داعش څه ډول په پاکستان کې خپلې ريښې ټينګوي؟

په پاکستان کې د داعشیانو را څرګندېدلو ته او دا چې څه ډول به داعش په پاکستان کې وده وکړي، يوه لنډه کتنه لرو :

پاکستاني پوځ د مختلفو وسله والو پاڅونونو پر وړاندې مختلف دريځونه لري.

د پاکستاني پوځ معامله، د کشميري جهادي ډلو سره مخامخ ده.

همدا ډول د دوی چلند د نورو لږکيو او مذهبي ډلو سره توپيرونه لري؛ په دې توګه دوی کولاى شي چې د هرې ډلې څخه بې له دې چې تماس ورسره ونيسي، په خپله ګته کار واخلي. د بېلګي په ډول د دوی چلند د مذهبي او توندلارو ډلو سره په لاندې ډول دى :

کله چې د دې ډلو له لوري په پاکستان کې بريدونه کيږي، نو په مقابل کې يې پوځ غبرګون نه ښايي، خو کله چې بيا کومه وسله واله ډله پر پوځ بريد کوي، بيا نو د پوځ له لوري يې پر وړاندې غبرګون ښکاره کيږي. د يادو ډلو سره قانوني چلند کيږي، دوسيه يې پرانيستل کيږي، غړي يې بنديانيږي، بعضې يې حتا تر شکنجو لاندې وژل کيږي؛ خو کورنيو ته يې د پوځ له لوري کوم خطر نه متوجه کيږي. حتا تر دې چې بعضي يې تر يو څو کاله بند وروسته خوشي کيږي هم. مګر هغه ډلې چې پر پوځ باندې حملې کوي؛ هغوی هم د پوځ د نمايشي حملو سره مخ کيږي، په زور له صحنو څخه ايستل کيږي، د ده د کورنۍ، مور او پلار او اولادونو څخه هم بدل اخيستل کيږي.

په تېرو لسیزو کي ځيني مخالفې ډلې د همدا ډول برخورد سره مخ شوي هم دي.

د پوځ دا ډول برخورد د پاکستان جغرافيايي وضعیت ته په کتو سختېدلی او نرم کيدلاى هم شي. د بيلګې په توګه په پنجاب ايالت کې که کومه ډله سر را پورته کوي، ياده ډله به تر فشار لاندې راځي او سخته به ځپل کيږي، خو په بلوچستان ایالت کې که د مخالفو ډلو سره په ښکاره ډول که مرسته هم نه کېده، خو ځپل شوي هم نه دي، او ويل کيږي چي د خفيه کسانو له لوري مرسته هم ورسره کېدله تر څو امريکا او نړيوالو ته دا په نظر ورکړي، چې په بلوچستان ايالت کې ګواښ يوازې د بلوڅ مقاومت نه؛ بلکه د نورو توندلارو جهادي ډلو ګواښ هم موجود دی. د دې موخو د ترلاسه کولو لپاره د مرګ د ډلې په نامه د شخصي ملېشې مشر شفيق منګل د دې نورو مخالفو ډلو ملاتړ کوي.

د APS پر پوځي ښوونځي باندې د بريد وروسته مخالفي ډلې خورا وځپل شوې.

هغه وسله والې ډلې چې پر پوځ يې بريد تر سره کاوه له پښو وغورځول شوې، خو هغه ډلې چې تمرکز يې پر شيعه ګانو و؛ مهلت ورکړل شوى دى. او داعشي خوارج چې په پاکستان کې يوازې د ډلو ټپلو سره د لاس اچولو جرأت کوي؛ د پاکستاني پوځ په پاليسۍ، روح او روان باندې ډېر ښه خبر دي، دوی په دې ډېر ښه پوهيږي که چیرې دوی په پاکستان کې پر سياسي ډلو بريدونه کوي، او يا هم پر شيعه ګانو بريدونه کوي او آن که د پوليسو آفسرانو وه ګريوان ته هم لاس واچوي، بيا هم په پاکستان کې د اوسېدلو ځای پيدا کولی شي او خپل دې ډول عملياتو ته دوام ورکولی شي.

پاکستانى پوځ د خپل دُښمن سره هميشه په يادو شويو چلندونو باندې مشهور دى.

حسن عسکري چي يوازينی جرم يې د پوځ مشر ته د يوه ليک ليکل و، د حزب التحرير وياند نويد بټ، عمران رياض خان او يا هم د دوی په ډول د هر مسلک اشخاص که د پوځ واک ته خنډ شي نو دوی ته بيا د يو ګواښ په سترګه کتل کيږي او د تحریک طالبان پاکستان په ډول چلند ورسره کيږي.

پاکستاني داعشیان د پوځ په همدې کمزورۍ ډېر ښه پوهيږي او د مسلمانانو د دوکه کولو لپاره د پوځ د همدې پاليسۍ څخه ګټه پورته کوي.

د پاکستان د پوځ مشران هم په دې تمه دي چي نړۍ به په دې نامه چې په پاکستان کې د داعشیانو ګواښ مخ پر زياتېدو دی، د دې جګړې ملاتړ وکړي او د پاکستان سره به له مختلفو لارو مرستې وکړي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version