داعش د یهودي استعمار دوهمه نړیواله فتنه

الحاج استاذ بیانزی
ټولې وحشي حملې د دهشتګرو اشغلګرو، بلیک واټر، داعشي، اربکي، دوستمي، حزبي او داسې نورو وحشي ډلو او ملیشو له خوا ترسره کیږي، د کابل د وړمې ورځې وحشی او خونړی برید یې ښه بیلګه وه چه په مټ یې د هیواد هم مذهبي کرکو زیږولو او خپرولو ته لمن ووهلو او هم یې د طالب مجاهدینو د لاسلیک شوي توافق بې باوري زیږولو او یا د راتلونکې بین الافغاني سولې مخه نیول وو.

دا ډله د البغدادي په مشرۍ «له اوله دستوري او که په بیه رانیول شو؟» سوریه کې د امریکایي پلان ګذارۍ او قوماندې له مخې له سلفیانو جوړه شوه، لومړۍ یې پرې د النصر جهادي جبهه یا القاعده وځپله او له هغه وروسته یې د عراق او سوریې تر منځ یې بل نوی مساوي، موازي او هر اړخیز پیاوړی هیواد جوړ کړ.

د کوم هدف لپاره؟
نظم نوین جهاني «دجالي یهودي استعمار» د نړیوال حکومت تاسیسولو، اسلامي نړۍ تسخیرولو او الهي نظام مخنیوي لپاره لومړۍ د جورج بوش دوره کې د سپټمبر یوولسمه جوړه او وکارول شوه چې له امله یې په افغانستان او عراق بریدونه ترسره او هغوی یې په ډیر وحشت اشغال او غلامې ادارې یې پکې وټومبلې.

بارک اوباما د عربو د پسرلي «خزان» د ایجادولو په جریان کې د داعشیانو دوهمه لویه نړیواله فتنه وزیږوله او وکاروله. چې په مټ یې په اسلامي نړۍ او منځني ختیځ کې د الهي نظام مخه نیول،  مسلمانان  دهشتګر او اسلام یې نړیوالو ته د تروریزم دین معرفي کړو او له هغه وروسته به نړیوال حکومت تاسیسوي چې په مټ یي مظلوم بشریت قانوني استثمار او غلامان جوړ کړي.

د ۹/۱۱ فاجعې له جوړولو او کارولو وروسته  د امریکا عمومي پالیسي دا وه چې د القاعده سره به هر چیرې چې وي محوه کوي او تر اخري کچې دشمني به ورسره پالی، مګر سوریه کې بیا دا پالیسي بدله شوه یعنې د النصر د جبهې سره چې د القاعده یوه عمده څانګه وه  د بشار الاسد په ضد هر اړخیزې او علني مرستی شروع کړی، په دې اړه چې [ یو بام او دوه هوا ] تر عنوان لاندې مو څو لیکنې په همدې پاڼه کې نشر شوې چې د کاسې لاندی نیم کاسې ته پکې اشاره شوې وه.

هغه د یو بام او دوه هوا پالیسي نتیجه بالاخره د البغدادي تر مشرۍ لاندې د داعشي وحشي ملیشو زیږونه او کارونه وه چې د سوریې او عراق تر منځ یې د داعش تر کنترول لاندې بل نوی موازي هیواد تاسیس کړو بازسازي یې مسلمان وژنه وه.

د داعشي ملیشو جوړولو او کارولو عمده موخې:
د سپټمبر له یوولسمې وروسته  بله لویه نړیواله فاجعه د داعشي ملیشو جوړولو فتنه وه، په ډیر دقت پلان ګذاري او ډیره سرمایه ګذاري پرې شوی وه، د نړۍ ټولې یهودي فتنې تصادفي نه دي، ددې فتنې عمده موخې به لاندې ډول دي:

لومړۍ: د منځني ختیځ «د دوه قبيلو» د شاوخوا مسلمانانو د ویشلو، ځپلو او الهي نظام د پیاده کولو مخ نیول.

دوهم: د ایراني شیعیانو او د سعودي عیاشانو تر منځ د حکومتي لویې جګړې پیښول.

دریم: منځني ختیځ کې د اسراییلو د بلې نوې متحده اضلاع جوړول.

څلورم: په داعشي وحشتو د اسلام، مسلمانانو، جهاد، مجاهدینو او په مجموع کې د الهي نظام  بدنامول.

پنځم: له داعشیانو د ښکاري سپو په شان استفاده کول او تعقیبول.

شپږم: په مجموع کې د ټول مظلوم بشریت په خوښه او یا په زور استثمارول.

اووم: په داعشي ملیشو، د النصر او طالب مجاهدینو په شان د نورو رښتينو جهادي ډلو ځپل او محوه کول.

اتم: د جهاد نمایي یونیفورم په اغوستلو او خلافت نمایي شعارو زمزمه کولو د اسلامي امت وژل، بې عفته کول او استثمارول.

نهم: د لاعلاجو او ساري ناروغیو په شان به اسلامي نړۍ او مظلوم بشریت کې سرتاسری ویره، دهشت او بی باوري حاکمول چې له امله به یې مظلوم بشریت د یهودي استعمار رحم او کرم ته په سجدو پریوتل، د عامه سولی او امنیت فضا په دایمي ګډوډیو او بې امنیو بدلول او داسې نور او نور.

تر هغې چې مسلمانان رښتوني او په الله ج توکل ولري خالق لایزال د حق او باطل په دې اوږده جګړه او الهي عظیمه ازموینه کې «چې د انساني ژوند له اوله شروع او تر اخره به ادامه لري» نه یوآځې پریښې او نه به یې یواځې پریږدي«وانتم الاعلون ان کنتم مومنین» مونږ دا عملاً ولیدل چې یو ګروپ رشتونو طالب مجاهدینو ته یې پر پیاوړي نړیوال یهودی استعمار «چې نه یې شمیر، نه یې روزنه، نه یې وسلې او نه یې وسیلې د مقايسو وړ وې» پرله پسې داسې بریاوې ورپه برخه کړې چې امریکایان او اروپایان یې ورته په ګونډو او سجدو پریستل.

یهودي استعمار د سپټمبر د یوولسمې فتنې په جوړولو او کارولو صلیبي یا تروریستي جګړه پیل او د داعشي ملیشو په زیږولو او کارولو یې  مظلوم بشریت له مقاومته غورځولو او نړیوال حکومت تاسیسولو هڅه لرله چه له امله به یې مظلوم بشریت راتلونکې کې قانوني استثماروي.

مګر خالق لایزال ته د دوی ټول مکرونه مخکې له مخکې معلوم  او هغه ټولې فتنې او ارمانونه یې ورله د طالبانو په استشهادي بریدو بې اثره او بې ثمره او د شاهنشاهۍ خوبونه ورله د خاورو سره خاورې کړل.

په کم شمیرو او کمزورو طالبانو یې، چې نه یې په اسمان ستوري او نه په ځمکه سیوری درلود، یهودي استعمار ته یې دوه لسیزې په مردارو کوپړیو کې اوبه ورکړې او د شوروي اتحاد د برخه لیک سره یې مخ کړل «چه نوم، نښان او جغرافیا يې ورله بدله او کمونيزم یې ورله دموزیم په زړو تاخچو کې په ابدي خوب ویده کړ.» د کمونستي الحادي فلسفې غبرګون خور دموکراسي به هم د هماغه زاړه موزیم د تاخچو ابدي برخه جوړیږی، غلام کرزی او غلام غني او نور غلامان به یې هم د ترکي ملحد، امین لعین او نجیب ګاو د برخه لیک سره مخ کیږي. ان شاء الله

د کابل غلامان او باداران د شکونو د لرې کولو يا کمولو لپاره وخت ناوخت په داعشيانو د بریدونو یادونه کوي «ښامار چا مړ کړو ) د طالبانو بریاوې پهخپل نوم مسمی کوی  د هیوادوالو د ذهنیتو بدلولو د پاره د څو اربکیانو او حزبیانو ته د داعشیانو په نوم  وسلی په اوږو ږدی او حکومت ته د تسلیمی تمثیلی صحنی جوړوی مګر د افغانستان خلک څلورلسیزی جنګ کی خپل دوست دشمن پوره پیژندلی او تشخیص کړی چه د کابل غلامه اداره څوک او داعشیان څوک دی چه ورته تسلیمیږی، د کابل د غلامانو او بادارانو دا ګډی وډی ورته په ډاګه شوی ځکه خو یی د طالب مجاهدینو سره اوږه به اوږه سپیڅلی جهاد پیل او نړیوال یهودی استعمار ته یی ملاماتونکی او تاریخی ماتی ورکړه او سوپرپاوری جنازه یی ورله د ابرقدرتو هدیره هیواد کی خاورو ته وسپارله او طالب مجاهدینو ( الهی زور ) ته په هغه ټول مادی امکاناتو، وړتیا او پیاوړتیا لرلو سره سره په ډونګو شول.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version