داعش د معيوبو زېږېدونکو ماشومانو د وژلو فتوا صادره کړه

ه سوريه او عراق کې د فعالې ياغي وسله والې ډلې «داعش» په يوې نوې فتوا کې د هغو نويو زېږدونکو ماشومانو د وژلو امر کړی چې معيوب زېږي.

د عراق په موصل ښار کې د بشري حقونو د څار سازمان ويلي چې د موصل په ښار کې د داعش ډلې يوې محکمې د نويو معيوبو ماشومانو د وژلو په اړه يوه فتوا صادره کړې چې له مخې يې ټول هغه نوي زېږېدونکي ماشومان چې معيوبه وي او يا هم په نورو روحي او اعصابي ناروغيو اخته وي بايد ووژل شي.

داعش ډلې د عراق په ټولو هغو سيمو کې چې د دوی تر ولکې لاندې دي، ددغې فتوا د تعميل خبر ورکړی.

ويل کيږي چې ديادې فتوا له صادرولو وروسته د معيوبو ماشومان وژل پيل شوي چې تر دا مهاله يوازې د موصل په ښار کې ۳۸ تنه معيوب ماشومان د زهرجنو پيچکاريو په واسطه وژل شوي دي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په افغانستان او عراق کې ډیری ماشومان معيوب زيږي چې د روغتيايي پوهانو په وينا دغه ډول زېږېدني په جګړو کې د کيمياوي وسلو د استعمال له امله رامنځته کيږي.

بايد وويل شي چې په عراق او افغانستان کې د امريکا له يرغل وروسته دغه ډول زيږېدنې زياتې شوې دي چې د افغانستان په شان د غربت ځپلي هيواد خلک ددغه ډول ماشومانو د زېږېدو او د هغوی د روغتيايي خدمت په اړه اندېښمن دي.

که څه هم په نوره نړۍ کې په نړيواله کچه د کوچنيانو د خدمت او هر ډول معيبوبو کوچنيانو له پاره د تعليم او ښه ژوند زمينه برابريږي خو دا لومړی ځل دی چې د داعش وسله والې ډلې د معيوبو کوچنيانو د وژلو امر کړی.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version