي سفیر ویلي چي چین د افغانستان استقلال ، خمکنۍ بشپړتیا او د پرېګړو استقلالیت ته بشپړ احترام او درناوی لري او د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاس وهني پالیسي نه لري او نه هم غواړي چي افغانستان د خپل نفوذ ساحه و ګرځوي، ده دا هم ویلي چي په تیرو دوو کالو کې د اقتصاد، امنیت د تامین ترڅنګ، فساد، جرایمو او نشه یې توکو سره د مبارزي په برخه کې زیات پرمختګونه را منتځه شوي دي. باورلیک څه دی او د چا لخوا چا ته صادریږي؟باورلیک هغه رسمي لیک دی چې د یو هیواد د لومړي شخصیت (معمولا ولسمشر) لخوا د دوهم هیواد لومړي چارواکي ته لیکل کیږي چې د هغه په وسیله په دوهم هیواد کې خپل سفیر معرفي کوي او د هغه د واکونو حدود ټاکي.د چین د نوي سفیر له لوري د افغان دولت لومړي مقام ته د باور لیک سپارل د افغان دولت د لومړي مقام له منظوري څخه دا جوتیږي چې د چین حکومت د افغانستان اسلامي امارت د رسمیت پیژندني پر لور آهسته آهسته ګامونه پورته کوي. په دې اساس ویلی شو چي د افغانستان او چین ترمنځ ديپلوماتيکې اړیکې لوړې کچي ته پورته شوي دي. افغانستان او چین د دوو ګاونډیو هیوادونو په توګه، نږدې 92 کیلومتره ګډه پوله سره لري. چين تل هڅه کړې چې له نورو هېوادونو سره خپلي اړيکې په خاص ډول په اقتصادي ډګر کې پرمختګ ورکړي. په دې اساس د شلمې او ٢١مې پېړۍ د چين د پرمختګونو تاريخ ته له کتنې څخه څرګندېږي چې د بهرنيو تعاملاتو په برخه کې د دغه هېواد د چلند او فعاليت منطق اقتصاد محور دی. دا هغه پالسي ده چي نوي افغان حکومت هم غوره کړې ده او غواړي چي په تعاملاتو کې خپلو اقتصادي ګټو ته اولویت او ارجحیت ور کړي چي دا ډول پالیسي د افغانستان او چین د روابطو په غښتلتیا کې خورا آخیز ناک تمامېدلی سي.چین یو له هغو هېوادونو څخه دی چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او په افغانستان کې د یوه جامع حکومت د جوړېدو پلوی دی. په افغانستان کې د اسلامي امارت په رامنځته کیدو سره، چین له افغانستان سره د اړیکو د پراخولو په موخه، پر اقتصادي او بشري مرستو سربیره، د دواړو هیوادونو د متقابلو همکاریو د لیوالتیا څرګندونه کوي. دغو روابطو ته په کتو سره سړی حکم کولی شي چي چین به لومړنی هیواد وي چي د تعامل له کرښي د رسمیت پیژندلو لور ته و خوځیږي.

#image_title
ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version