خوارج چې د تاریخ په اوږدو کې يې همېشه مسلمانانو ته نه جبرانېدونکی نقصان رسولی؛ چې کله هم راپورته کېږي نو د امت غوره خلګ د دوی له لاسه په شهادتونو رسول کېږي، لکه څرنګه چې روایاتو کې راځي “یقتلون خیار المسلمین”.
علامه ابن حجر رحمه الله فرمايي:
أَمَّا الْخَوَارِجُ فَهُمْ جَمْعُ خَارِجَةٍ أَيْ طَائِفَةٍ وَهُمْ قَوْمٌ مُبْتَدِعُونَ سُمُّوا بِذَلِكَ لِخُرُوجِهِمْ عَنِ الدِّينِ وَخُرُوجِهِمْ عَلَى خِيَارِ الْمُسْلِمِينَ.
ژباړه: خوارج جمع د خارجة ده، دا یو قوم دی چې بدعتیان ګڼل کېږي او خوارج ځکه ور ته وايي چې د دین څخه ” د دین له صحیح فهم” وزي او د غوره مسلمانانو پر خلاف را وزي.
یادونه: د طاغوتیانو په وړاندې، چې په کومو محاذونو باندې مجاهدین مسلح فعالیتونه او جهادونه کوي، نو بعضي خلګ هغه مجاهدینو ته خوارج وایي؛ نو دغه تعریف چې ابن حجر رحمه الله کړی، په دې مجاهدینو نه صادق کېږي، ځکه مجاهدینو د خیار المسلمین په وړاندې خروج او قیام نه دی کړی، بلکې د کفر د غلامانو او د کفري قوانینو د محافظینو په وړاندې یې جهاد پېل کړی.
بله دا چې مجاهدین د دین څخه نه دي وتلي؛ هغوی خو د دین نفاذ غواړي، د دین څخه خوارج وتلي دي، چې دا يوه بدیهي او ښکاره خبره ده.
د “الخوارج عقیدة و تاریخ وحاضر” نومي کتاب په ۲مه صفحه کې ليکوال د خوارجو په اړه داسې لیکي:
فقط ظهرت بوادرها في زمن رسول الله صلى الله عليه وسلم، عندما طعن عبدالله ذو الخويصرة التميمي بقسمة رسول الله صلى الله عليه وسلم وقال فيها -ولبئس ما قال-: هذه قِسمة ما أُريد بها وجه الله .
وقال أيضاً، إعدل يا رسول الله، فقال الصادق الأمين: (ويلك، إن لم أعدل فمن يعدل؟)
ثمّ قال فيه: يخرج من ضئضئ هذا قوم تحقرون صلاتكم إلى صلاتهم وصيامكم إلى صيامهم يمرقون من الدين كما يمرق السهم من الرمية. أنظر كامل القصّة في البخاري ومسلم.
أمّا من حيث كونها فرقة لها تجمّع وعقائد وشوكة، فقد ظهر هذا بعد التحكيم الذي حدث بطلب منهم (وكانوا في جيش عليّ رضي الله عنه وأرضاه وطالبوه بالتحكيم) بين عليّ ومعاويةرضوان الله عليهم جميعاً، ثمّ قاتلهم عليّ رضي الله عنه حتّى كان قتله رحمه الله ورضي عنه على أيديهم الخبيثة.
ژباړه: د خوارجو اول تېغ د نبي علیه السلام په زمانه کې په هغه وخت کې راښکاره شو، چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم غنیمت تقسیماوه، نو عبدالله ذو الخویصره نعوذ بالله د نبي علیه السلام په تقسیم اعتراض وکړ؛ چې دا ستا وېش د الله تعالی د رضا مطابق نه دی.
اې د الله رسوله انصاف وکړه! نو نبي علیه الصلوة والسلام ورته وفرمايل؛ تباه شې، چې زه انصاف نه کوم نو څوک به انصاف کوي او بیا نبي علیه السلام وفرمايل؛ چې د ده په سلسله کې به داسې خلګ پېدا کېږي، چې د هغوی د لمونځونو او روژو مقابله کې به تاسو خپل لمونځونه او روژې کمې او کمزورې ګڼئ، خو د دین نه به داسې وزي لکه غشی چې د ښکار نه وزي.
البته په داسې ډلیېزه توګه، چې دوی یوه منظمه ټولګه وي او خپل عقائد، شان و شوکت ولري، دوی په داسې شکل کې د هغه تحکیم نه پس وجود ته راغلل؛ کوم تحکیم چې د دوی په غوښتنه شوی و، دوی د علي رضي الله عنه په لښکر کې وه او د علي رضي الله عنه نه یې د ده او د معاویه رضي الله عنهما ترمنځ د تحکیم مطالبه وکړه او بیا يې د علي رضي الله تعالی عنه سره جنګ وکړ؛ تر دې چې علي رضي الله تعالی عنه هم د دوی د خبیثو لاسونو څخه په شهادت ورسېد.
نو د خوارجو اصطلاح یا د خوارجو نوم کوم نوی نوم نه دی، بلکې دا زوړ نوم دی؛ د ټولو نه وړاندې په دې باندې نبي کریم صلی الله علیه وسلم تلفظ کړی وو او فرمايلي يې و؛ چې: (الخوارج کلاب النار) درې ځلې یې په دغه کلماتو باندې تلفظ فرمايلی و، چې خوارج د جهنم سپي دي.
دغه شان نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي و: (هم شرار الخلق عند الله) د الله تعالی په آند؛ خوارج په ټول مخلوق کې ضررناک او شرير خلګ دي، بل روایت کې راځي چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (أولئک لهم النار) د دغه خوارجو لپاره جهنم دی.
علامه شوكاني رحمه الله د نیل الاوطار د اووم جلد په ۱۸۷ صفحه کښ فرمايي:
بَابُ قِتَالِ الْخَوَارِجِ) هُمْ جَمْعُ خَارِجَةٍ: أَيْ طَائِفَةٍ، سُمُّوا بِذَلِكَ لِخُرُوجِهِمْ عَنْ الدِّينِ وَابْتِدَاعِهِمْ أَوْ خُرُوجِهِمْ عَنْ خِيَارِ الْمُسْلِمِينَ.
ژباړه: خوارج د خارجة جمعه ده، دوی ته خوارج ځکه وايي؛ چې د دین د صحیح فهم څخه وتلي دي او بدعت یې اختیار کړی دی، يعنې د اهل السنة والجماعة، سلفو یعنې صحابه کرامو، تابعینو، تبع تابعینو او أئمه مجتهدینو چې دین څرنګه فهم کړی او تشریح کړی دی؛ دوی د هغه تشریح او فهم څخه خلاف دي او بدعت یې کړی دی او خروجهم عن خیار المسلمین” د غوره خلګو څخه دوی وزي.
په فتح الباري کې ابن حجر رحمه الله فرمايي:
وَكَانَ بن عُمَرَ يَرَاهُمْ شِرَارَ خَلْقِ اللَّهِ إِلَخْ.
ژباړه: ابن عمر رضي الله تعالی عنه به دوی په ټول مخلوق کې تر ټولو بد خلګ ګڼل؛ ځکه د کافرانو متعلقه آیاتونه یې په مسلمانانو چسپول.
وَصَلَهُ الطَّبَرِيُّ فِي مُسْنَدِ عَلِيٍّ مِنْ تَهْذِيبِ الْآثَارِ مِنْ طَرِيقِ بُكَيْرِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ الْأَشَجِّ أَنَّهُ سَأَلَ نَافِعًا كَيْفَ كَانَ رَأْيُ بن عُمَرَ فِي الْحَرُورِيَّةِ قَالَ كَانَ يَرَاهُمْ شِرَارَ خَلْقِ اللَّهِ انْطَلَقُوا إِلَى آيَاتِ الْكُفَّارِ فَجَعَلُوهَا فِي الْمُؤْمِنِينَ قُلْتُ وَسَنَدُهُ صَحِيحٌ وَقَدْ ثَبَتَ فِي الْحَدِيثِ الصَّحِيحِ الْمَرْفُوعِ عِنْدَ مُسْلِمٍ مِنْ حَدِيثِ أَبِي ذَرٍّ فِي وَصْفِ الْخَوَارِجِ هُمْ شِرَارُ الْخَلْقِ وَالْخَلِيقَةِ.
(خوارج په انسانانو او حیواناتو کې د ټولو نه بد تر دي).
وَعِنْدَ أَحْمَدَ بِسَنَدٍ جَيِّدٍ عَنْ أَنَسٍ مَرْفُوعًا مِثْلَهُ وَعِنْدَ الْبَزَّارِ مِنْ طَرِيقِ الشَّعْبِيِّ عَنْ مَسْرُوقٍ عَنْ عَائِشَةَ قَالَتْ ذِكْرُ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الْخَوَارِجَ فَقَالَ هُمْ شِرَارُ أُمَّتِي يَقْتُلُهُمْ خِيَارُ أُمَّتِي.
(خوارج زما په امت کې شریره طبقه ده او زما د امت غوره طبقه به يې وژني).
وَسَنَدُهُ حَسَنٌ وَعِنْدَ الطَّبَرَانِيِّ مِنْ هَذَا الْوَجْهِ مَرْفُوعًا هُمْ شَرُّ الْخَلْقِ وَالْخَلِيقَةِ يَقْتُلُهُمْ خَيْرُ الْخَلْقِ وَالْخَلِيقَةِ وَفِي حَدِيثِ أَبِي سَعِيدٍ عِنْدَ أَحْمَدَ هُمْ شَرُّ الْبَرِيَّةِ وَفِي رِوَايَةِ عُبَيْدِ اللَّهِ بْنِ أَبِي رَافِعٍ عَنْ عَلِيٍّ عِنْدَ مُسْلِمٍ مِنْ أَبْغَضِ خَلْقِ اللَّهِ إِلَيْهِ.
( د الله په خپل مخلوق کې تر ټولو زیات د الله بدي اېسي). وَفِي حَدِيثِ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ خَبَّابٍ يَعْنِي عَنْ أَبِيهِ عِنْدَ الطَّبَرَانِيِّ شَرُّ قَتْلَى أَظَلَّتْهُمُ السَّمَاءُ وَأَقَلَّتْهُمُ الْأَرْضُ.
(د زمکې په سر او د اسمان لاندې تر ټولو بدتر مقتولین دوی وي).
وَفِي حَدِيثِ أَبِي أُمَامَةَ نَحوه وَعند أَحْمد وبن أَبِي شَيْبَةَ مِنْ حَدِيثِ أَبِي بَرْزَةَ مَرْفُوعًا فِي ذِكْرِ الْخَوَارِجِ شَرُّ الْخَلْقِ وَالْخَلِيقَةِ يَقُولُهَا ثَلَاثًا وَعند بْنُ أَبِي شَيْبَةَ مِنْ طَرِيقِ عُمَيْرِ بْنِ إِسْحَاقَ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ هُمْ شَرُّ الْخَلْقِ.
خوارج په ټولو زنده سرو کې بدتره مخلوق دی، ځکه چې دوی د ارتداد او تکفیر په نوم د مسلمانانو وینه تویوي، نو د مسلمان تکفیرول او وژل ډېر لوی جرم دی.
حدیث کې راځي، نبي علیه السلام فرمايي: عن ابن عمر رضي الله عنهما قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: إذا قال الرجل لأخيه يا كافر فقد باء بها أحدهما فإن كان كما قال وإلا رجعت عليه. (متفق علیه)
ژباړه: کله چې یو څوک خپل ورور مسلمان ته ووايي:
چې اې کافره! نو اخته کېږي په دې کفر باندې یو د دې دواړو نه؛ که چيرې رښتیا کافر وي، خو صحیح خبره یې وکړه او که کافر نه وي نو دغه ویونکی خپله کافر کېږي، یعنې دغه خبره هغه ویونکي ته واپس راګرځي.
همدارنګه د مسلمانانو وینه ډېره محترمه ده، دې کې ډېر احتیاط په کار دی، حدیث کې راځي، نبي علیه السلام فرمایي:
أول مایٌقضَی بین الناس یوم القیامة في الدماء.
ژباړه: په ورځ د قیامت به تر ټولو اوله فیصله د ناحقه وینې په باره کې کېږي.
دغه شان نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمايي:
اِنّ من ورطات الامور الّتي لَا مخرج لمن أوقع نفسه فیها سفک الدم الحرام بغیر حلّه.
ژباړه: یو د هغه هلاک کونکو کارونو څخه چې یو انسان یو ځل خپل ځان پکښې وغورځوي او بیا ور څخه د وتلو څه لار نه وي؛ بغیر د کوم شرعي جواز نه حرامه وینه تویول دي.
نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي:
لوأَنَّ أَنّ أهل السماء و أهل الأرض اشترکوا في دمِ مؤمنٍ لأَکَبّهم الله في النار.
ژباړه: که د ټولو آسمانونو او ځمکې والا د یو مؤمن مسلمان په قتل کې شریک شول، نو بیا به هم الله تعالی خامخا دغه ټول پړمخې دوزخ ته غورځوي.
“أفمن زيّن له سوء عمله فرأه حسنا” د دغه آیت په تفسیر کې علامه ابو حفص الحنبلي رحمه الله لیکي: فقال قتادة: منهم الخوارج الذین یستحلون دماء المسلمین و أموالهم.
ژباړه: چې د داسې خلګو د جملې څخه خوارج هم دي، چې د مسلمانانو وینه او مالونه ځان ته روا بولي.
نور بیا…