دا به ګرانه وي چې ووايو؛ داعش په فلاني تاريخ کې را پيدا شو، خو په تقريبي توګه ويلای شو؛ چې کله امريکا پر افغانستان (۲۰۰۱ ز) او عراق (۲۰۰۳ز) يرغل وکړ، د نړۍ په کچه ډېرو اسلامي جهادي ډلو د امريکايانو يرغلونه که پر افغانستان و او که پر عراق؛ په پراخه کچه وغندل.
په دواړو هېوادونو کې نيکو مصلحو او مسلحو مسلمانانو ورسره جهاد اعلان کړ، چې له کبله يې په افغانستان او عراق کې جهادي ډلې تنظيم شوې، د امريکا پر خلاف د څلور ګونو فقهي مذاهبو سره سم د جهاد د مشروعيت او واجبوالي فتواوي ورکړل شوې.
يعني د امريکا يرغل د نړۍ د ټولو قوانينو له مخې غير قانوني يرغل و او د امريکا د يرغلونو په مقابله کې جهاد د اسلامي نړۍ له لوري يو متفق عليه يا دا چې د ټولې اسلامي نړۍ د عالمانو په يوه فتوا جهاد و.
د امريکايانو سره په افغانستان او عراق کې چې کومو جهادي ډلو مقابله کوله، د هغوی مذهبي لوری او تګلاره معلومه وه او هرې جهادي ډلې خپل مسير، اهداف او اصول لرل؛ چې په کُلي توګه ټولې جهادي ډلې په عقيدوي لحاظ د اهل السنة والجماعة د اصولو تابع وې.
د امريکايانو د فرعوني يرغل پر وړاندي د افغاني او عراقي مجاهدينو فعاليتونه او پرمختګونه، د سيمې او نړۍ په کچه د ستايلو وړ وو، مسلمانانو پر عراق او افغانستان يرغل پر دې هېوادونو له ديني اړخه تجاوز ګاڼه، د يادو هېوادونو وګړي يې په ديني لحاظ مکلف ګڼل چې د امريکايانو پر خلاف جهادي مقاومت وکړي، د افغانستان او عراق هغه وګړي چې د امريکايانو لاسپوڅي او تنخوا خواره نه و؛ په ډېره سپېڅلې عقيده او د سرونو په قيمت جهاد پيل کړ، ورځ تر بلې په دواړو هېوادونو کې جهادي حرکتونه د پرمختګ په حال کې وو.
د امريکا، فرانسې او انګريزانو وېره وه چې که په عراق او افغانستان کې جهادي ډلې په داسي بريالۍ توګه خپل فعاليتونه مخته وړي؛ لومړی امکان لري چې جهادي مشترکات د ټولي نړۍ د مسلمانانو ترمنځ د اتفاق او اتحاد يوه مشترکه نقطه و اوسي، چې د ټولي نړۍ مسلمانان به د ټولې کفري نړۍ پر ضد سره يو شي او مسلمانان که هر ځای وي، فکرونه به يې سره تړلي وي او پرېکړه به يې يوه شي.
بله دا چې، ممکن په دواړو هېوادونو کې امريکا ته ماتې ورکړل شي، چې دا به د جهادي پرمختګ له پاره ډېر لوړ پيغام وي، مجاهدين به زړه پيدا کړي او نورې کفري نړۍ ته به خپل فعاليتونه و غزوي؛ بالاخره به جهاد په نړيواله کچه يو قانوني عمل شي، په ټوله نړۍ کې به رسوخ او اعتبار پيدا کړي، مسلمانان به له جهادي حرکتونو سره په اسانۍ ملګري کېږي، چې بيا به د جهادي حرکتونو مخه نيول ګرانه وي.
د جهادي لړۍ د پرمختګ په همدې حساس وخت کې، نړيوالو انسان خورو قدرتونو د جهاد او جهادي ډلو د بدنامولو له پاره د داعش پروژه رامنځته کړه، لکه څنګه چې د اسلام په لومړنيو پېړيو کې په څنګه شرايطو کې پخواني خوارج رامنځته شول او د مسلمانانو د يو والي په له منځه وړلو کې ورڅخه ګټه واخيستل شوه؛ په همداسي شرايطو کې اوسنيو شر غوښتونکو او نړيوالو انسان خورو قدرتونو معاصر خوارج (داعشيان) را پورته کړل او د نړۍ پر مخ يې د شر او فساد يوه نوې کړکۍ پرانيسته.
داعشي پروژې رامنځته کوونکو يرغلګرو، داعشيانو ته د اسلام په نامه يوه داسي کړنلاره جوړه کړه، چې د اسلام د مبارک دين د راتګ او بيا تر اوسه يې د نړۍ پرمخ د تاريخ په اږدو کې په هېڅ اسلامي عقيده، اسلامي مفکوره او اسلامي نظريه کې څرک نه دی لېدل شوی.
کټ مټ لکه څنګه چې په پخوانيو وختونو کې د هغه وخت مفسدينو د اسلامي خلافت د خرابوالي او د مسلمانانو ترمنځ د بې اتفاقۍ له پاره خوارج رامنځته کړل او هغوی ته يې داسي خبرې په خوله کې ورکړې، چې نه يې په قران کريم او نه يې په نبوي احاديثو کې کوم څرک ليدل کېده.
د خوارجو دلايل يوازي د خپلو خواهشاتو د پوره کولو لپاره په هر وخت کې جلا وي، اوسني خوارج (داعشيان) هم د اوسنيو اسلامي عقيدو او اسلامي جهادي ډلو په مقابل کې همداسي يوه ډله را پورته کړه، چې د نړۍ پرمخ چې په هر ځای کې د اهل السنة والجماعة عقيدوي لارويان موجود وي؛ داعش یې له خپلې لاري لري ګڼي.