داعش ــ مقاومت يو ناکام ائتلاف! وفي الله سحر

#image_title

څه وخت مخکې مې په خبرونو کې ولوستل، چې د ایران حکومت د مقاومت ډلې څلور تنه بغاوتګر له داعش سره د همکارۍ په تور نیولي دي، دا لومړی ځل نه دی؛ چې د جبهه مقاومت ډلې او داعشي خوارجو اړیکې په ډاګه کېږي، بلکې تر دې وړاندې په بار بار داسې پیښې شوي، چې د داعش او مقاومتي باغیانو تر منځ یې د ژورو اړیکو په شتون دلالت کاوه.

لکه د ټاکنو د کمپاین پر مهال، د اشرف غني د لومړي مرستیال امرالله صالح هغه وینا چې وایي:
د ملي امنیت زندانونو ته پاکستاني مستنطقین راغلي وه، چې له زندانیانو یې استنطاق وکړ، بیا وروسته معلومه شوه؛ چې د ملي امنیت یاد زندانونه په اصل کې د داعشې خوارجو میلمستونونه وه.

د داعشي خوارجو او مقاومتي باغیانو اړیکې هغه مهال په منظم ائتلاف بدلې شوې؛ چې اسلامي امارت له فتحې وروسته، په ډیر کم وخت کې دغه دواړه دښمنان وځپل او فعالیتونه یې صفر ته را کښته کړل، که موږ تاسې تاریخ مطالعه کړو؛ په اسلامي او غیر اسلامي نړۍ کې به داسې ائتلافونه ډیر کم پیدا کړو، چې بریا ته تر رسېدو وړاندې یا د بري له ترلاسه کولو وروسته؛ نه وي پاشل شوي.

دا ځکه چې ائتلاف مشترکو ارزښتونو ته ضرورت لري، یا که مشترک نه وي؛ خو د ښکیلو غاړو ارزښتونو ته باید جدي درناوی موجود وي.

داعش _مقاومت ائتلاف؛ هغه ائتلاف دی، چې تر دې مهاله لا د ناکامۍ نښې او زیري له ځانه سره لري، إن شاء الله په ډېر نږدي وخت کې به د دې ائتلاف د له منځه تللو او په تاوتریخوالي د بدلېدو تماشه وکړو.

هغه ټکي چې د دې تش په نوم ائتلاف د پاشل کېدو زیري ورکوي؛ په لاندي ډول دي:

۱:- داعش او مقاومت د سپیڅلې نبوي تګلارې (اهل السنة والجماعة) سره په داسې ډول خلاف دي، چې هیڅکله به ور سره یوځای نه شي، داعش تر اهل السنة د پورته طبقې؛ افراط پیروان دي او مقاومتیان تر اهل السنة د ښکته طبقې؛ تفریط لارویان دي، نو په همدې توګه د افراط او تفریط تر منځ یو ځای والی، لکه څنګه چې په تېر کې ناممکن و؛ همداسې به په حال او راتلونکي کې هم ناممکن وي.

۲:- داعشیان د خپلې افراطي عقیدي پر اساس؛ هغه کسان چې د دوی مخالفت کوي، مرتد بولي؛ خو مقاومتیان د عقیدي په نامه څه نه پیژنې او ټول وخت د نړیوالو کفارو (یهود او عیسویان) په مرسته خپل فعالیتونه ترسره کوي.

نو که چیرې په راتلونکي کې داعشیان د مقاومت سره د ائتلاف په اساس؛ د یهودیانو مرستې ته لاس اوږدوي، نو دا د دوی د اصلي څهرې ډیر واضح او آسانه بربنډوالی دی، چې هیڅ خوځښت دومره په آسانه خپله مبارزه تر پوښتنې لاندي نه را ولي؛ نو په همدي اساس داعش مجبور دی، چې خپلې اړیکې له مقاومت سره قطع کړي.

۳:- داعش په ټوله نړۍ د خلافت قایمولو ادعا کوي، مګر مقاومتیان غواړي؛ پر یوه محدوده جغرافیه خپل حکومت وچلوي نو ځکه که دوی بریالي هم شي؛ له بریا وروسته به ډېر ژر د یوه او بل په وړاندي سنګر ونیسي، ځکه د دواړو د ګټو تر منځ په پراخه کچه توپیر شتون لري.

پورته مواردو ته په کتو ویلای شو؛ چې د داعش _ مقاومت ائتلاف یوازي او یوازي له اسلامي امارت سره د مخالفت په اساس رامنځته شوی، چې نور هیڅ داسې څه نه لري چې د دي ائتلاف د بقاء او دوام ضمانت وکړي.

ابو جلال
Exit mobile version