داعش د ﺯوال په لور

درېیمه برخه

طاهر احرار

 

د داعش مرکز چېرته دى؟

د داعش مشران په پرله پسې ډول له منځه ځي، دا د دې ظالم سازمان لپاره یو نوی ګذار دی، د یو نیم کال په موده کې، دې سازمان خپل درې مشران له لاسه ورکړل.

داعش ډلې د خپل پخواني مشر ابو الحسین الحسیني القرشي د وژل کیدو له تائید وروسته، د خپل پنځم مشر د ټاکلو اعلان وکړ.

دا ځل داسې خليفه چې پخپله د سازمان عناصرو ته هم معلوم نه دی. دا هغه چل دی چې داعش یې د خليفه د ساتلو په هڅه کې د امکان په توګه کاروي، ترڅو د هغه هویت څرګند نه شي او امير ونه پېژندل شي، حتى د ساﺯمان غړي یې هم ونه پېژني او د خندا وړ خبره خو لا دا ده، چې د داعش نوي ویاند ابو حذیفه الانصاري وویل: د امير لپاره دا اړینه نه ده، چې د تنظیم عناصرو او عامو خلکو ته وپیژندل شي، بلکې د هغه لپاره دا کافي ده، چې د اهل حل والعقد لخوا وټاکل شي.

په عراق او سوريه کې په داعش نظر لرونکي ماهرين وايي؛ چې اوس د سازمان مرکزي کیدل نه معلوميږي او مرکزيت يې پای ته رسیدلی دی او یو ډول اداري جلاوالی لري. یو سازمان په عراق او بل په سوریه کې شتون لري، له بلې خوا خپلواکه رهبري نلري، يواﺯې ګومان کیږي، چې د شوراګانو پخپل مينځ کې فقط په ځینو مسایلو کې همغږي موجوده وي. پخوا د داعش واک له عراقيانو سره وو او اوس د داعش ستر او عمومي مشرتابه په سوریه کې شتون لري او عراقیانو تر ډېره حده دا کنټرول له لاسه ورکړى.

اوس په داعش کې یو طرﺯ موجود دی، چې له عراقي ډلې څخه خلیفه او د سوریې له ډلې څخه د رسنیو ویاند ټاکي.

د رسنیو ویاند یوازې د رسنیو دندې نه ترسره کوي، بلکې د سازمان د خلیفه د مرستیال په توګه ټاکل کیږي، ترڅو د عراقي مشرانو او د دوی د سیالانو ترمنځ یو ډول توازن موجود وي.

په 2020 کال کې له سوريې څخه عراق ته د عمومي قوماندې د لېږدولو غوښتنه شوې وه، خو د سوريايانو لخوا په کلکه رد شوه،

اوس په عراق کې داعش يواﺯې محدودې سيمې په لاس کې لري او دغه ډله د سقوط په حال کې ده.

دا ټولې نښې نښانې دا ثابتوي، چې دغه فتنه، ورو ورو د ختمېدو په حال کې ده. ان شاءالله

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version