داعش له موصله تر ننګرهاره (۱۸برخه)

قاري سعید خوستی

د اوسنیو او پخوانیو خوارجو ۱۶ مشترک صفات
موږ د سیرت او تاریخ له کتابونو د پخوانیو خوارجو صفات رانقل کؤو، ستاسې مخې ته یې ږدو، قضاوت تاسې ته پریږدو چې څومره په اوسنیو خوارجو(دواعشو) تطبیقیږي.
(۱) مشابهت اوله وجه تکفیر: مسلمانانو ته د کفر نسبت کول د پخوانیو خوارجو خاص خصلت ؤ، نافع بن الأزرق د خوارجو د أزارقه د ډلې مشر ؤ. علامه مبرد او د تاریخ نورو علماؤ د ده هغه فتوی راخیستې چې د بنو هاشمو د یو غلام په سوال کې یې ورکړي وه : ﻓﺸﻬﺪ ﻧﺎﻓﻊ ﺃﻧﻬﻢ ﺟﻤﻴﻌﺎ ﻓﻲ اﻟﻨﺎﺭ، ﻭﺭﺃﻯ ﻗﺘﻠﻬﻢ: ﻭﻗﺎﻝ: اﻟﺪاﺭ ﺩاﺭ ﻛﻔﺮ ﺇﻻ ﻣﻦ ﺃﻇﻬﺮ ﺇﻳﻤﺎﻧﻪ، ﻭﻻ ﻳﺤﻞ ﺃﻛﻞ ﺫﺑﺎﺋﺤﻬﻢ، ﻭﻻ ﺗﻨﺎﻛﺤﻬﻢ، ﻭﻻ ﺗﻮاﺭﺛﻬﻢ: ﻭﻣﺘﻰ ﺟﺎء ﻣﻨﻬﻢ ﺟﺎءٍ ﻓﻌﻠﻴﻨﺎ ﺃﻥ ﻧﻤﺘﺤﻨﻪ: ﻭﻫﻢ ﻛﻜﻔﺎﺭ اﻟﻌﺮﺏ ﻻ ﻧﻘﺒﻞ ﻣﻨﻬﻢ ﺇﻻ اﻹﺳﻼﻡ ﺃﻭ اﻟﺴﻴﻒ.
ژباړه: نو نافع د دوی په آړه ګواهي ورکړه چې دوی ټول به جهنم ته ځي، د دوی وژل لازم دي، هغه اویل: دا ( د دوی د مخالفینو وطن) د کفر خاوره ده مګر څوک چې ایمان څرګند کړي، د دوی(مخالفین یې مقصد دی) ذبیحه رواء نه ده. د دوی سره نکاح رواء نه ده. له دوی میراث نه وړل کیږي. که له دوی څخه موږ ته کوم کس راغلو موږ به یې امتحان کؤو. دوی د عربو د کافرانو په څیر دي چې یوازې به ترې اسلام قبلولی شي کنه وژل کیږي به یعنې له دوی څخه جزیه نه شي قبلولی.
(الملل والنحل ج۱ص۱۱۹،الزینة لأبي حاتم صـ۲۸۴،الکامل ج۳ص۲۰۷)
غور وکړئ له اوسنیو خوارجو سره یې مقایسه کړئ، د عدناني بیانونه واؤرئ عیناً د أزرق کلمات کاروي.
عدناني په ۱۴۳۶هـ د رمضان په ۵ په یوه بیان کې چې نوم یې ؤ(یاقومنا أجیبوا داعي الله ) په ۱۶ دقیقه کې داسې وایې: فاحذرْ فإنك بقتال الدولة الإسلامية تقع باالكفر من حيث تدري او لاتدري. ته له اسلامي دولت سره په جنګ کولو په کفر کې واقع کیږې (کافر کیږې) که ته پوهیږې او که نه. عجیبه منطق نه دی؟ که اومنو چې دا دولت اسلامي، مشروع دولت دی نو د اسلامي دولت په وړاندې جنګ خو د شریعت په اصطلاح کې بغاوت بلل کیږي نه کفر، په داسې حال کې چې دا دولت موږ اسلامي دولت نه بولو.
(۲) د مشابهت دویمه وجه د مسلمانانو وینې تویول: تاریخ اوګورئ پخواني خوارج هم د مسلمانانو وینو ته سخت تږي ؤ. امام طبري لیکي: إنّ الخوارج لمّا خرجوا من العراق، فعدلوا إلى المداين، فجعلوا يقتلون النساء والولدان، ويبقرون بطون الحبالى، ويفعلون أفعالاً لم يفعلها غيرهم.
ژباړه: خوارج چې کله له عراق راؤوتل، مداین طرف ته متوجه شول نو دوی به ښځې او ماشومان وژل، د امیدوارو ښځو خیټې به یې څیرې کولې، داسې کارونه یې کول چې چا نه ؤ کړي.
(تاریخ الطبري ج۳ص۵۰۰)
اوسني خوارج هم وګورئ: په سوریه کې د خلافت عسکرو د محمد فاتح د کورنۍ ښځې او ماشومان هم ونه بښل بلکې په چاړو یې ذبح کړل.
(۳) دریم مشابهت د اهل الذمة وینه حلاله بلل: پخوانیو خوارجو هم د ذمیانو (هغوی چې د مسلمانانو ذمه یې منلي وي) وینه رواء بلله. د عائشة رضي الله عنها د حدیث یوه ټوټه: قالت عائشة یاإبن شداد فقد قتلهم، فقال والله ما بعث إليهم حتى قطعوا السبيل، وسفكوا الدماء، واستحلوا الذمة الخ……..(مسند احمد حدیث رقم۶۵۶،الإرواء للألباني حدیث رقم ۲۴۵۹)
اوسنیو دواعشو هم په عراق او شام کې د اهل الذمه په حق کې سخت جرایم ترسره کړل او پرته له دې چې دوی یې په وړاندې جنګ کړی وي، دواعشو یې ښځې وینځې وګرځولې.
(۴) علماؤ او د دین امامانو پسې بدرد ویل او د دوی توهینول: په پخوانیو خوارجو کې بل خاصیت د علماؤ اسقاط، د دوی سپکول، توهینول، په دوی پسې سپکې سپورې ویل ؤ. کله چې علي رض ابن عباس رض خوارجو ته ورولیږلو، حرقوص بن زهیر خپلو ملګرو ته اویل: یاحملة القرآن إنّ هذا عبدالله بن عباس من لم يكن يعرفه، فأنا أعرفه، هذا ممن نزل فيه وفي قومه ( بل هم قومٌ خصمون)(الزخرف:58) فردوه إلى صاحبه ولاتواضعوه كتاب الله.
(تاريخ الطبري ج۵ص۷۴، البدایة والنهایة ج۷ص۴۸۳، مسند امام احمد حدیث رقم ۶۵۶)
د عراق خوارج هغه علماء، د جهاد امامان په ډیرو سپکو نومونه یاد کړل چې د دوی خلافت یې شرعي ونه باله او دوی د امت لوی لوی علماء توهین او اسقاط کړل.
(۵) پنځم مشابهت د دوی تر مینځ د علماؤ نه شتون: ابن عباس رض خوارجو ته د مناظرې لپاره ورغلو او ورته یې اویل: جئتکم من أصحاب رسول الله صلی الله علیه وسلم ولیس فیکم أحدٌ منهم و من عند ابن عمٔ رسول الله صلی الله علیه وسلم وعلیه نزل القرآن وهوا أعلم بتأویله(البدایة والنهایة ج۷ص۴۸۵)
د دواعشو په صف کې له عراقه تر لیبیا له الجزایره تر افغانستانه، د دوی تر مینځ هیڅ د فتوی اهل عالم شتون نه لري او دا هغه څه دي چې ټول یې مشاهده کولی شو. منځنی ختیځ چې د علم او فضل زانګو ده هیڅ مستند، لوی عالم د دوی سره نه دی ملګری شوی.
(۶) شپږم مشابهت حداثة السن: په خوارجو کې بل مشترک صفت د دوی کم عمري ده: د الله رسول صلی الله علیه وسلم فرمایي: أحداث الأسنان (بخاري ج۲ حدیث رقم۶۹۳۰)
د اوسنیو خوارجو په صف کې به هم داسې کسان ډیر کم اوینې چې عمرونه یې له ۳۰ ، ۳۵ اوښتي وي.
(۷) اوم مشابهت یې د دوی خپل مینځ کې یو او بل په شکوکو وژل: ابو نجدة خارجي چې د دوی یو لوی مشر ؤ، د دوی له خوا اوژل شو (تاریخ الطبري ج۶ص۱۷۴)
عراقي خوارج هم په دې کار کې له دوی څخه شاته نه دي بلکې موږ مسلسل داسې خبرونه اورو چې دوی په شام او عراق کې خپل په سلګونه غټ غټ قومندانان وژلي .
(۸) اتم مشابهت د دوی د حاکمیت له خاورې سوا ټوله دنیا کفر بلل: امام ابن تیمیة لیکي: وسموا دارهم دارالهجرة، وجعلوا دارالمسلمین دار کفرٍ وحربٍ( فتاوی ابن تیمیة ۱۳ص۳۵)
عدناني په ۱۴۳۶هـ په رمضان کې پخپل صوتي بیان کې په عنوان د (یاقومنا أجیبوا داعي الله ) ؤ داسې اویل: د اسلامي دولت له زمکې سوا بله هیڅ داسې ځمکه نشته چې په هغې د الله حکم نافذ وي او هغه دې د مسلمانانو کور اوبللی شي.
(۹) نهم نقض د بیعت: پخوانیو خوارجو به چې له یوه امیر سره بیعت وکړ نو هغه به یې مات کړ: لمٔا اجتمع الخوارج في بیت زید الطائي، تدافعوا الامارة حتی رضی بها عبدالله بن وهب فقالوا هاتوها، اما والله لا آخذها رغبةً قي الدنیا ولا ادعها فرقاً من الموت فبایعوه(تاریخ الطبري ج۵ص۷۵)
اوسنیو خوارجو هم په خپلو غاړو کې د جهاد د امامانو پراته بیعتونه په ډیرو سستو دلایلو مات کړل.
بغدادي په خپل صوتي بیان کې چې عنوان یې ؤ( باقیة في العراق والشام) داسې اویل: موږ ته له یوې خوا د شیخ ظواهري حکم مخامخ ؤ له بلې خوا د الله حکم، نو موږ د الله حکم د ظواهري په حکم وړاندې کړ. خو بغدادي نه ده واضحه کړي چې هغه د ظواهري کوم حکم ؤ چې د الله له حکم سره په ټکر کې ؤ.
(۱۰) د خپل اعتقاد لپاره سست او وهمي دلایل راؤړل: ابوالعباس المبرد لوی اسلامي مؤرخ لیکي: أنٔ مرداساً ابابلال (وهو أحد الخوارج) لمٔا عقد علی اصحابه، وعزم علی الخروج، رفع یدیه وقال: اللهم إن كان ما نحن فيه حقاٌ؛ فأرنا آيةٌ، قال: فرجف البيت، وقال آخرون: فارتفع السقف؛ فذكر رجلٌ من الخوارج ذالك لأبي العالية الرياحي يُعجبه من الآية، و يُرغبه في مذهب القوم؛ فقال أبوالعالية: كاد الخسف ينزل بهم، ثم أدركتْهم نظرة الله .
ژباړه: مرداس ابوبلال خارجي چې کله د وتلو اراده وکړه او خپل ملګري یې راټول کړل، لاسونه یې پورته کړل او داسې دعا یې وکړه:
آی خدایه:که زموږ لاره حقه وي نو موږ ته یوه نښانه راوښیه، هغه وایي: چې نو کوټه په خوځیده شوه، ځینې وایې چت له کوټې څخه پورته شو، ابوالعالیة الریاحي ته یوه خارجي د دې نښانو یادونه وکړه ترڅو هغه پرې دوکه کړي خو ابوالعالیة ورته اویل: نږدې وه چې دوی په زمکه ننوتلي واي خو د الله نظر دوی بچ کړل.(الکامل في التاریخ ج ۵ص۶۴)
عیناً همدا حال د اوسنیو دواعشو دی چې د مسلمانانو په وژنه کې په داسې سستو دلایلو اتکاء کوي او دا د ځان د حقیت دلیل بولي.
(۱۱) د جهاد او علم په امامانو باندې طعن ویل: پخوانیو خوارجو به هم په علماء او د دین په امامانو پسې بدرد ویل : ابن کثیر لیکي: أنٔ ابنَ مُلجِم ﻭَاﻟْﺒُﺮَﻙُ ﺑْﻦُ ﻋَﺒْﺪِ اﻟﻠَّﻪِ اﻟﺘَّﻤِﻴﻤِﻲُّ ﻭَﻋَﻤْﺮُﻭ ﺑْﻦُ ﺑَﻜْﺮٍ اﻟﺘَّﻤِﻴﻤِﻲُّ ﺃَﻳْﻀًﺎ – اﺟْﺘَﻤَﻌُﻮا ﻓَﺘَﺬَاﻛَﺮُﻭا ﻗَﺘْﻞَ ﻋَﻠِﻲٍّ ﺇِﺧْﻮَاﻧَﻬُﻢْ ﻣِﻦْ ﺃَﻫْﻞِ اﻟﻨَّﻬْﺮَﻭَاﻥِ ﻓَﺘَﺮَﺣَّﻤُﻮا ﻋَﻠَﻴْﻬِﻢْ ﻭَﻗَﺎﻟُﻮا: ﻣَﺎﺫَا ﻧَﺼْﻨَﻊُ ﺑِﺎﻟْﺒَﻘَﺎءِ ﺑَﻌْﺪَﻫُﻢْ؟ ﻛَﺎﻧُﻮا ﻻَ ﻳَﺨَﺎﻓُﻮﻥَ ﻓِﻲ اﻟﻠَّﻪِ ﻟَﻮْﻣَﺔَ ﻻَﺋِﻢٍ، ﻓَﻠَﻮْ ﺷﺮﻳﻨﺎ ﺃﻧﻔﺴﻨﺎ ﻓﺄﺗﻴﻨﺎ ﺃﺋﻤﺔ اﻟﻀﻼﻝ ﻓَﻘَﺘَﻠْﻨَﺎﻫُﻢْ ﻓَﺄَﺭَﺣْﻨَﺎ ﻣِﻨْﻬُﻢُ اﻟْﺒِﻼَدَ………
ابن ملجم او برک بن عبدالله او عمر بن بکر سره راټول شول او ويې ویل: موږ د خپلو ملګرو له شهادت وروسته ژوند څه کؤو؟ زموږ دا شهیدان شوي ملګري د الله په لار کې د چا له ملامتیا نه ویریدل نو که موږ د خپلو ځانونو سودا وکړو او د کمراهۍ دغه امامانو ته ( چې هدف یې علي، معاویة، عمرو بن العاص رضی الله عنهم ؤ) ورشو او د مسلمانانو ښارونه د دوی نه په راحت کې کړو………… (البدایة والنهایة ج۷ص۳۶۱)
امام ابن تیمیة لیکي: واصل ضلالهم، إعتقادهم في أيمة الهدى وجماعة المسلمين أنهم خارجون عن العدل وأنهم ضالون(فتاوى ابن تيمية ج۲۸ ص ۴۹۷)
عدناني په خپل یوه غږیز پیغام کې چې عنوان یې دی (لن یضروکم الا أذی)، ابوقتادة او شیخ مقدسي ته د حمیر العلم نسبت کوي .
(۱۲) د خپلو مخالفینو ښځې وینځې بلل اګر که هغوی اهل قِبله وي هم: فالبیهسیة من الخوارج استحلت القتل والسبي علی کل حال. له خوارجو څخه د بهیسیه ډله مرییتوب او وژل په هر حال رواء بولي. ( الملل والنحل ج۱ص۱۲۶،مقالات الإسلامیین ص۱۱۶)
علامه زرکلي لیکي: فقد جاء عند الیعقوبي أن نجدة بن عامرالحنفي الحروري قد خرج في ایام ابن الزبیر بناحیة الیمامة، ثم صار الی الطایف، فوجد ابنة لعمرو بن عثمان بن عفان قد وقعت في السبي فاشتراها من ماله- بمائة الف درهمٍ- وبعث بها الی عبدالملک. نجدة بن عامر الحنفي الحروري: د خوارجو یو مشر ؤ د ابن الزبیر د خلافت په ورځو کې له هغه نه د طایف خواته لاړو، هغه د خوراجو لخوا په نیول شویو وینځو کې د حضرت عثمان بن عفان رض لمسۍ هم پیدا کړه، هغه یې په یو لک درهم واخیسته او عبدالملک ته یې ورولیږله. (الأعلام للزركلي ج۸ ص۱۰)
په عراق کې دواعشو د خپلو مخالفینو ښځې وینځې وګرځولې او په سوق النحاس کې یې خرڅې کړې او په ټویټر او نورو خواله رسنیو کې یې د هغوی عکسونه په ډير ویاړ خپاره کړل. ابوبکر شیکاؤ داعشي په رڼا ورځ د خلکو له کلیو ښځې په دې دلیل بوتلې چې دوی په انتخاباتو کې شرکت کړی او دوی مرتد شوي دي.
(۱۳) د اهل قِبله ؤ مالونه حلال بلل:کله چې خوارجو حضرت عثمان رض شهید کړ نو د هغه د کور ټول مال دوی د استحلال په عقیده لوټ کړ او ټول بیت المال یې هم له ځان سره یوړ.
( تاریخ الطبري ج۴ص۳۹۳)
نني خوارج هم د خپلو مخالفینو مالونه حلال بولي چې ښه بیلګه یې د کوټ، بټي کوټ، نازیانو، او آچین په ولسوالیو کې د مسلمانانو مالونه او څاروي غنیمت بلل ؤ.
(۱۴) قیاس کول: پخوانیو خوارجو به هم قیاس کولو علامه ابن حزم لیکي: إنّ الخوارج المتقدمون يستدلون بقتال الصديق في قتال الردة، على جواز مقاتلة اهل القبلة، وقالوا: إن هذا كما فعله ابوبكر بأهل الردة.
بل ځای نوموړی لیکي: انهم اشد الناس عملا بالقیاس
ژباړه: پخوانیو خوارجو به هم د اهل قبله (مسلمانانو) په وژلو کې د ابوبکر صدیق په قتال دلیل نیولو او په هغې یې قیاس کولو.( الملل والنحل ج۱ص۱۱۶)
په ټویټر کې یوه داعشي په خپل دیوال داسې لیکلي ؤ: له رسول الله ص وروسته خلافت د مرتدینو په وژلو قایم شو نن به هم خلافت د مرتدینو په وژلو قایمیږي. دوی اوس هم د مسلمانانو په وژلو کې د ابوبکر صدیق له قتال څخه استدلال کوي او په هغې قیاس کوي.
(۱۵) د اصلي کافرانو څخه د مسلمانانو وژل مهم بلل: امام طبري د بهلول قیصه داسې بیانوي: ﻗَﺎﻝَ ﺑﻬﻠﻮﻝ: ﻧﺒﺪﺃ ﺑﻬﺬا اﻟﻌﺎﻣﻞ اﻟﺬﻱ ﻗَﺎﻝَ ﻣﺎ ﻗَﺎﻝَ، ﻓﻘﺎﻝ ﻟﻪ ﺃﺻﺤﺎﺑﻪ: ﻧﺤﻦ ﻧﺮﻳﺪ ﻗﺘﻞ ﺧﺎﻟﺪ، ﻓﺎﻥ ﺑﺪﺃﻧﺎ ﺑﻬﺬا ﺷﻬﺮﻧﺎ ﻭﺣﺬﺭﻧﺎ ﺧﺎﻟﺪ ﻭﻏﻴﺮﻩ، ﻓﻨﻨﺸﺪﻙ اﻟﻠﻪ اﻥ ﺗﻘﺘﻞ ﻫﺬا ﻓﻴﻔﻠﺖ ﻣﻨﺎ ﺧﺎﻟﺪ اﻟﺬﻱ ﻳﻬﺪﻡ اﻟﻤﺴﺎﺟﺪ، ﻭﻳﺒﻨﻲ اﻟﺒﻴﻊ ﻭاﻟﻜﻨﺎﺋﺲ، ﻭﻳﻮﻟﻲ اﻟﻤﺠﻮﺱ ﻋﻠﻰ اﻟﻤﺴﻠﻤﻴﻦ، ﻭﻳﻨﻜﺢ ﺃﻫﻞ اﻟﺬﻣﺔ اﻟﻤﺴﻠﻤﺎﺕ، ﻟﻌﻠﻨﺎ ﻧﻘﺘﻠﻪ ﻓﻴﺮﻳﺢ اﻟﻠﻪ ﻣﻨﻪ ﻗَﺎﻝَ:
ﻭاﻟﻠﻪ ﻻ ﺃﺩﻉ ﻣﺎ ﻳﻠﺰﻣﻨﻲ ﻟﻤﺎ ﺑﻌﺪﻩ، ﻭﺃﺭﺟﻮ ﺃﻥ ﺃﻗﺘﻞ ﻫﺬا اﻟﺬﻱ ﻗَﺎﻝَ ﻟﻲ ﻣﺎ ﻗَﺎﻝَ ﻭﺃﺩﺭﻙ ﺧﺎﻟﺪا ﻓﺎﻗﺘﻠﻪ، ﻭﺇﻥ ﺗﺮﻛﺖ ﻫﺬا ﻭﺃﺗﻴﺖ ﺧﺎﻟﺪا ﺷﻬﺮ ﺃﻣﺮﻧﺎ ﻓﺄﻓﻠﺖ ﻫﺬا، ﻭﻗﺪ ﻗَﺎﻝَ اﻟﻠﻪ ﻋﺰ ﻭﺟﻞ: «ﻗﺎﺗِﻠُﻮا اﻟَّﺬِﻳﻦَ ﻳَﻠُﻮﻧَﻜُﻢْ ﻣِﻦَ اﻟْﻜُﻔَّﺎﺭِ ﻭَﻟْﻴَﺠِﺪُﻭا ﻓِﻴﻜُﻢْ ﻏِﻠْﻈَﺔً» ، ﻗﺎﻟﻮا: ﺃﻧﺖ ﻭﺭﺃﻳﻚ ﻓﺄﺗﺎﻩ ﻓﻘﺘﻠﻪ.
ژباړه:بهلول خارجي چې کله د خالد د وژلو اراده وکړه نو ویې ویل: لومړی باید د خالد دا نماینده اوژنو، خو ملګرو ورته اویل: چې که موږ دا اوژنو نو خالد به خلاص شي، هغه سړی چې جوماتونه ړنګوي، او ګرجې او د یهودانو عبادتځایونه جوړوي، هغه له مجوسانو سره مولاة کړی، او ذمیانو ته مسلمانې ښځې په نکاح ورکوي، نو موږ به هغه اوژنو او الله به مو ترې په راحت کې کړي، …………….
(تاریخ الطبري ج۷ص۱۳۰)
پورته عبارت اوګورئ او بیا د خوارجو ویاند عدناني صوتي بیان هم واؤرئ کوم فرق به پکې محسوس نه کړای شی.
(۱۶) د ائمه ؤ او عالمانو لپاره بد لقبونه کارول: کان الخوارج یسمون الخلیفة الراشد، عثمان (النعثل) والراسبي یسمی علیاً (الجاحد) من شدة بغضه له. خوارجو به حضرت عثمان رض ته نعثل او علي رض ته جاحد ویل(البدایة والنهایة ج۱۰ صـ۳۰۷،۲۸۲،۵۹۱)
نعثل په مصر کې یو اوږدې ږیرې والا احمق سړی ؤ چې په عربو کې د هر هغه انسان چې احمق وي او ږیره یې اوږده وي، ویل کیږي (تکملة المعاجم العربیة ج۱۰ص۲۵۲)
د ابومسیلمة العدناني بیان چې عنوان یې دی (قل للذین کفروا ستغلبون) واؤرئ: نوموړی په ۱۶ دقیقه ۱۰ ثانیه کې د شیخ ظواهري په آړه داسې وایي: وإن سفاهة الشيخ لا حلم بعده:وإن الفتي بعدالسفاهة يحلم:
په دې اشعارو کې عدناني په وار وار ظواهري ته د سفیه(احمق) نسبت کړی.
د نینوی ولایت اعلامي مکتب یوه ویډیو خپره کړې چې پکې یې امیر المؤمنین ملا منصور ته د عمیل او طاغوت القاب کارولي.
موږ په وروسته لیکنو کې د دواعشو تنقیدونه څیړو چې دا تنقیدونه علمي دي او که منبع یې واشنګټن پوسټ او نیویارک ټایمز دی او د هغه استخباراتي کړیو له لورې واردیږي چې تیر ۱۴ کاله امارت ورسره په جنګ تیر کړل؟

نوربیا…….. ان شاءالله

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version