داعش: د پېښور په جومات کې لمونځ کوونکي موږ وژلي

المرصاد (شنبه، ۱۴ کب، ۱۴۰۰ل): د داعش ډلګۍ وايي چې د پېښور په یوه جومات کې لسګونه لمونځ کوونکي دوی وژلي دي.

دغې ډلګۍ اړوند یوې رسنۍ د پېښور په لمونځ کوونکو د برید ادعا کړې ده.

د پېښور په قصه خوانۍ سیمه کې پرون د جمعې د لمانځه پر مهال بمي چاودنه وشوه چې له کبله یې ۶۱ کسان و وژل شول او ۱۹۶ نور ټپیان شول.

د پېښور د پولیسو مشر ویلي دي چې بریدګر په رسالدار کوڅه کې د جمعې د لمونځ پر مهال جومات ته ننوت، پر لمونځ کوونکو یې ډزې پيل کړې او وروسته یې ځانته چاودنه ورکړه.

د افغان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پېښور کې پر لمونځ کونکو چاودنه غندلې او په وینا یې پر ملکي خلکو او عبادت کونکو برید هیڅ د توجیه وړ نه دی.

هغه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، «موږ د پیښور ښار په یوه مسجد کې چاودنه غندو، په ملکي خلکو او عبادت کونکو برید هیڅ توجیه نه لري. په پیښه کې له ټولو متضررینو سره خپله ژوره خواخوږي ښیو».

بل لوري ته په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت هم وایي چې د پېښور پېښه په کلکو ټکو غندي او قربانیانو له کورنیو سره په دغه غم کې ځان شریک بولي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version