داعش او جهاد؟! 

اسلم خراساني

جهاد په ظاهره یوه سپېڅلې عادي کلمه ده، خو په معنوي لحاظ ډېر مهم او لوی مبحث دی چې د اسلام، مسلمانانو او اسلامي خاورې یا نظام هویت او شخصیت ورسره تړلی دی، دا چې څښتن تعالی د قیامت تر ورځې پورې د جهاد دروازې پرانېستې پرېښې دي، یو ستر حکمت یې په همدې کې دی چې د اسلام او مسلمانانو عزت او حیثیت ورسره خوندي وي، پر نورو ملتونو او هېوادونو برتري ولري، د غلامۍ او اسارت له پنجو او اغېزو څخه لرې او خوندي پاتې شي.

تاریخ ثابته کړې ده چې اسلامي ټولنې او نظامونه تر هغه وخته پر کفارو برلاسي، اغېزناک او د عزت خاوندان وو، چې تر کومه وخته یې په لاسونو کې د اسلامي مبارزې یا جهاد تورې وې، پر ژبو یې د الله اکبر ژوند بښوونکې زمزمې او له خپل څښتن څخه د فتح، نصرت او پر هر جابر او ظالم ځواک د غلبې دعا جاري وه، خو کله چې دوی د کفارو سره د دوستۍ او ملګرۍ په قیمت خپلې سپېڅلې تورې په تیکو ننویستې، جهاد ته یې د ځان خرابولو او وروسته پاتې والي د لامل په سترګه وکتل، نو په حقیقت کې یې اوږدو د غلامۍ درانه ژغونه هم کېښودل شوی او د وخت په تېرېدو یې همداسې له نورو اسلامي ارزښتونو او اسلامي حاکمیت سره اړیکه سسته شوه.

د جهاد او جهادي مبارزې د اهمیت او اغېز په سبب باندې هم کفارو او مشرکینو هم دې ټکي ته پام اړولی دی او پوهېدلي دي چې د مسلمانانو د سرلوړی او حاکمیت یو عمده لامل فی سبیل الله جهاد دی او همدا لار د هغوی د عزت او کفارو د ذلت سبب ګرځېدلې ده، ځکه خو د نړۍ ټول کفار او د دوی استخباراتي سازمانونه هر وخت لاس په کار شوي دي، څو په مسلمانانو کې جهادي روحیه په تدریج ډول له بېلابېلو لارې له منځه یوسي، د هغوی پام نورو کارونو ته واړوي او داسې وخت راشي چې پر زړونو یې د ژوند مینه غلبه وکړي، له مرګ ووېرېږي او جهاد ورته د ورانۍ او تباهۍ تصویر ښکاره شي، چې له بده مرغه دغه ارمان کې تر ډېره بریالي شوي هم دي.

د جهاد او مجاهدینو د نوم بدۍ او رټنې لپاره د کفارو پلانونه ډېر پراخه او ژور هم وو، یوه لاره یې د جهاد ضد تبلیغات وو، بل اړخ یې بیا د داسې خوارجي ډلو رامنځته کول وو، چې څېره او ظاهري کړه وړه یې اسلامي ښکاري، خو په حقیقت کې د اسلام د رېښو او بنسټ پرې کوونکي او ویرانوونکي وي. د داعشي خوارجو ډله هم د کفارو له همداسې معاصرو الو څه ده.

داعشیانو د خپل ظاهر پر جوړولو او خپل خونړي او نوم بدي تاریخ او کړنو د پټولو لپاره تر ټولو وړاندې د جهاد او خلافت سپېڅلې کلمې وکارولې او ځینو ساده مسلمانانو ته یې داسې وښوده چې ګني غواړي رښتیني اسلام تطبیق کړي او دوی چې د وسلې او جبر په زور پر خلکو کوم څه تطبیق کوي، په حقیقت کې د حقیقې او اسلامي جهاد ادامه ده.

د دوی د بادارانو هدف دا و چې داعشي جنګیالي د پیسو او وسلو په زور د جهاد په نامه داسې کړنې تر سره کړي چې د اسلامي له اصلي روح او د جهاد له حکمت څخه نا خبره وکړي بیخي د جهاد له کلمې څخه زړه توري شي.

د جمهوریت پر مهال د داعش وحشتونو نه یوازې د مغلي دورې د ظلمونو تاریخ تازه کړ، بلکې په ځینو سیمو کې د خپلو ملاتړو (بهرني اشغالګر – د جمهوریت ملي امنیت) پر مټ د خلکو له سرونو منارونه جوړ کړل، ښځو او د خلکو مالونو ته یې د غنیمت په سترګه وکتل او پر خپلو ناوړه کړنو یې د «الله اکبر» مقدسه نعره پورته کړه، دوی خپلو وحشي کړنو ته د جهاد نوم ورکړ او له دې سره یې د ګڼو وګړو او بهرنیانو، چې د جهاد له اصلي تګلارې نا خبره وو، ذهنونه مغشوش او واړول.

دا پیغام یې ورکړ چې ګني جهاد یوازې ولس وژنه، ظلم او بربادي ده، داعشي خوارجو ددې کار د تر سره کولو لپاره خپل احساساتي ځوانان او برمته شوي وګړي د جبر او پیسو په زور وکارول، جوماتونه، زیارتونه او نور مقدس ځایونه یې منفجر کړل، د خبرو، مصالحې او خیریه چارو مخکښ عالمان او قومي مشران یې ووژل، عجیبه خو دا ده چې د جومات ورانونه، د حقیقي عالم وژنه، د وړو ماشومانو، سپین سرو او بوډاګانو ظالمانه ترور ورته جهاد ښکارېده او دا په حقیقت کې د هغوی د بادارانو اصلي هدف و، ځکه غوښتل یې چې واقعي جهاد د خلکو تر پام دومره ور بد کړي چې بیا هېڅ مسلمان هم د کفار پر وړاندې ددې سپېڅلي مسوولیت تر سره کولو ته زړه ښه نه کړي.

لنډه دا چې داعشي خوارجو چې څنګه پر نورو اسلامي شعایرو او ارزښتونو د خپلو بادرانو پر مټ معامله کړې، د هغوی د لاس او استخباراتي پلانونو اله ګرځېدلي دي، همداسې یې د جهاد مقدسې کلمې او مبارزې د بدنامۍ لپاره هم په هېڅ شي صرفه نه ده کړې او هېڅ داسې اسناد نشته چې دوی دې د جمهوریت پر مهال افغانستان کې او خپل اصلي پیدایښت ځي یعني عراق او سوریه کې کوم بهرنی اشغالګر وژلی او یا یې د هغوی پر مرکزونو او قطارونو برید کړی وي چې اصل جهاد همغه و.

په افغانستان کې ګڼ داسې رښتیني عالمان شته چې داعشي خوارجو ترور کړي دي او بیا یې خپل دې عمل ته د جهاد نوم ورکړی دی.

عام مسلمانان باید بیدار او هوښیار وي چې داعش د یوې غربي پروژې په توګه لومړی د جهاد د سپکاوي له لارې د جهاد نظریه او روحیه له منځه وړي او بیا وروسته تر بېلابېلو نومونو او شعارونو له لارې د خپلو بادارانو په امر رښتیني مجاهدین او جهادي یادګارونه لوټي او ورانوي یې، چې غوره او تازه بېلګه یې د دوو افغان جهادونو د مخکښ او زړور مجاهد شهید خلیل الرحمن حقاني شهادت دی، هغه هم په یوه مقدس ځای مسجد شریف کې چې پر دې کړنه یې ډېرو ته له ناوړه څېرې څخه پرده پورته شوه.

له نېکه مرغه چې د اسلامي امارت جهادي مبارزه، شهادتونه، هجرتونه او د مجاهدینو خدمتونه ځوان افغان نسل ته په عملي بڼه ښکاره شوی او له دې سره اوس د اصلي او دستوري (جعلي)جهاد تفیک کېدلی شي، ددې معاصرې پېښې (فتحې) په راتګ سره داعش خپله روحیه بایللې او نور نه شي کولی چې د جهاد په نامه سپېڅلي شعارونه د خپلو ناوړه کړنو لپاره وکاروي.

Exit mobile version