خیبر ایجنسۍ کې د یوه ډګرمن په ګډون د پاکستاني رژيم ۴ پوځیان وژل شوي

تېره ورځ د خیبر ایجنسۍ په تیراه سیمه کې د پاکستاني پوځ پر یوه کاروان په برید کې د یوه ډګرمن په ګډون دوه پوځیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د یاد برید مسؤلیت د لشکر اسلام په نوم ډلې منلی او ویاند یې په خبرپاڼه کې ویلي چې پوځ غوښتل د دوی پر مرکزونو چاپه ووهي، خو چاپه ناکامه شوه او جګړه کې ډګرمن محمد حسن او یو بل عسکر قتل شو او ۷ نور پوځیان ټپيان شول.

پاکستاني رژيم بیا د ډګرمن محمد حسن ترڅنګ د درو نورو پوځیانو وژل کېدل هم تائید کړي دي.

د یادونې وړ ده، د لشکر اسلام په نوم ډله تر ډېره پاکستاني امنیتي ادارو ته نږدې بلل کیږي، خو له دې وروستي بریده ښکاري چې دا ډله هم د نورو تنظیمونو په څېر د پاکستاني رژیم پر ضد فعاله شوې او په قبایلي سیمو کې پراخ حضور لري.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version