داعش له موله تر ننګرهاره(۲۶برخه)

قاري سعید خوستی
د داعش ۱۱ شبهې او د هغې جوابونه
یادونه: د دواعشو هغه شبهات چې دوی يې خپلو اتباعو ته ورپیچکاري کوي، تر څو خپل باطل فکر په دوی اومني؛ ځینې یې هیڅ علمي آړخ نه لري خو ځینې یې علمي آړخ لري او هغوی چې له نبوي سیرته آګاه نه وي په اسانه پرې دوکه کیدلی شي. موږ دلته د دوی ۱۱ هغه شبهې ځوابوو چې علمي آړخ لري او په ځواب کې هم تر ډیره استناد په هغه کتابونو کؤو چې دوی ترې دلیل راؤړي. د بیلګې په ډول د علامه ابن تیمیة او علامه ابن القیم له مصنَّفاتو.

«اوله شبهه»
ابو محمد العدناني دوه ځایه په خپل صوتي بیان کې ویلي: زموږ منهج (تګلاره) د اده چې د لویې کناه کؤونکي ته کافر نه وایو، نو په کوم دلیل موږ ته دوی خوارج وایي؟
دلته هم ځینې دواعش وایي چې موږ خو ځکه خوارج نه یو چې لومړی خو خوارج هغه څوګ دي چې په شرعي امام یې خروج کړی وي او بل د خوارجو صفات لکه تحلیق(سرونو خرییل) مرتکب د کبیرې کافر بلل، د سارق لاس له اوږې څخه پرې کول، په حائضه د لمونځ قضایي لازم بلل او داسې نور دي چې یو هم په موږ کې نشته.
ځواب: د خوارجو په هکله چې په احادیثو کې د تحلییق او تکفیر علی الکبایر یا نور کوم علایم چې ذکر شوي دي، هغه په طریقه د حصر سره نه دي. ممکنه ده چې یو څوګ دې خارجي وي خو تحلیق دې نه کوي. او د خوارجو تعریف دا نه دی چې په مسلمان حاکم دې یې خروج کړی وي. حافظ ابن حجر لیکي: سُموا بذالک لخروجهم عن الدین، وخروجهم علی خیارالمسلمین.( دوی ته ځکه خوارج اویل شول چې دوی له دین وتلي دي او یا دا چې دوی د مسلمانانو د نیکانو له ټولي وتلي دي)«فتح الباري ج۱۲صـ۲۸۳»
امام نووي وایي: وسُموا خوارج لخروجهم علی الجماعة، وقیل: لخروجهم عن طریق الجماعة، وقیل: لقوله صلی الله علیه وسلم: یخرج من ضئضئ هذا (دوی ته ځکه خوارج ویلی شي چې دوی د مسلمانانو د غټې ډلې څخه وتلي دي او یا ځکه چې دوی د مسلمانانو د جماعت له لارې وتلي دي یا دوی ته د دې حدیث په وجه خوارج ویلی شي یخرج من ضئضئ هذا)«شرح النووي ج۷صـ ۱۶۴»
ابن کثیر لیکي: وقد تکلم الناس في کیفیة قتال هولاء التتر من أی قبیل هو؟ فانهم یظهرون الاسلام، ولیسوا بغاةً علی الامام فانهم لم یکونوا في طاعته في وقتٍ ثم خالفوه! فقال الشیخ تقي الدین (أی ابن تیمیة): هؤلاء من جنس الخوارج الذین خرجوا علی علي و معاویة ورأوا أنهم احق بالأمر منهما وهؤلاء یزعمون انهم أحق باقامة الحق من المسلمین (د تتر ـ د خوارجو هغه ډله چې د ابن تیمیة په وخت کې راڅرګند شول ـ د قتال په اړه خلک ډیر نظرونه لري چې دوی له کومې قبیلې دي؟ دوی اسلام څرګندوي، دوی باغیان نه دي چې په امام یې خروج کړی وي ځکه دوی په طاعت د امام کې نه ؤ چې بیا ترې وتلي واي. ابن تیمیة یې په ځواب کې اویل: دوی د هغه خوارجو له جنسه دي چې په علي او معاویه یې خروج کړی ؤ او دوی عقیده درلوده چې په امارت د دوی څخه ډیر حقدار دي.«البدایة والنهایة ج۱۴صـ ۲۸»
او خارجیت لپاره د تکفیر علی ارتکاب الکبایر عقیده ضروري نه ده. امام ابو الحسن الأشعري وایي: والخوارج الذین خرجوا علی أمیر المؤمنین علي بن أبي طالبٍ والصحابة – رضوان الله علیهم أجمعین- لم یکونوا ممن یعتقد القول بکفر مرتکب الکبائر کاالزنا والسرقة وشرب الخمر، وانما کفروا الصحابة بقبول التحکیم مع أنه لیس بذنبٍ أصلاً. وروسته لیکي: وأجمعوا أن کل کبیرة کفرٍ الا النجدات فانها لاتقول بذالک( هغه خوارج چې په علي او صحابهٔ کرامو رضی الله عنهم یې خروج کړی ؤ دوی دا عقیده نه درلوده چې د لویې ګناه کوونکی کافر دی لکه زنا، غلا، شرابو چیښل بلکې دوی صحابه د تحکیم په قبلولو کافران بلل سره له دې چې هغه اصلاً ګناه نه ؤ. بل ځای نوموړی وایي: دوی په دې اتفاق کړی چې د هرې لویې ګناه کوونکی کافر دی خو نجدات چې د ټولو خوارجو د سر ډله ده هغه دا عقیده نه لری.«مقالات الاسلامیین ج۱صـ۸۶»
امام ابن تیمیة لیکي: الخوارج دینهم المعظّم مفارقة جماعة المسلمین و استحلال دمائهم و أموالهم.( د خوارج لوی دین دا دی چې دوی د مسلمانانو له ټولي جدا شوي دي او د دوی وینې او مالونه حلال بولي «مجموع الفتاوی ج۱۳صـ۲۰۹؛»
بل ځای لیکي: فانهم یستحلون دماء اهل القبلة لإعتقادهم أنهم مرتدون أکثر مما یستحلون من دماء الکفار الذین لیسوا مرتدین. (دوی د اهل قبله وینه حلاله بولي ځکه د دوی عقیده دا ده چې دا ټول مرتد شوي دي. د دوی په عقیده دا نور کافران مرتد نه دي ځکه د دوی وینه دومره زیاته حلاله نه بولي. «فتاوی ابن تیمیة ج۲۸صـ۴۹۷»
د سیرت امامانو لیکلي چې خوارج یواځې هغه چاته نه ویل کیږي چې په مشروع امام یې خروج کړی وي بلکې د تاریخ په اوږدو کې خوارجو دولتونه او امارتونه اعلان کړي دی. عبدالله بن وهب الراسبي هم د خلافت دعوی وکړه او خوارجو ورسره بیعتونه وکړل، شبیب الخارجي د عبدالملک په دوره د خلافت دعوی وکړه. عبدالاعلی بن سمح المعافري د منصور په دوره کې د خلافت اعلان وکړو. معز اسماعیل بن طغتکین د پنځمې هجري پیړۍ په پاي کې د خلافت دعوی وکړه.

نوربیا………ان شاءالله

Share this:

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version