د جهادي غورځنګونو په وړاندې د داعش افراطي دریځ! دوهمه او وروستۍ برخه

عبود بلخي

#image_title

۴:- د حماس جهادي غورځنګ په وړاندې دریځ:

د داعش په اند حماس یوه تروریستي ډله او له اسلام څخه لرې غورځنګ دی او حکومتولي یې د اسلام له کامل دین سره اړخ نه لري، دوی له حماس جهادي غورځنګ سره خپل مخالفت آن تقریباً له ٢٠١٥ م کال څخه هغه مهال را پیل کړ، کله چې داعشیانو په غزه کې د څو حماس پلوو کسانو سرونه پرې کړل او ویې ویل چې دوی له “اصلي اسلام” څخه اوښتي دي.

دوی په خپلو تبلیغاتي پیغامونو کې پر حماس نیوکې کړې او هغوی یې د “کافرانو دوستان” بللي دي، د داعش له نظره، حماس په نړیواله توګه یوه خپلواک اسلامي خلافت ته ژمن نه دی او د فلسطین د مسئلې حل د دوی له هدفونو سره په ټکر کې دی، په داسې حال کې چې حماس اوس هم د بیت المقدس او فلسطیني خاورو په آزادۍ کې له یهودو سره عملاً جګړه کې ښکېل دی.

٥:- د تحریک طالبان پاکستان په وړاندې دریځ:
د داعش او تحریک طالبان پاکستان (TTP) تر منځ اړیکې ډېری وختونه د تضاد او دښمنۍ پر بنسټ ولاړې دي، داعش د تحریک طالبان په څېر ډله په اسلامي نړۍ کې د خپل کنټرول او نفوذ لپاره یوه سیاله ډله ګڼي او هڅه کوي چې خپله نظریه او خپل نظام په سیمه کې پراخ کړي.

دوی (داعشیان) خپل ځانونه د نړیوال خلافت په توګه پېژني او د یوه نړیوال اسلامي حکومت د جوړولو ادعا کوي، برعکس تحریک طالبان پاکستا په ځانګړي ډول په پاکستان کې د اسلامي حکومت د جوړولو لپاره مبارزه کوي او د ملي موخو لپاره فعالیت کوي، دا توپیر د دواړو ډلو ترمنځ بنسټیز نظریاتي تضاد رامنځته کوي، ځکه چې داعش یوازې خپله نظریه برحقه ګڼي او نورې ډلې کمزوري او منحرفه بولي.

٦:- د الشباب په وړاندې د داعش دریځ:
داعش او الشباب د یوه او بل په وړاندې سیالانه دریځ لري، الشباب چې په صومالیا او ختیځه افریقا کې فعاله ډله ده د القاعده سره تړاو لري، په داسې حال کې چې داعش ځان د یو نړیوال خلافت غوښتونکي ګڼي او غواړي چې ټولې اسلامي ډلې تر خپلې ولکې لاندې راولي.

الشباب د القاعده سره بیعت کړی او د هغوی په عقایدو او لارښوونو عمل کوي، په داسې حال کې چې داعش له القاعده سره پخوانۍ او پخه دښمني لري او غواړي چې الشباب یې د خلافت برخه وګرځي، دغه راز داعش په افریقا کې د خپل نفوذ د پراخولو لپاره هڅې کوي او غواړي تر څو په الشباب باندې فشار راولي چې د دوی بیعت ومني. لیکن الشباب د خپلې خپلواکۍ ساتلو ته ژمنه ده، د داعش د نفوذ او د خلافت د پراخولو پر وړاندې جدي ولاړه ده.

٧:- د انصار الاسلام په وړاندې د داعش دریځ:
داعش او انصار الاسلام یو د بل سیالان ګڼل کېږي او دا سیالي په ځانګړي ډول له هغه وخت راهیسې زیاته شوه، کله چې داعش په ٢٠١٤ مېلادي کال کې په عراق او سوریه کې خلافت اعلان کړ، له هغې راهیسې داعش هڅه وکړه چې ټولې جهادي ډلې د خپل جعلي خلافت تر چتر لاندې راولي، خو انصار الاسلام د دوی بیعت او کنټرول رد کړ او خپله خپلواکي یې وساتله.

داعش غوښتل تر څو ټولې جهادي ډلې د خپل جعلي خلافت برخه وګرځوي، په داسې حال کې چې انصار الاسلام د خپلواک فعالیت او سیمه‌ییزو اهدافو ته ژمنه پاتې ده او د داعش د خلافت د مشروعیت ادعا نه مني او ځان خپلواکه اسلامي ډله ګڼي.

دغه راز داعش یو سخت افراطي دریځ لري او د جهاد لپاره یې په زیاتره مواردو کې بې رحمانه تاکتیکونه غوره کړي، په داسې حال کې چې انصار الاسلام د دې سخت او فراطي دریځ مخالفت کوي او غواړي تر څو نرم او د اسلامي اصولو مطابق دریځ غوره کړي.

په ټوله کې داعش یوه خارجي او افراطي ډله ده، د مسلمانانو له وژلو پرته بل هېڅ کار هم نه لري، په مساجد، مکاتبو، مدارسو، بازارونو او هوټلونو کې ملکي خلک هدف ګرځوي او مالي منابع او ملاتړ یې موساد، cia او isi کوي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version