د افراطي خوارجو جاهلانه منطق

لیکوال: ابن عمر المیداني

کله چې په ۲۰۱۴ کال کې د امريکايي خلافت اعلان شو، سمدستي يې مشر ( بغدادي ) راڅرګند شو، او ويل يې چې امير بايد ښکاره وي، له مجاهدينو او رعيت څخه پټ نه وي، که امير پټ وي او خلکو ته ځان ونه ښايي هغه شرعي امير نه شي کيدلی. په همدې پلمه يې زموږ امير المؤمنين باندې نيوکه کوله چې دا ځکه شرعي امير نه شي کيدلی چې له خلکو پټ دی ( البته ددوی په ګمان ).
تل به يې په رسنيو کې د بغدادي انځورونه ښکته او پورته کول او پر موږ به يې اعتراضونه کول، چې له همدې امله ډيرو ناپوهه مسلمانانو هم پرې باور وکړ او د دوی په دجل کې ګير راغله چې وروسته سخت پښيمان ول.
خو نن د دواعشو هماغه خبره پر دوی حجت او دليل دی، کله چې بغدادي له صحنې ويستل شو، ورپسې د ابو ابراهيم الهاشمي په نوم مجهول النسب سړی راغی، چې نه چا وليد او نه يې چا وينا واوريده او نه يې رعيت ته ( خپلو کسانو ته ) ځان وښوده.
ورپسې يو بل مجهول النسب سړی د ابو الحسن الهاشمي په نوم صحنې ته راويستل شو، چې هغه هم له خپلو داعشيانو پټ وساتل شو بيا ورپسې يو بل مجهول النسب سړی د ابو الحسين الحسيني په نوم راغی چې خپله يې تر اوسه داعشيان نوم هم نه پيژنې ليدل، څهره، غږ او وينا خو يې لاپريږده.
دواعشو په هغه وخت کې د امير له پاره څرګنديدل د خلافت رکن ښوده، ويل يې پرته له څرګند امير څخه شرعي خلافت ناقص وي، او پر همدې يې ډير دليلونو ويل، خو اوس نه پوهيږم چې هغه دلايل ورڅخه ورک شوي دي او که تغير په کې راغلی دی؟!
خو حقيقت دادی چې ددوی نه امير شرعي وه او نه يې خلافت شرعي دی.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version