داعشیان د رهبري د فقدان ترڅنګ له سختو مالي ستونزو ځوریږي

له داعشي خوارجو رابېلې شوې سرچینې وايي چې داعشیان د رهبري د فقدان تر څنګ له سختو مالي ستونزو سره مخ دي.

”د بغدادي او هاشمي د بنده ګانو د رسوا کوونکي چېنل“ په نوم رسنیزه منبع وايي چې د داعشیانو مالي ستونزې تر هغه وروسته نورې هم زیاتې شوې کله چې د ”اقتصادي تجربې“ په نوم د داعشیانو د ولایتونو ادارې له لوري په لار اچول شوې پروسه هم ناکامه شوه. د دې پروسې له مخې به د خوارجو هر ولایت مرکز ته د نیول شویو مالونو ۲۵٪ برخه لېږله. مرکزي تنظیم به دا پیسې د خپل ځان او نورو څانګو د تمویل لپاره کارولې.

د یادې منبع د معلوماتو له مخې، یو شمېر ولایتونو له سره د دې پروسې په تطبیق کې برخه نه ده اخیستې ځکه چې له وسه یې بهر وه.

د منځنۍ افریقا ولایت یو له هغو ولایتونو دی چې د داعش د مرکزي تنظیم په تمویل کې یې زیات رول درلودلی دی. دا ولایت پر عامو خلکو، کلیو، تجارتي قافلو او مرکزونو د بریدونو او د هغوی د لوټلو له لارې ځان تمویلوي.

د مالي ستونزو ترڅنګ، د رهبري نه شتون هم د داعشي خوارجو ډله له ستر ګواښ سره مخ کړې ده. له نږدې یوې میاشتې راهیسې، د داعشي تنظیم پلویان او جنګیالي د شک او تردد په حال کې دي او انتظار باسي چې څه وخت به د خپل مزعوم خلیفه له برخلیکه خبر شي. د خپل مزعوم او مجهول خلیفه د هویت او برخلیک نامعلوموالي په زیاترو ولایتونو کې داعشي جنګیالي پر خپل مرکز بې باوره کړي دي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version