داعش او د ښځو حقوق

ډ. عايشه (خپلواک)

اسلام يو جامع دين دی، هر چاته يې د خپل خلقت او استعداد په انداﺯه مناسب حقوق ورکړي.

غرب ښځه مطلق العنان آﺯاد مخلوق بولي، کوم چې د ټولنې لپاره د ﺯهر قاتل حيثيت لري، دا دعوى هم د دوى يواﺯې تر خبرو محدوده ده، په غرب کې د ښځو سره سخت سپک چلند(رفتار) کيږي، هغوى آﺯادي ته نه پرېښودل کيږي؛ بلکې په شاقه کارونو مجبوريږي.

له بلې خوا صرف پر نوم د اسلامي خلافت مدعيانو داسې کارونه وکړل چې د اسلام مُبارک دين ته يې سخته صدمه ورسوله. داعشيانو له يوې څخه تر شلو ښځو سره هم نکاحونه درلودل، چې د اسلام په مُبارک دين کې يې هيڅ جواﺯ نه تر سترګو کيږي، دوى يواﺯې د نفساني خواهشاتو پيروي کوله او الهي احکامو ته يې اطاعت نه درلود.

له بلې خوا يې عام خلک، نارینه او ښځینه وينځې غلامان جوړول، کوم چې په اجماع د امُت سره منع شوي، دوى د مسلمانو ښځو سره بې نکاحه ﺯنا کوله، هر ملګرى به يې چې ووژل شو، د هغه ښځه به بغير له دې چې د عِدت انتظار ورته وکړي، په نکاح کوله، د کومو مسايلو چې په اسلام کې هيڅ درک نه معلوميږي.

همداشان همدا ضعيف ټولګی به يې د جنګ ميدان ته له ځانونو سره بېول او په جنګونو کې يې شريکول، په کومو کې چې دا استعداد موجود ندی او نه خو نبي کريم صلی الله علیه وسلم پخپل مبارک دور کې ښځې د جنګ محاﺫ ته حاضرې کړې دي. هغوى به يواﺯې د ﺯخميانو تداوي او علاج کولو او ﺯخمونه به يې ورته پټۍ کول.

نه صرف دا چې د ښځو حقوق، بلکې دغه ډله په سېستماتيک ډول د اسلام دين احکام ننګوي او د هغوى اهانت او سپکاوى کوي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version