داعش خوارج؛ د اسلام په جامه کې ثاني اسرائيل

مبارز هروي

#image_title

په داسې حال کې، چې د نړۍ په ګوټ-ګوټ کې اکثره جهادي ډلو د پام وړ پرمختګونه لرل او د فتوحاتو لړۍ ورځ تر بلې پراخېده؛ کُفري نړۍ د مجاهدینو سره د مقابلې لپاره، د یوې نوې پروژې د جوړلو په فکر کې شوه.

 

د هغه څه په پرتله چې دوی یې فکر کاوه، خورا ویجاړونکې

 

د داعش په نامه پروژه، هو! کُفري نړۍ دا ځل له مجاهدینو سره د مقابلې او د خپلو اجیرانو د محلونو د سقوط د مخنیوي لپاره؛ د مسلمان او مجاهد له نوم څخه په استفادې سره یوه ترهګریزه ډله جوړه کړه.

 

د داعش د ظهور په لومړیو کلونو کې ټوله نړۍ د داعش د غړو له چټک پرمختګ او پراخوالي څخه په وېره کې وه او لږو کسانو د دې غورځنګ د پردې تر شا واقعیتونه درک کړل.

 

په حقیقت کې کُفري نړۍ او په رأس کې جنایتکارې امریکا دا ځل د اسلامي ټولنې لپاره له اسرائیلو وېرونکې نسخه پلان کړه، ځکه چې که څه هم اسرائیل د اسلامي هېوادونو په زړه کې او د فلسطین په مقدسه خاوره کې تأسیس شوي، خو ټول اسلامي هېوادونه ورته د دُښمن په سترګه ګوري؛ چې له اسلام او مسلمانانو سره یې ټکر د لمر په څېر روښانه دی.

 

د داعش د فتنې مثال؛ د اېرو لاندې د اور په څېر دی او هڅه کوي، چې د دین په جامو کې د حقیقي اسلام سره مبارزه وکړي او خطر یې د اسلامي ټولنې تر ټولو ډېر مجاهدینو ته دی.

 

له بده مرغه د اسلام د دُښمنانو دغه ناوړه پلان په ډېرو برخو کې بريالی شوی او اسلامي اُمت ته يې نه جبرانېدونکې زيانونه واړول، د بېلګې په توګه: په عراق، سوريې، يمن او ځينو افريقايي هېوادونو کې؛ مجاهدین له اصلي دُښمن سره له جهاد او مبارزې پاتې راغلل او په ډېرو برخو کې یې اطاعت له لاسه ورکړ.

 

دغه نړيواله پروژه چې د خپل تش په نامه خلافت تر نامه لاندې يې؛ د مجاهدينو تر واک لاندې سيمو باندې بريد ته مشروعيت ورکړ او د دې پر ځای چې د اسلام له دُښمنانو سره جګړه وکړي؛ د اسلامي اُمت سره په جګړه ښکېل شول؛ چې په افغانستان کې هم راپورته شول.

 

خو د خدای جل جلاله شکر دی چې ډېر وخت نه و تېر شوی؛ چې دغه ستره فتنه د اسلامي امارت د مجاهدینو له تېغ تېره شوه او مخکې له دې چې هوش ته ورسېږي؛ د جهاد او مقاومت له خاورې څخه یې ګلیمونه ټول شول او ان شاء الله ډېر وخت به نه وي؛ چې په ټوله نړۍ کې به دغه سرطاني ډله خنثی او اُمت به یې له شره په امان شي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version