داعشيانو د خپل امیر وژل کېدل او د مخکني ویاند ژوندي نیول کېدل تایید کړل

 

نن پنجشنبه د داعشي خوارجو رسمي نشراتي مؤسسې د یوه ویاند په غږ کې پیغام خپور کړ، چې په هغه کې یې د خپل عمومي امیر ابو الحسین الحسیني وژل کېدل او د مخکني ویاند نیول کېدل تایید کړل.

دا غږیز پيغام د ابو حذیفه الانصاري په نوم د یوه مجهول کس په غږ کې ثبت شوی، چې ځان یې د داعشیانو رسمي ویاند باله. نوموړي تایید کړه چې ابو الحسین الحسیني په ادلب ښار کې د تحریر الشام د مجاهدینو په عملیاتو کې وژل شوی او د ابو حفص الهاشمي په نوم یو مجهول الهویته کس نوی امیر ټاکل شوی دی.

المرصاد د خپلو سرچينو له قوله نن ناوخته خبر ورکړی و چې ابو الحسین وژل شوی او د داعش ولايتونو ته رسماً دا خبر ورکړل شوی دی.

د داعشیانو ویاند همداراز ويلي چې مخکنی ویاند ابو عمر المهاجر، چې ابو الحسین ته څېرمه اوسېده، په یوه کمین کې ژوندی نیول شوی دی. ابو عمر المهاجر یوازې یو ځل یو صوتي پیغام خپور کړی و، چې هغه هم د مخکني امیر د قتل او د نوي د تنصیب په اړه و.

تراوسه د داعشي خوارجو د نوي مزعوم خلیفه او ویاند له هویته د یو څو ګوتو په شمېر داعشیانو پرته نور هیڅوک خبر نه دي. داعشیانو د خپل مصنوعي خلافت د اعلان په اولو کلونو کې د خلیفه د اصل ونسب او موقعیت معلومېدل د خلافت د اهل کېدو لپاره شرط بلل، خو اوس ښکاري چې په خپله یې دا شرطونه مات کړي او تش په نوم خلیفه یې د دوی د مخکنیو وضع شویو شرايطو له مخې نور د خلافت اهل نه دی.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version