داعش به د کمونیستانو ارمانونه پوره کړي!

عنایت الله خاموش

داعش ډله به د کمونیستانو د پاتي شونو، هغه ارمانونه چي د نجیب له تګ او کابل ته د مجاهدینو له راتګ سره دریدلي یا کم شوي و، اوس یو ځل بیا پوره کړي.

ښکاره ده چي د غني په تېر اقتدار کي څو افغان ضد او د کمونیست رژیم پاتي شوني، په مهمو پوستونو وګمارل شول او له دې سره جوخت د افغان ملت د وژلو، شکنجه کولو او بندي کولو لړۍ خورا ګړندۍ او زوروره شوه. په افغانستان کي یې د داعش په نوم د هغې ډلي بنسټ کېښود چي د بې ګناه وګړو په وژلو کي د هر پیسه ورکونکي ارګان لپاره چوپړ وهي.

دغه پخوانیو کمونیستانو د داعش تر نوم لاندي خپل پخواني ملېشې سره منسجم او پر افغان ملت یې ور مارش کړل. د دې پتنې په له منځه وړلو کي اسلامي امارت پوره هڅه وکړه چي له منځه یې یوسي او بلاخره بریالي هم شول. کوم کسان چي د طالب له منکولو تښتېدلي ول، حکومت ته تسلیم او اوس یې په خپلو استخباراتي مېلمستونونو کي د افغان وژني په موخه ساتي او هر کله چي پرې زور راشي؛ نو بیا یې په یوه ملکي ځای برید کولو ته ور خوشي کړي.

مګر په دې وروستیو کي چي کله یو ځل بیا پخواني کمونیستان او د بشرحقوقو ناقضین واکمن شوي، یو ځل بیا یې د بې ګناه وګړو وژلو ته زور ورکړی او په دې سره غاړي ترڅو له یو لوري اشغالګر په افغانستان کي پاتي کیدلو ته وهڅوي او له بله پله خپل پخواني ارمانونه پوره او د اسلامي امارت د بدنامۍ لپاره ترې استفاده وکړي.

د افغان ولس وژل کیدل، که د هر لوري لخوا ترسره کیږي، جنایت دی. خو د کابل اداره خپل دغه کړي جنایتونه په ډېره سپین سترګۍ سره د مزدورو رسنیو پر مټ په اسلامي امارت تاوانوي او په دې سره نړیوالو او افغان ملت ته ښيی، چي اسلامي امارت د افغان ولس پر ضد دی.

داچي اوس مهال هرڅوک پر دې پوهیږي چي څوک د ولسي وګړو د مرګ مسؤول دی او د کومو موخو لپاره ملکي وګړي وژني؟ مګر حکومت پلوه تبلیغاتي ارګانونه د هر ترسره کړي جنایت پړه پر اسلامي امارت ورتپي او له دې لاري غواړي خپل واک ته دوام ورکړي او د سولي روانه پروسه خنډنۍ کړي.

په لنډه کي باید ووایو چي اوسنۍ او پخوانۍ د افغان وژني پروسه د پخوانیو کمونیستانو کار دی او د داعش پروشه یې هم د همدې موخي لپاره په لاره اچولي؛ ترڅو د پخوانیو کمونیستانو د افغان وژني ارمانونه ور پوره او دوی له دې لاري هم په واک کي پاتي شي او هم خپل جیبونه ډک کړي.

نو افغان ولس نور باید د پردیو د ځیره خورو او افغان ضد کړیو پر نیتونو اګاه شي او د سوکاله افغانستان په موخه باید د پردیو د اجنټانو لمن ور ټوله او په خپلو کي سره متحد او د سوله ییز افغانستان لپاره هر ډول خنډ له مخي لري کړي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version