داعش یوازې کارېدونکی نوم دی

د سرلیکنې له مخې، داعش یوازې کارېدونکی نوم دی او نور دغه ډول بریدونه استخباراتي کړۍ کوي، چې آن ښځې او ماشومان هم وژني.

«لومړی؛ دا چې افغانستان لا هم د وحشي او بې رحمه ځناورو او استخباراتي کړیو د سیالۍ ډګر دی. دوی د ښځو، ماشومانو او نورو بې ګناه وګړو په وژلو سره غواړي خپل وحشت، بربریت او ځناورتوب ثابت کړي. داعش اصلا یوازې نوم دی، چې کارول کېږي، دا اصلا د سیمې او نړۍ د سترو استخباراتي کړیو کثیفې او وحشیانه لوبې دي چې د دې وطن د بې دفاع ښځو، ماشومانو او بې ګناه وګړو پر سرونو یې کوي.

دویم؛ د امریکا او طالبانو د سولې هوکړې یوازې امریکايي ځواکونه او امریکايي ګټې خوندي کړې دي. افغان وژنه هماغسې روانه ده. دې هوکړې نه طالبان، نه امنیتي ځواکونه او نه هم افغانان خوندي کړل، بلکې یوازې امریکايي ځواکونه او د دوی ګټې یې خوندي کړې. له همدې امله اوس ښکاري چې دا هوکړه د امریکا له خوا د همدې لپاره طرحه شوې وه چې دوی خوندي شي، خو په افغانستان کې جګړه، وحشت او وژنې همداسې روانې وي.

درېیم؛ که افغانان یو د بل پر وړاندې همداسې له کرکې او نفرت څخه ډکې کړنې وکړي، یو بل ته لاسونه ور نه کړي، سوله ونه کړي او افغانستان ونه ژغوري، نو نه یوازې د ښکېلو اړخونو وژنې به همداسې روانې وي، بلکې د بې ګناه ښځو، ماشومان او آن ناروغانو ژوند به هم خوندي نه وي او د داعش تر نامه لاندې به وحشي استخباراتي کړۍ، همداسې وحشتونه کوي، پر جنازه، روغتون، جومات، ښوونځي او هر هغه ځای به برید کوي چې هلته مسلمانان را ټولیږي.

څلورم؛ له بده مرغه لا هم دغو پېښو ته زموږ غبرګون احساساتي دی چې د دغو وحشتونو له مخنیوي سره مرسته نه کوي. تر هغو چې موږ د خپل ورور د وژنې او له امریکا او نورو پردیو سره د دوستۍ، تړونونو او ملګرۍ فکر او عمل ولرو، نه به وحشت ختم شي او نه به هم موږ د عزت او سرلوړۍ ژوند ولرو. د امریکا دوستۍ او د خپل ورور سره دښمنۍ نه په تېره کې حکومت ته ګټه رسولې او نه به یې هم اوس ورسوي.»

د مسیر په باور، خلک باید پوه کړل شي چې داعش نه‌شته او دغه پروژه یوازې امریکايي ده، چې په دلته پرې ملکي خلک وژني.

«اوس پکار ده چې موږ سترګې پرانیزو، دغو وحشتونو ته مناسب غبرګون وښيو، نور د ستونزو د حل لپاره اساسي فکر او کار وکړو. موږ باید د داعش او نورو په نومونو تېر نه وځو، ځکه واضح ده چې داعش د چا پروژه ده او موخه یې څه ده. ټول افغانان باید درک کړي چې له امریکا سره ملګري، تړون او همکاري یوازې وحشت او جنایت زیاتوي او ټول افغانان باید نور یو له بل سره له دښمنۍ لاس واخلو او په خپلو کې ټولې دښمنۍ ختمې کړو او خپل اصلي دښمن ته مخ کړو.»

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version