داعش که د امت مسلمه د ارمانونو قاتلین؟

#image_title

تقریباً له نن څخه سل کاله مخکې د امت مسلمه د عظمت لمر چې د خلافت عثماني په شکل کې وو ولوېد او بیا په لسګونو کلونو مسلمانان د ظلم، وحشت او یرغلونو په تور تم کې وو.

که څه هم چې په لومړیو کې یې د خلافت د بیا اعادې لپاره په مختلفونو ځایونو کې کوشش وکړ خو دا چې د استعمارګرانو او یا د هغوی د تالي څټو قوت زیات وو، د مسلمانانو دا ارمان تر سره نشو او هغه خلک په تدریجي ډول له منځه یوړل شول.

ورو ورو غربي داړمارانو د مسلمانانو اذهان داسې په خپل واک کې واخیستل چې که هرڅومره یې په ذلت او غلامۍ کې ژوند کاوه خو بیا یې هم د حریت او ازادۍ په اړه فکر نه کاوه.

تر څو چې اتحاد جماهر شوروي په افغانستان نظامي یرغل وکړ او مسلمانانو یې په خلاف تورې (ټوپک) ته لاس کړ، د هماغې مبارزې او مقاتلې په نتیجه کې الله تعالی مسلمانانو ته یو پنځه کلن خپلواک ازاد او شرعي نظام او امارت (خلافت) ور په نصیب کړ چې ددې په لیدلو سره د نړۍ په مسلمانانو کې د تیر برم د بیا اعادې فکر پیدا شو او په ټوله اسلامي نړۍ کې د شرعي نظام لپاره قیامونه وشول.

که څه هم چې په افغانستان د امریکا، د هغوی د متحدینو او د داخلي اجیرانو په ملاتړ امارت اسلامي ړنګ شوی وو خو د دې د بیا اعادې لپاره په ټوله دنیا کې هڅې روانې وې چې د دولة الاسلام فی العراق والشام لخوا د خلافت اعلان وشو.

د ټولې دنیا د مظلومو مسلمانانو د امید سترګې دوی ته ور اوښتې وې که څه هم چې د علم او عقل خاوندان پوهیدل چه دا خلافت علی منهاج النبوة نه دی ځکه نه پکې د خلیفه ټاکنه په علی منهاج النبوة شوې وه او نه پکې د خلافت د قیام شروط برابر وو، کوم چې اسلامي سیاست پوهانو (علماؤ) بیان او تشریح کړي دي.

دا چې غرب پلوه رسنۍ یې شپه او ورځ په مطرح کولو مصروفې وې ځکه خو یې د ناخبره مسلمانانو په زړونو کې محبوب کړل. ډېرو یې کور، مال او اولادونه پریښودل او د اسلامي نظام د بیا قیام لپاره یې د دوی (داعش) تر صفوفو ځانونه ورسول خو هغوی نه وو خبر چې د دجل او فریب په جال کې ښکیل شوي،هغوی چې د جهاد فی سبیل الله لپاره له دوی سره یوځای شوي وو، دوی د مسلمانانو مجاهدینو په خلاف وجنګول، جهادي صفوف یې ورباندې تقسیم او بعضې یې ورباندې لکه په عراق کې د انصار السنة له منځه یوړل.

هغه خلک چې د دوی په حقیقت نه وو خبر او د دوی له میډیايي پروپاګند متاثر وو، خوشبین وو چې یو ځل بیا به مسلمانان د خپل تیر (خلافت راشده، امویه، عباسیه، او عثمانیه) په شان عزت او کرامت ولري.

خو کله یې چې ورو ورو د دوی په خارجي فکر او افراطي منهج سر خلاص شو خورا زیات مایوسه او نا امیده شول، حتی د خلافت له نوم سره یې داسې حساسیت پیدا شو چې نوم اوریدل یې هم ورته خوښ نه دي. که څه هم چې خلیفه په ایاتونو کې ذکر دی خلافت په احادیثو کې مروي دی خو دې خلکو (داعش) دومره د خلکو په افکارو کې منفور کړ چې د خلافت او خلیفه له اوریدلو سره یې د دوی هغه وحشتونه، قتلونه … ذهن ته ورځي.

الله تعالی دې په افغانستان کې راغلی اسلامي نظام د مسلمانو د ارمانونو ساتندوی کړي. امین

هرماس الافغاني
Exit mobile version