داعشي خونخوارو یو ځل بیا پر مسلمانو سینې یخې کړې

جاوید احمدي

خبر مو ترلاسه کړ، چې نن ورځ د داعش په نامه خونخوارو، اجیرو ملیشو د خیبر پښتونخوا په باجوړ ایجنسۍ کې د جمعیت علماء اسلام اړوند په یوه غونډه کې انتحاري برید تر سره کړ، چې په ترڅ کې یې په لسګونو تنه عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
داعشي وحشي ملیشو د خپل پخواني عادت له مخې، چې د مسلمانو پر ګنو د وینو تویول یې اجنډا ګرځولې، دوام ورکړ.
هغوی چې د ورکړل شوې پروژې له مخې، تر پرونه افغانستان کې اهل تشیع هیوادوال شهیدانول او په لویو بریدونو سره به یې د هغوی خانه او کاشانه لمنځه وړله؛ نن یې چې افغانستان کې د چولې ځای و نه موند، نو د خپل ډک زړه د تشولو لپاره یې تر فرضي کرښې پورې غاړه، په مظلومو مسلمانانو خپل قساوت تر سره کړ.
که مونږ د تاریخ څپرکي پسې واړوو، د دې پښې نوعیت په ډاګه کوي، چې حتماً به یې تر شا د نړۍ کوم ښکرور ځواک موجود وي، حتماً به یې د کومې مرموزې پروژې د پلي کیدو پلان وه او حتماً به یې د مجاهد، اسلام او مسلمانانو د رنګ بدي پلان په مغزو کې پیچکاري شوی وي.
راځئ دوه دقیقې ژور فکر وکړو، چې داعشيان څنګه له موصله بیا تر ننګرهاره را ورسېدل؟
ولې یې دلته افغانان له سره مسلمانول؟
ولې یې د صلیبي یرغلګرو پر وړاندې د روان جهادي بهیر په برخه کې د اسلامي امارت ننګه و نه کړه؟
ولې یې په فلسطین کې د حماس ډلې پر وړاندې ګام واخیست او ولې یې تر پایه د اسرائیلو پر وړاندې کاږه کتل هم و نه شو کړای؟
راځئ وګورو چې دوی څنګه ژر منزوي شول، څنګه د مباهلې چیغې وهونکي یو په بل پسې د خاورو کښیان شول او څنګه یې په افغانستان کې د مزعوم خلافت خیالي خوبونه ناسم ثابت شول او څنګه، څنګه، څنګه…!
هوکې ! دا به پر مسلمانه نړۍ د اسلامي امارت یو احسان وي، چې د دې خلکو جرړه یې دلته لمنځه یووړه، دوی ته یې د شرارتونو د پنځیدو او د سپرغیو د خپریدو اجازه ور نه کړه او خلک یې د دوی له شرارتونو بیغمه کړل.
که سیمه او نړۍ په رښتیا هم غواړي، د اسلامي نظام مزایاوې (فائدې) حس کړي، دوی دې جهاد، مبارزه او د اسلامي قوانینو تنفیذ د امارت له آینې وګوري، نه د څو کرایي اجرتي قاتلانو له اسلام ضده کړنو څخه…!

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version