د اسلامي امارت معتدل سياست!

احمد عابد

#image_title

د اسلامي امارت معتدل سیاست!
احمد عابد

افغانستان چې له بډایه تاریخ او ژورو اسلامي او فرهنګي ارزښتونو سره تړلی هېواد دی، تل داسې سیاست ته اړتیا لري چې هم د دیني آرمانونو ساتنه وکړي او هم د نړیوالې ټولنې سره د مثبت تعامل زمینه برابره کړي.

اوس‌مهال د اسلامي امارت معتدله تګلاره په حقیقت کې د دغو دواړو اړتیاوو د توازن رامنځته کولو هڅه ده چې د شرعي اصولو او د هېواد د اسلامي هویت د ساتنې پر ټینګار سربېره؛ هڅه کوي د افغانستان سیاسي، ټولنیزې او اقتصادي ننګونې د واقعي لیدلوري له لارې مدیریت کړي، دا سیاست پر لاندې محورونو ولاړ دى:

۱:- د اسلامي ارزښتونو مراعات؛
اسلامي امارت ټینګار کوي چې ټول قوانین او مقررات د اسلامي شریعت پر بنسټ وي، د اسلامي ارزښتونو ساتنه د دې سیاست بنسټیز اصل دی چې په ټولو حکومتي او ټولنیزو اړخونو کې څرګند دی، ټول قوانین د اسلامي فقهې په رڼا کې ترتیب شوي دي او هڅه کېږي چې د قرآني لارښوونو او نبوي سنت سره هر ډول مخالفت له منځه یووړل شي.

۲:- د دیني هویت پیاوړتیا؛
اسلامي امارت د خلکو د دیني روحیې د پیاوړتیا لپاره کار کوي، دا کار د قرآني تعلیماتو، اسلامي ښوونو د ترویج او دیني زده کړو د پراختیا له لارې ترسره کېږي، دیني مدرسې او د اسلامي علومو اړوند بنسټونه د امارت په تعلیمي لومړیتوبونو کې قرار لري.

۳:- ټولنیز عدالت؛
د اسلامي امارت له نظره عدالت د اسلام یو بنسټیز اصل دی، د همدې اصل پر بنسټ، هڅه کېږي چې د ټولنې د ټولو قشرونو حقونه خوندي شي او هر ډول ظلم او تبعیض د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ منع شي.

۴:- د امنیت او داخلي نظم ساتنه؛
اسلامي امارت د دې لپاره هڅې کړې دي چې په ټول هېواد کې امنیت تأمین کړي او بې نظمي ختمه کړي، دا مسئله د خلکو او حکومت تر منځ د باور د رغولو لپاره ځانګړی ارزښت لري.

۵:- له نړیوالې ټولنې سره تعامل؛
د اسلامي امارت معتدله تګلاره ټېنګار کوي چې افغانستان باید د ګاونډیو هېوادونو او نړیوالې ټولنې سره سوله‌ییزې اړیکې ولري، د دې لپاره هڅه شوې چې د بشري حقونو، د ښځو حقونو او د دوی د زده‌کړو په اړه نړیوالو اندېښنو ته د شریعت په رڼا کې ځوابونه ورکړل شي.

له نړيوالې ټولنې سره تعامل د اسلامي امارت د سياست يوه اساسي برخه ده، چې موخه یې د دوه اړخیز درناوي پر بنسټ د اړیکو ټېنګول او د ګډو ګټو ترلاسه کول دي.

اسلامي امارت په داسې حال کې چې ملي خپلواکي ساتي او د اسلامي ارزښتونو پابند پاتې کېږي، هڅه کوي د افغانستان دریځ په نړیواله ټولنه کې له سره تعریف کړي او د نړیوال نظام په چوکاټ کې د یوه مسؤل او فعال غړي په توګه وپیژندل شي.

په حقیقت کې، اسلامي امارت خپل اسلامي هویت ساتلو ته ژمن دی او د دې مخنیوی کوي چې لویدیځ ارزښتونه په افغانستان کې په جبري توګه عملي شي.

۶:- د سیمه‌ییزو اړیکو پیاوړتیا؛
ګاونډي هېوادونه لکه پاکستان، ایران، چین او روسیه د امارت اسلامي د بهرني سیاست په لومړیتوب کې دي، البته دا اړیکې د امنیت، سوداګرۍ او د اوبو او انرژۍ د سرچینو په مدیریت متمرکزې دي.

۷:- د ملي وحدت لپاره هڅې؛
د اسلامي امارت یوه مهمه موخه دا ده چې د افغانستان د بېلابېلو قومونو او قبیلو ترمنځ یووالي ته بلنه ورکړي، تر څو کورنۍ شخړې ختمې او ملي یووالي پیاوړی شي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version