داعش؛ اسلامي خلافت، یا د غرب رفاقت؟ علاءالدین «شبير»

#image_title

داعش ډله، چې ځان د اسلام یو رښتینی مدافع بولي؛ په حقیقت کې د خپلې جنایتکارې اجنډا لپاره د غرب له ملاتړ څخه برخمنه ده، په وروستیو کلونو کې، د دې ډلې بې شمېره وحشیانه بریدونو ته په کتو سره، داسې شواهد ترلاسه شوي؛ چې د داعش او ځینو غربي هېوادونو ترمنځ پټې همکارۍ څرګندوي.

د سوریې او عراق په جګړو کې، په داسې حال کې چې سیمه ییز حکومتونو د ترهګرۍ پر ضد جدي مبارزه کوله؛ داعش وکولای شول چې خپل تر واک‌ لاندې ساحې پراخې کړي او په چټکۍ سره پرمختګ وکړي.

دې ډلې د لویدیځو هېوادونو له ظاهري اقداماتو سره سره، خپل نظامي قوتونه او بریدونه لا زیات کړل، په څو مواردو کې راپورونه ورکړل شول؛ چې د داعش جنګیالي د لویدیځو ځواکونو له خوا په غیر مستقیمه توګه حمایه کېږي، چې دا مرستې ممکن د وسلو، تجهیزاتو، او حتی د معلوماتو په بڼه وي.

بله نښه چې د داعش او غرب ترمنځ د همکارۍ نظریې ملاتړ کوي؛ د هغو بریدونو طبیعت دی چې داعش یې ترسره کوي، د دې بریدونو ډېری هدفونه هغه هېوادونه یا سیمې دي چې د لویدیځو هېوادونو لپاره ستراتیژیک اهمیت لري.

په سوریه کې د داعش پر وړاندې د لویدیځو ځواکونو په عملیاتو کې ځینې ښکاره ضدیتونه ولیدل شول، په ځینو مواردو کې داسې راپورونه هم ورکړل شوي؛ چې په کوم ځای کې چې د داعش جنګیالي بمبار شوي؛ بیا څو ورځې وروسته معلومه شوې، چې دې حملې د سوریې د حکومت ځواکونو ته زیان رسولی او د داعش جنګیالي له دې حملو څخه ژغورل شوي.

په ورته وخت کې، په داسې حال کې چې د سیمې هېوادونه او د هغوی خلګ د داعش د وحشت قربانیان و، ځینې لویدیځو هېوادونو په دې پلمه چې د داعش پر وړاندې مبارزه کوي؛ د سیمې په داخلي چارو کې لاسوهنه کوله او خپل نظامي موجودیتونه یې پراخول‌، دا پالیسي د غربي قدرتونو د اوږدمهاله ستراتیژیکو موخو لپاره یوه وسیله ګرځېدلې ده، چې په ترڅ کې یې په سیمه کې د ترهګرۍ موجودیت د غرب لپاره بهانه برابروي، ترڅو خپلو نظامي او سیاسي موخو ته ورسېږي.

د داعش د بریدونو وروستي ډولونه هم په دې ټکي ټینګار کوي، چې دا ډله د غرب له اجنډا سره مطابقت لري، د افغانستان په شمول د داعش بریدونه ډېری وختونه د داسې هېوادونو پر ضد ترسره شوي دي؛ چې د لویدیځو قدرتونو له ستراتیژیکو موخو سره په ټکر کې دي، دا بریدونه د لویدیځ مخالف هېوادونه کمزوري کوي او د لویدیځو هېوادونو لپاره بهانه برابروي؛ چې په دغو سیمو کې خپلې نظامي مداخلې ته دوام ورکړي.

په پایله کې، د داعش د وروستیو بریدونو او د غرب همکارۍ ترمنځ اړیکې روښانه کوي؛ چې دا ډله یوازې د اسلام له نوم څخه استفاده کوي، تر څو د غربي قدرتونو د اجنډا پر وړاندې خدمت وکړي.

ځوانانو ته په کار ده؛ چې د دې حقیقت په اړه پوهاوی ترلاسه کړي او د دې ډلو د تبلیغاتو او غولونکو ادعاوو ښکار نه شي، یوازې د علم، پوهې، او حقیقت په لټون سره کولی شو، چې د داسې ترهګریزو ډلو او د هغوی د نړیوالو ملاتړو د چالونو مخنیوی وکړو.

عاصم جلال
Exit mobile version