داعش او پاکستان؛ حقيقت څه دی!؟

دویمه برخه
انجنیر عمير

په تېره لیکنه کې مو یادونه وکړه چې پاکستان هڅه کوي ترڅو د اسلامي امارت یعنې د موجوده نظام مخالفین افغانستان ته داخل کړي او داخلوي.
پدې ليکنه کې پدې بحث کوو، چې پاکستان د طالبانو په اړه خپله خوشبيني ولې په دومره ژوره او حساسه دښمني بدله کړه!؟
ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ هغه نېږدې ۲۶۴۰ کيلومتره اوږده پوله ده، چې لا تراوسه پورې خو نه د افغانستان د حکومت لخوا او نه هم د کرښې په دوواړو خواوو کې د مېشتو قومونو له خوا منل شوې ده، دا چې دا کرښه د امیر عبدالرحمن خان لخوا د سلو کلونو لپاره په کال ۱۸۹۳م کې منل شوې وه، چې اوس يې وخت پوره شوی دی، نو پاکستان هڅه کوي چې یاده کرښه په رسمي ډول وپېژندل شي، پاکستاني چارواکو داسې انګېرله چې ګواکې طالبان به یې دې غوښتنې ته مثبت ځواب ووایي خو د طالبانو چارواکو په ډېر ښکاره ډول دا خبره رد کړه او دا یې یوه فرضي کرښه وبلله.
دوهم اساسي مشکل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ایجاد شوی دی، هغه د کنړ د سیند په سر دی، فکر نه کېده چې طالبان دې په دومره سترو اقتصادي پروژو کار شروع کړي مګر کله چې د کنړ د سیند سروې او بند جوړونې خبرونه په رسنیو کې ښکته پورته شول، دا هر څه د پاکستان لپاره په یوه اندېښنه بدل شول، دا چې اوس د کنړ اوبه په وړیا توګه پاکستان ته روانې دي او هغوي ترې د بریښنا او کروندې په برخه کې آزاده استفاده کوي، ځان لپاره موجوده نظام د یو خطر په ډول احساسوي.
درېم دا چې پاکستان لپاره افغانستان په اقتصادي لحاظ خورا ښه مصرفوونکی هېواد دی، د دوی بې کیفیته تولیدات چې په نوره نړۍ کې هېڅ بازار نه لري په افغانستان کې پلورل کېږي، که افغانستان کې امن او ثبات وي نو خپله افغانان متحرک خلګ دي چې ډېر ژر د ترقۍ او پرمختګ په لور ځي چې پاکستان یې د ځان لپاره ستر خطر بولي.
دې ته ورته نورې ګټې هم پاکستان د افغانستان په بې ثباتې کې لري، زما په آند، د پاکستان لپاره دا مهمه نده چې افغانستان کې اسلامي حکومت ده که کفري، اسلامي امارت ده که جمهوریت بلکې هر هغه حکومت چې د افغانستان د خود کفايي او ځان بساينې لپاره کار کوي، پاکستان یې مخالفت کوي دلته یا ګډوډي او جګړه غواړي یا داسې حکومت غواړي چې د پاکستان د غوښتنو سره سم عمل کوي.
دا چې طالبانو پورته حالتونو کې د پاکستان تصمیم ته کومه ترجیح ورنکړه، نو له همدې امله غواړي ترڅو موجوده نظام ته سرخوږی جوړ کړي، هغه هم د داعش غوندې بدنامې پروژې په واسطه چې هیکله به کامیاب نشي. ان شاءالله

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version