داعشي بندیان خپل مزعوم خلیفه ته: زموږ په تړاو به خدای ته څه ځواب ورکوې؟

د داعشیانو د ټولنیزو رسنیو پر حسابونو یو لیک لاس په لاس کیږي چې په هغه کې د سوریې په زندانونو کې بندي داعشیانو له خپل مزعوم خلیفه (چې د مرګ او ژوند درک یې تراوسه معلوم نه دی) غوښتي چې د دوی وضعیت ته پام وکړي که نه نو د الله تعالی په حضور کې ځواب ویلو ته دې چمتو شي.

په لیک کې بندي داعشیانو خپل خلیفه او وسله والو ته ویلي چې دوی په زندانونو کې په تدریجي مرګ مري خو وضعیت ته یې هیچا پام نه دی کړی.

بندي داعشیانو خپلو ملګرو او خلیفه ته په خطاب کې ویلي، ”تاسې څنګه په داسې حال کې آرام کولای شئ چې موږ په ټوله ځمکه کې سپکیږو.“

د لیک لیکونکي مزعوم خلیفه ته په خطاب کې ویلي، ”زموږ خویندې غواړي چې جنګ ته ولاړې شي، ته څنګه دا زغملای شې؟ آیا نارینه نشته چې زموږ ښځې جنګ ته ځي؟“

د لیک په پای کې مزعوم خلیفه ته ویل شوي، ”موږ تراوسه ستا له لوري کوم د غمشریکۍ پیغام نه دی ترلاسه کړی، نه پوهېږو چې ولې، خو ځان مو درته یاد کړ، ښه به وي چې د الله پر وړاندې ځواب ویلو ته چمتو شې.“

بندي داعشي له خپل خلیفه ځکه ګیله کړې له کوم وخته چې ابو الحسین الحسیني د داعشیانو لخوا خلیفه اعلان شوی تراوسه یې هیڅ کوم رسنیز پیغام نه دی خپور شوی او د هویت په تړاو یې هم کوم معلومات نشته.

د نوموړي د مرګ د خبر له خپرېدو نږدې درې میاشتې تیریږي خو تراوسه پورې د خوارجو رسمي مطبوعاتو نه د دې خبر تائید کړی او نه یې هم رد کړی دی. تراوسه د داعشیانو ولایتونو ته هم د نوموړي د برخلیک په اړه هیڅ معلومات نه دي ورکړل شوي، دې چارې د عامو داعشیانو ترڅنګ په لیرو ولایتونو کې د داعشیانو لوړپوړي مسؤلین هم له پوښتنو سره مخ کړي دي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version