داعشیان د چاودېدونکو توکو له ګرځنده روزونکو کار اخلي

هندۍ رسنۍ وايي چې داعشیان د چاودېدونکو توکو د جوړولو د زده کړې لپاره له ګرځنده روزونکو کار اخلي.

د هندوستان سنډې ګارډین ټایمز لیکي چې دا معلومات له دوو نیول شویو داعشیانو، عمران خان او محمد یونس ساکي، د پوښتنو ګروېږنو پر مهال ترلاسه شوي دي.

عمران خان او ساکي تېر کال نیول شوي وو او د تحقیق پر مهال معلومه شوه چې دوی ته د چاودېدونکو توکو په جوړولو کې ځانګړې روزنه ورکړل شوې وه.

تر روزنې ترلاسه کولو وروسته، دې دوو کسانو په جمو کشمیر، کیراله او مدهیا پردېش ایالتونو کې نورو داعشیانو ته روزنیز کمپونه جوړ کړل او پلان یې درلود چې په اترپردېش، راجستان او مهاراشترا کې هم کسان وروزي.

د معمول په څېر، ویل کیږي چې دا دواړه کسان د چاودېدونکو توکو د جوړولو تر زده کړې وړاندې د داعشیانو په تبلیغاتي برخه کې فعال وو او هڅه یې کوله چې د داعش منفورې نظریې ته خلک راوبولي.

داعشیان هڅه کوي چې پورته یاد شوي تخنیک په کارولو سره خپل مسلکي کسان له نیول کېدو وژغوري او همداراز غواړي چې په بېلابېلو سیمو کې خپل کسان د چاودېدونکو توکو جوړولو مسلکیان کړي.  

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version