داعش د زوال پر لور

پنځمه برخه
طاهر احرار

پنځمه: د آسيا په ځیني هېوادونو او آفريقا کې د داعش څانګې پلان لري، چې د سوريايي داعش څخه بېل خپل فعاليت پیل کړي، دا اختلافات يې په داسې وخت کې مخې ته راځي، چې داعش خپل نوى پنځم جنجال مند(تش په نوم) خلیفه اعلان کړ.
دغه څانګې وايي؛ چې له دوی سره د نوي خلیفه په ټاکلو کې، هېڅ مشاورت نه دی شوى او نه دوى خپل خلیفه پيژني.
همدا شان سوريايي داعش په ټولو عوايدو کنټرول لري او په خارج او داخل کې نور شاخونو سره مالي کومک نکوي.

شپږمه: عراقي مشرانو خپل وطن په جنګ ټوټه ټوټه کړ او اوس سوريه هم د دې پلان ښکار شوې، خو سوريايان اوس يواﺯې په عراق کې د جنګ لپاره خلک هڅوي او سوريه، چې د داعش مرکز بلل کيږي، د جګړې سره علاقه کم رنګه شوې، کوم چې په داعش دننه بنيادي او سخت ترين اختلاف بلل کيږي.

اوومه: داعشي رسنۍ ګډوډ معلومات خپروي، چې له حقيقت ډېر لرې دي او دا کار په ساﺯمان کې د ګډوډۍ دليل دی، همدا وجه ده، چې خلک يې پر خبرې، سايټونو هېڅ باور نلري، په ټویټر يې يو څو ملګري د خلکو د رد بد او کنځلو سره لاس او ګریوان دي.
ښه مثال يې؛ د دوى د مشر الحسيني وژل وو.
د ترکیې هیواد څو مياشتې مخکې د هغه وژل تائيد کړل او د هغه د وژلو ځای او کيفيت يې افشا کړ، خو داعش غلى پاتې شو.
بالاخر يې له مجبورۍ د هغه وژنه تاييد کړه او پړه يې په هیئة تحرير الشام واچوله او دا د واقعيت نه ډېره لرې وه.
پخپله د تحريرالشام  وياند، هم په جګړه کې د هغه وژل کېدل رد کړل.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version