داعشیان په تبلیغاتي ډګر کې هم مخ پر ځوړ روان دي

تر پرلپسې ماتو وروسته، اوس د داعشي خوارجو د رسمي تبلیغاتو کمښت پخپله د دوی د شکست ښکارندويي کوي.

د داعشي خوارجو رسمي مجله، النباء، چې د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۵ز کال په اکتوبر میاشت کې پیل شوه، د خوارجو جنګي خبرونه او رسمي نظر رااخلي. دا مجله لومړی په ۱۶ پاڼو کې خپرېده، په عراق او سوریه کې تر شکست خوړلو وروسته یې د پاڼو شمېر ۱۲ ته راټیټ شو او دا درېمه اوونۍ ده چې پرلپسې په اتو پاڼو کې خپریږي.

د شنونکو په باور، دا د داعشيانو په کمزوري کېدو دلالت کوي.

د النباء د وروستیو ټولو ګڼو تمرکز په افریقا کې د خوارجو په عملیاتو دی او د هرې ګڼې اولنی خبر د منځنۍ او غربي افریقا په اړه وي. په افریقا کې د خوارجو د زیاترو بریدونو هدف د جهادي ډلو غړي او غیرنظامي کسان وي. افریقا هغه ولایت دی چې په دې سختو شپو ورځو کې یې خوارجو ته د کاذبو بریاوو په اړه د لاپو وهلو فرصت ورکړی دی.

د خوارجو د مرکزي رسمي ادرسونو ترڅنګ، په دې وروستیو کې د خراساني خوارجو په تبلیغاتو کې هم د پام وړ کمښت لیدل کیږي، ځکه چې د تبلیغاتو په برخه کې فعال کسان یې د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي او یا هم ژوندي نیول شوي دي.

داعشي خوارج له خپل ظهور راهیسې د تبلیغاتو په ډګر کې ډېر فعال ښکارېدل، خو اوس یې د تبلیغاتو کچه، همغږي او مؤثریت ډېر راکم شوی دی. هېره دې نه وي چې نږدې یوه میاشت وړاندې د داعشیانو د عمومي مسؤل د وژل کېدو خبر خپور شو، خو د پخوا پر خلاف تراوسه د خوارجو رسمي ویاند نه پخپله خوارجو او نه هم رسنیو ته څه ویلي دي. د رسمي تبلیغاتو کمښت او د مزعوم خلیفه د برخلیک د اعلان په اړه ګونګتیا د دې ښکارندويي کوي چې په فکري، نظامي او تبلیغاتي ډګر کې د خوارجو خپلمنځي همغږي له منځه تللې او په لیکو کې یې نظري اختلافات اوج ته رسېدلي دي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version