داعش؛ د مذهبي اختلافاتو د پراختیا په لټه کې! اسد لغماني

#image_title

د داعش ډله وروسته له هغه چې په سیمه‌ییز او لوی سیاست کې له ماتې سره مخ شوه او خپل ځای یې له لاسه ورکړ؛ په دې هڅه کې شوه چې خپل مړ حرکت ته نیم ژواندی حالت ور کړي.

دې ډلې، چې په حقیقت کې یې یوه له اړینو موخو د مذهبي او قومي اختلافاتو رامنځته کول دي؛ پریکړه وکړه چې خپل هدف تعقیب کړي او دې موخې ته ځان ورسوي.

داعش چې د تاوتریخوالي او وحشت څهره یې ټولو ته څرګنده شوې؛ اوس په دې فکر کې ده چې د خپلې ایډیالوژۍ د حاکمولو لپاره باید لاس په کار شي او په دې برخه کې یو حرکت وښيي، بناءً په دې لټه کې ده چې په یو سیاسي واحد کې د موجودو افکارو او مذاهبو ترمنځ اختلاف رامنځته کړي او له دې حالت څخه ګټه ترلاسه کړي.

داعش ډله چې په حقیقت کې د نړیوال استکبار یوه لاس ته راوړنه ده؛ دې پایلې ته رسیدلی ده چې په مسلمانانو کې کورنۍ جګړه رامنځته او اسلامي أمت د خپلو دښمنانو په وړاندې کمزوری کړي، خو بیا هم کله چې داعش ډله د خپل نفوذ د پراخولو په موخه مذهبي جګړو او تفرقو ته لاس پورې کوي باید له شک پرته پوه شو چې دا ډله د دین د دښمنانو لاسپوڅى ده.

په حقيقت کې د اسلام د دښمنانو سیاست هم دا دی، چې په اسلامي هېوادونو کې د داسې ډلو او سازمانونو ملاتړ وکړي؛ چې دوی خپلو اوږد مهاله موخو ته ورسوي.

یو بل وژنه او کورنۍ جګړې؛ په حقیقت کې د دښمنانو له لورې یوه نیابتي جګړه ده. داعش په مذهبي اختلافونو کې د لاس وهلو له لارې په دې هڅه کې ده چې یو څه لاس ته راوړي او د خپلو موخو لپاره لاره خلاصه کړي.

په اوسني نظام کې چې تر خپل واک لاندې ټولو وګړو ته درناوی کوي او هغوی ته د هيوادوالو په سترګه ګوري؛ داعش هڅه کې ده چې نړۍ او بېلابېلو مذاهبو پیروانو ته وښيي چې د حاکم نظام تر سیوري لاندې له دوی پرته نورو ته ځای نشته.

خو د افغانستان د اسلامي امارت حاکمانو په مختلفو مراسمو کې د داعش او د هغوى د فکري مکتب دا غلط نظر رد کړی او د نورو اتباعو د حقوقو په رعایت کولو سره یې دا په ډاګه کړى چې په دې هېواد کې ټولو ته درناوی کېږي.

د افغانستان اسلامي امارت تل د ټولو اسلامي فکرونو د درناوي لاره تعقیب کړې او د اسلام ځینې دښمنان چې وينه يې له نفاق او اختلاف څخه ترکيب شوې، په نښه کړي او هغوی ته به د ناوړه او تروریستي اعمالو سزا ورکوي.

په حقیقت کې، د اسلامي امارت نظام هېڅکله د مذاهبو تر منځ په ټولنه کې اختلافاتو ته راضي نه دی او دا قضیه به پکې ځای ونه لري.

د مذاهبو تر منځ علمي اختلافات یو نه انکارېدونکی حقیقت دی، خو دا هيڅکله په دې معنا نه ده چې د دې اختلافاتو لمن دې په ټولنه کې پراخه شي او علمي تحلیلونه دې سیاسي او مبارزاتي اختلافاتو ته لاره پرانیزي.

داعش چې یوه شومه پدیده ده، له دې اختلافاتو څخه په ګټه اخیستو سره په دې هڅه کې ده چې څو ورځې نور هم خپل عمر اوږد کړي، خو باید په دې پوه شي چې د افغانستان خلګ اوس دومره پوهاوی او درایت لري، چې نور دې شومې پدیدې (مذهبي اختلافاتو) باندې اعتبار او باور و نه کړي.

په پای کې دا آیتونه ورته وړاندې کوو: «إِنَّ رَبَّكَ لَبِالْمِرْصَادِ» «إِنَّهُمْ يَكِيدُونَ كَيْدًا، وَأَكِيدُ كَيْدًا». هغوى دسیسې جوړوي، مګر د خدای تعالى تدبير به د دوې په مکر خامخا غالب وي. او دغه جریان چې دوې غواړي د اسلامي امت د یووالي په لاره کې يې د خنډ په توګه رامنځته کړي، خدای تعالی به يې د هغوى په خپلو شومو دسیسو سره مات کړي ځکه چې خدای تعالی د دوې په انتظار کې دی او هر ګام چې پورته کوي بيرته به يې په خپل ضد کارول کیږي.

د اسلامي امارت د نظام مجاهدین او د دين مبارزین به دغه جریان او ناوړه پدیده ورټي او د عدالت په هیله به پرې برلاسي شي.

ابو جلال
Exit mobile version