داعش د خلافت استعداد نلري

دوهمه برخه
ډاکټر عائشه

تاريخ ګواه دى چې کفارو هيڅ کله هم مسلمانان نه دي مغلوب کړي، کله هم چې مسلمانان مغلوب شي يا خو د امير د نه اطاعت له وجې او يا هم د مسلمانانو ترمنځ د کفارو د جاسوسانو او قرارداديانو د شتون له وجې وي.
په عراق او سوريه کې په نوم د يو مسلمان تنظيم داعش له وجې چې مسلمانانو او اسلامي نړۍ ته کوم نقصانات رسيدلي، هغه قابل د جبران نه دي.
داعشيانو په عراق او سوريه کې په لويه پيمانه غټه او وړه اسلحه او پريمانه نور جنګي وسايط او وسايل ونیول.
دومره تجهيزات چې د يو مملکت لپاره کافي وو او د مکمل هېواد د جنګ ضروريات يې پوره کولاى شول، خو متأسفانه چې څه يې پخپلو بادارانو د حملو په نتیجه کې له منځه يوړل، څه يې بې دريغه استعمال کړل.
په ﺯياته پيمانه اسلحه يې د عراق په شيعه ګانو باندې خرڅه کړه. له يو خوا يې واړه داعشيان ورسره جنګېدل، له بلې خوا يې مشرانو اسلحې پرې خرڅولې، چې له همدې لارې يې ډېرې پيسې پيدا کړې او د بحر له لارې يې تجارتونو ته مخه کړه. همدا شان بې شمېره اسلحه يې په اسراييلو خرڅه کړې، په کومه اسلحه چې نن فلسطيني ماشومان په شهادت رسيږي.
داعش له ليبيا اسلحه عراق ته قاچاق کوله، بيا يې د عراق له اسلحو سره يوځاى سوريې ته او بيا د اسراييلو په IDF ځواک باندې خرڅوله.
تاريخ به د دوی دغه جفا او ظُلم په خپله حافظه کې ياد وساتي.
نو دوى ولې د خلافت غږونه کوي؟

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version